Law & Political Science Faculty - MIHE

Law & Political Science Faculty - MIHE د ملالۍ لوړو زده کړو مؤسسې د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي رسمي فېسبوک‌پاڼه!

د کتاب سیالۍ کټونکي وستایل سول!د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د پلان له مخي په اسلام کي د عباداتو فقهې کتاب د اخیستل سوې ...
14/01/2026

د کتاب سیالۍ کټونکي وستایل سول!
د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د پلان له مخي په اسلام کي د عباداتو فقهې کتاب د اخیستل سوې تحریري ازمویني نتایج تیره دوشنبه (۱۴۰۴/۱۰/۲۲ ل.) اعلان او ګټونکو ته یې ډالۍ او ستاینلکونه ورکړل سول.
مجلس د کلام الله مبارکو آیتونو په تلاوت پیل سو، د حقوقو څانګي آمر ښاغلي عتیق الله نورزي د مجلس مقدمه وویله او د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د استادانو په استازیتوب ښاغلي حافظ محمود خطیبي خبرې وکړې، ښاغلي خطیبي محصلان وهڅول تر څو د نصاب اړوند زده کړو ترڅنګ اضافي زده کړې وکړي او دې ته ورته سیالیو کي ګډون وکړي.
له هغه وروسته پنځو لوړو نمرو ترلاسه کوونکو ته (محمد اشرف، حسین احمد ایوبي، محمد عیسی، محمد فهیم او نورالدین) د پوهنتون له خوا ډالۍ او ستاینلیکونه ورکړل سول او مجلس د دعاء په ویلو سره پای ته ورسېد.


!
ویب پاڼه: www.Malalay.edu.af
فېسبوک او انسټاګرام: Malalay.mihe
ټوېټر: Malalayedu
لنکډان: Malalay University
یوټیوب: Malalay University

د نهايي آزموینو له بهیر څخه څارنه وسوه!د طب، حقوقو او سیاسي علومو پوهنځیو د خزاني سمسټر آزمویني د لوړو زده کړو وزارت د ا...
27/12/2025

د نهايي آزموینو له بهیر څخه څارنه وسوه!
د طب، حقوقو او سیاسي علومو پوهنځیو د خزاني سمسټر آزمویني د لوړو زده کړو وزارت د اکاډمیک تقویم او د ملالۍ پوهنتون د آزموینو کميټې د پرېکړي له مخي نن شنبه (۱۴۰۴/۱۰/۶ ل.) رسماً پیل سوې.
د سوالونو تګلاره کتل، د محصلانو حاضري کتل، د ممیز او استاد شتون، د صحنو نظم هغه مهم ټکي وو چي د ملالۍ پوهنتون رهبري هیئت يې له نژدې نظارت ترسره کړ.
خزاني سمسټر د روان ۱۴۰۴ ل. کال سنبلې میاشتي په ۱۵ مه نېټه پیل سوی و چي تر شپاړلس اونیو تدریس وروسته د جدي میاشتي په ۴مه نېټه پای ته ورسېد.
نهايي آزمویني به درې اونۍ دوام ولري او له هغه وروسته به د دلوې په میاشت کي بهاري سمسټر پیل سي.

!
ویب پاڼه: www.Malalay.edu.af
فېسبوک او انسټاګرام: Malalay.mihe
ټوېټر: Malalayedu
لنکډان: Malalay University
یوټیوب: Malalay University

مبارک!د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د ۱۴۰۴ ل. کال، قوس میاشتي ممتاز محصل ښاغلی فهیم حسیني دئ. ښاغلی حسیني په ۱۴۰۰ ل. کال...
24/12/2025

مبارک!
د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د ۱۴۰۴ ل. کال، قوس میاشتي ممتاز محصل ښاغلی فهیم حسیني دئ. ښاغلی حسیني په ۱۴۰۰ ل. کال کي د شهید عبداللطیف عالي لېسي څخه فارغ سوی دئ.
ښاغلی حسیني اوس‌مهال د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي حقوق څانګي د اتم سمسټر محصل دئ او په اووم سمسټر کي د صنف اول‌‌نمره ټاکل سوی و.
د لا بریاوو په هیله یې.

!
ویب پاڼه: www.Malalay.edu.af
فېسبوک او انسټاګرام: Malalay.mihe
ټوېټر: Malalayedu
لنکډان: Malalay University
یوټیوب: Malalay University

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د ۲۱ مې دورې د مونوګرافونو ارائه کوونکي او موضوعات یې! !ویب پاڼه: www.Malalay.edu.afفېسبوک...
18/12/2025

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د ۲۱ مې دورې د مونوګرافونو ارائه کوونکي او موضوعات یې!
!
ویب پاڼه: www.Malalay.edu.af
فېسبوک او انسټاګرام: Malalay.mihe
ټوېټر: Malalayedu
لنکډان: Malalay University
یوټیوب: Malalay University

د کتاب لوستني سیالۍ تحریري ازموینه واخیستل سوه!د نصاب او کریکولم اصلي کميټې او حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د پلان له مخي...
17/12/2025

د کتاب لوستني سیالۍ تحریري ازموینه واخیستل سوه!
د نصاب او کریکولم اصلي کميټې او حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د پلان له مخي پرون دو‌شنبه (۱۴۰۴/۹/۲۴ ل.) د کتاب لوستني سیالۍ تحریري ازموینه واخیستل سوه.
یاده ازموینه چي څو ورځي مخکي اعلان سوې وه تیره ورځ پکښي د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د دواړو څانګو د بېلابېلو ټولګیو محصلانو ګډون کړی و، د سیالۍ له پاره په اسلام کي د عباداتو فقهې کتاب ټاکل سوی و چي محصلانو پکښي د ټاکل سوي هیئت په حضور کي تحریري ازموینه ورکړه.
د سیالۍ موخه محصلان اضافي مطالعي ته هڅول وو چي د هر سمسټر په بهیر کي دائرېږي. د پورته سیالۍ نتایج به هم نژدي وخت کي اعلان او ګټوونکو ته به یې مادي او معنوي ډالۍ ورکړل سي.

!
ویب پاڼه: www.Malalay.edu.af
فېسبوک او انسټاګرام: Malalay.mihe
ټوېټر: Malalayedu
لنکډان: Malalay University
یوټیوب: Malalay University

د ۲۱ مې دورې محصلانو له مونوګرافونو څخه دفاعوې پیل سوې!د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د پلان له مخي پرون دوشنبه (۱۴۰۴/۹/۲...
16/12/2025

د ۲۱ مې دورې محصلانو له مونوګرافونو څخه دفاعوې پیل سوې!
د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د پلان له مخي پرون دوشنبه (۱۴۰۴/۹/۲۴ ل.) د مناظرې په کلب کي د یاد پوهنځي د ۲۱ مې دورې محصلانو له مونوګرافونو څخه دفاعوې د ژوري هیئت په حضور کي پیل سوې.
مجلس د کلام الله مبارکو آیتونو په تلاوت پیل سو، علمي مرستیال ښاغلي پوهنیار عبدالرحمن سعید په پیلیزه وینا کي محصلانو ته د پوهنځي پر اهمیت مهمي خبري وکړې، هغوی کار جوړولو او کار پیدا کولو ته وهڅول او زیاته یې کړه چي ليسانس سند ترلاسه کول د تحصیلي دورې پای نه دئ؛ هر محصل باید د ماسټري او دوکتورا ترلاسه کولو په هڅه کي سي.
تر ویناوو وروسته محصلانو د مهالوېش له مخي د ژوري هیئت په حضور کي د مونوګرافونو ارائه را پیل کړه چي یاده پروسه به د څو ورځو له‌پاره دوام ولري او په ترڅ کي به یې فارغ کېدونکي محصلان له خپلو څېړل سوو موضوعاتو څخه دفاعوې کوي.

!
ویب پاڼه: www.Malalay.edu.af
فېسبوک او انسټاګرام: Malalay.mihe
ټوېټر: Malalayedu
لنکډان: Malalay University
یوټیوب: Malalay University

د معلولینو نړۍوالي ورځي په تړاو سمینار ارائه سو!د ملالۍ پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د نشراتو او فرهنګي چارو کم...
07/12/2025

د معلولینو نړۍوالي ورځي په تړاو سمینار ارائه سو!
د ملالۍ پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د نشراتو او فرهنګي چارو کميټې د پلان له مخي پرون ‌شنبه (۱۴۰۴/۹/۱۵ ل.) د مناظرې کلب په تالار کي د ډسمبر ۳ مه د معلولینو نړۍواله ورځ د ښاغلي استاد عبدالحلیم روښان له‌خوا د ترتیب کړي سمینار په ارائه کولو سره ولمانځل سوه.
مجلس د کلام‌الله مبارکو آیتونو په تلاوت پیل سو، د سمینار موضوع په اسلامي شریعت او نړۍوالو حقوقي اسنادو کي د معلولینو حقوق وه، چي مهم موضوعات یې په لاندي ډول وو:
د معلولیت پېژندنه
اسلام او د معلولینو د حقوقو بنسټ
د معلولینو په اړه د قرآن کریم دريځ
د معلولینو ټولنیز حقوق
او...
په یاد مجلس کي د ملالۍ پوهنتون رهبري هیئت، استادانو، اداري کارمندانو او د محصلانو ګډون کړی و چي د دعاء په ویلو سره پای ته ورسېد.

!
ویب پاڼه: www.Malalay.edu.af
فېسبوک او انسټاګرام: Malalay.mihe
ټوېټر: Malalayedu
لنکډان: Malalay University
یوټیوب: Malalay University

محصلانو ستاینغونډه دائره سوه!د محصلانو د علمي هڅو د ستایلو او د بریاوو په اهمیت د پوهولو په موخه پرون چهار‌شنبه (۱۴۰۴/۹/...
27/11/2025

محصلانو ستاینغونډه دائره سوه!
د محصلانو د علمي هڅو د ستایلو او د بریاوو په اهمیت د پوهولو په موخه پرون چهار‌شنبه (۱۴۰۴/۹/۵ ل) د ملالۍ پوهنتون په انګړ کي د پوهنځیو عمومي اول‌، دوهم او درېیم نمره محصلان، د هر صنف اول، دوهم او درېیم نمره محصلان، د پوهنځیو په کچه فعال محصلان او غوره نماينده محصلان، د فزیکي او برېښنايي کتابتون څخه ډېره ګټه اخیستونکي محصلان او د پوهنتون پېژندني کتاب سیالۍ غوره محصلان د یوې ستري غونډي په ترڅ کي وستایل سول.

مجلس د طب پوهنځي محصل له‌خوا د کلام الله مبارکو آیتونو په تلاوت پیل سو، عمومي رئیس ښاغلي مولوي رحمت الله نیازي ممتازو محصلانو ته د مبارکۍ ترڅنګ وویل چي د ټولو بریاوو قدرداني باید وسي، د سته امکاناتو او نعمتونو شکر وویل سي او د تکبر پر ځای د لا بریاوو له پاره هلي ځلي ګړندۍ سي او دا ستاسو ټولو مهم لومړیتوب دئ.
د محصلانو چارو مرستیال ښاغلي ن. پوهنیار محمد الیاس کریمي د ستاینغونډي په جوړښت، د ممتازو محصلانو د ټاکل کېدو په معیارونو او د محصلانو د خدماتو انسجام مرکز په اړه یې لنډ معلومات شریک کړل.
د طب پوهنځي استاد ښاغلي ډاکټر احمد شاه صمیم او د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي استاد ښاغلي مفتي سید احمد صابر ممتازو محصلانو ته هڅوونکي خبري وکړې؛ د مسلک په قدر یې پوه کړل، د غوره محصلانو صفات یې له دوی سره شریک کړل او زیاته یې کړه چي وخت په غفلت تېر نه کړي.
د طب پوهنځي د محصلانو په استازیتوب ښاغلي شفیع الله شهیم او د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي په استازیتوب ښاغلي حمید‌الله ماشوري خبري وکړې، دوی په خپلو ویناوو کي د ملالۍ پوهنتون د اکاډمیک چاپېریال، استادانو، تدریس کېدونکي نصاب او عملي کارونو یادوني وکړې او مننه یې ځني وکړه. د دې ترڅنګ د طب پوهنځي دوو تنو محصلانو خپل چمتو کړي اشعار هم له ګډون والو سره شریک کړل.
د پروګرام په دوهمه برخه کي د پوهنتون له خوا اېوارډونه، ستاینلیکونه او نوري ډالۍ ممتازو محصلانو ته چمتو سوې وې چي په لاندي ترتیب ورکړل سول:
- د طب، حقوقو او سیاسي علومو پوهنځیو عمومي اول، دوهم او درېیم نمره محصلان.
- د طب، حقوقو او سیاسي علومو پوهنځیو د هر صنف اول، دوهم او درېیم نمره محصلان.
- د طب، حقوقو او سیاسي علومو پوهنځیو دوه تنه غوره محصلان.
- د طب، حقوقو او سیاسي علومو پوهنځيو غوره نماینده محصلان.
- د ۱۴۰۳ ل. کال په جریان کي له فزیکي او برېښنايي کتابتون څخه ډېره ګټه اخیستونکي محصلان.
- د پوهنتون پېژندني کتاب سیالۍ اول، دوهم او درېیم نمره محصلان.
د یادوني وړ ده چي د محصلانو ستاینغونډه هر کال یو ځل دائرېږي او ګټوونکي یې د تیر سمسټر له مخي ټاکل کېږي.

!
ویب پاڼه: www.Malalay.edu.af
فېسبوک او انسټاګرام: Malalay.mihe
ټوېټر: Malalayedu
لنکډان: Malalay University
یوټیوب: Malalay University

سایبري ډیپلوماسي  Cyber Diplomacyسایبري ډیپلوماسيسایبري ډیپلوماسي د دولتونو، نړیوالو سازمانونو او غیر دولتي لوبغاړو هغه ...
21/11/2025

سایبري ډیپلوماسي Cyber Diplomacy
سایبري ډیپلوماسي
سایبري ډیپلوماسي د دولتونو، نړیوالو سازمانونو او غیر دولتي لوبغاړو هغه ډیپلوماټیک فعالیتونه دي چي د انټرنټ، سایبري امنیت، ډیجیټل تخنیکونو او سایبري ګواښونو په اړه د نړیوالي همږغۍ، خبرو اترو، قانون جوړوني او په سایبري فضا کي د شخړو د حل لپاره ترسره کیږي.
په دې ډیپلوماټیک فعالیت کي په سایبري برخه کي د نړیوالو معیارونو جوړول، د سایبري بریدونو د مخنیوي حل لاري، د معلوماتي زېربناوو ساتنه، د ډیجیټل حقونو دفاع او د ظرفیت لوړولو پروګرامونه شامل دي.
د سایبري ډیپلوماسي تاریخي مخینه
سایبري ډیپلوماسي د نړیوالو اړیکو په برخه کي یو نوی مفهوم دی، دا ځکه چي د ټکنالوژۍ او مصنوعي ځیرکتیا په بې ساري پرمختګ سره ورته اړتیا محسوسه سوه.
په (۲۰۰۷) م کال کي په استونیا کي پراخ سایبري بریدونه، په (۲۰۱۵) م کال کي د (Ukraine Power Grid Cyber Attack) چي دا د نړۍ لومړنی سایبري برید وو چي د اوکراین هیواد د برېښنا شبکې سیستم یې بند کړ، په (۲۰۱۶) م کال کي د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو پر سیستماتو سایبري بریدونه (US Election Interference Cyber Operation)، او په (۲۰۲۰) م کال کي هېکرانو د امریکا د شبکې مدیریت شرکت (ScholarWinds Cyber Attack) او د نړۍ په مختلفو هیوادونو کي دې ته ورته نور سایبري بریدونه هغه محرک کوونکي ۍعوامل وه چي په نړیواله کچه یې د دولتونو توجه سایبري امنیت ته جلب کړه.
ددغو پیښو وروسته د م.م سازمان، اروپایي اتحادیې او ګڼ شمېر نورو هیوادونو د سایبري ډیپلوماسي لپاره ځانګړي پالیسۍ، معاهدې او کنټرولوونکي تدابیر رامنځته کړه، ترڅو د سایبري بریدونو مخنیوی پرې وکړي، د ډیجیټل زېربناوو ساتنه ، د دولتونو د حاکمیت د نقض مخنیوی ، د جاسوسۍ مخنیوی، د محرمو اطلاعاتو ساتنه او د نړیوالي سولي او امنیت لپاره په ډیجیټلي ډګر کي یو قانوني چوکاټ رامنځته کړي.
د سایبري ډیپلوماسي اهمیت او اړتیا
د ټکنالوژۍ او مصنوعي ځیرکتیا په بې ساري پرمختګ سره اوس مهال په نړیوال نظام کي سایبر ډیپلوماسي د نړیوال امنیت تامین، د محرمو اطلاعاتو د ساتني، د سایبري بریدونو د مخنیوي، د معنوي ملکیتونو د ساتني او د ډیجیتل حقونو د ساتني لپاره حیاتي اړتیا ده.
سایبري ډیپلوماسي د اوسني نړیوال نظام د ډیجیټلي تحول په عصر کي حیاتي اهمیت لري، خکه چي د نړیوالو اړیکو په برخه کي نوي ساحې رامنځته کوي، کوم چي پخوا شتون نه درلود. سایبري ډیپلوماسي د دولتونو او د نړیوالو اړیکو د نورو لوبغاړو لپاره د سایبري فضا د سیاستونه همغږي، د سایبري زیانونو کمول او د معلوماتي زېربناوو خوندیتوب تضمینوي.
سایبري ډیپلوماسي نړیوالو اقتصادي همکاریو ته زمینه برابروي، د ډیجیټل بازارونو ثبات ټینګوي، آنلاین تجارت ته وده ورکوي او د نړیوالو شبکو د شفافیت او قانونمندۍ لپاره فرصتونه برابروي.
په ټوله کي سایبري ډیپلوماسي نه یوازي دا چي د امنیت د ساتني لپاره بلکي د نړیوالو اړیکو او همکاریو د پراختیا، اقتصادي پرمختګ، د بریښنایي حکومتولۍ په ترویج، د سایبري بریدونو مخنیوی، د محرمو اطلاعاتو په ساتني او د عصري ټکنالوژۍ د ساتني لپاره حیاتي ارزښت لري.
د سایبري ډیپلوماسي فرصتونه
د سایبري ډیپلوماسي فرصتونه په معاصر نړیوال نظام کي د دولتونو او د نړیوالو اړیکو د نورو لوبغاړو لپاره د نړیوالو اړیکو په نوې بڼه کي پراخ امکانات برابروي. د سایبري امنیت لپاره نړیوال معیارونه رامنځته کول، د ډیجیټلي اړیکو پراختیا، نړیوال تجارت ته وده ورکول، د اطلاعاتو د ساتني لپاره د منظم میکانیزم رامنځته کول، په سایبري فضا کي د رامنځته سویو اختلافاتو حل کول، د سایبري بریدونو د مخنیوي لپاره اړین تدابیر وړاندي کول او د ټکنالوژۍ څخه د استفادې قانوني رامنځته کول هغه مهم فرضتونه دي چي د سایبري ډیپلوماسي څخه په استفادې د نړیوالو اړیکو لوبغاړي ورته رسېدلای شي.
ننګوني
سایبري بریدونه، اطلاعاتي بې باوري، د نړیوال قوانینو په تطبیق کي ستونزي، د مصنوعي ځېرکتیا څخه ناوړه استفاده، د هیوادونو د منافعو ټکر، د غیر دولتي لوبغاړو د نفوذ ډېرښت، د دولتونو او سترو قدرتونو ترمنځ ناسالم رقابتونه، تبلیغاتي جګړې او معلوماتي لاسوهني هغه عمده ننګوني دي چي په نړیواله کچه د سایبري ډیپلوماسي په وړاندي شتون لري.
پایله
په پایله کي، سایبري ډیپلوماسي د معاصرو نړیوالو اړیکو په ډګر کي یوه نوې وسیله ده چي د ډیجیټلي امنیت د خوندیتوب، د ډیجیټلي فضا د امنیت د ساتني، د آنلاین تجارت په ودي، په سایبري فضا کي د شخړو په مخنیوي، د سایبري بریدونو په مخنیوي او د محرمو اطلاعاتو په ساتني کي موثر رول لري. د دې ډیپلوماټیکي لاري څخه نه یوازي د سایبري امنیت او معلوماتي زېربناوو ساتنه یقیني کیږي، بلکي د نړیوالو معیارونو جوړول، د ډیجیټل حقونو خوندیتوب او د ټکنالوژۍ د مسؤلانه کاروني فرصتونه برابروي، چي دا پخپله د نړیوالو اړیکو د لوبغاړو ترمنځ د سالمي همغږۍ په رامنځته کولو کي اساسي رول لوبوي.
اخځلیکونهReferences
1. Potter, E. H. (Ed), (2002), Cyber diplomacy managing foreign policy in twenty-fist century, McGill-Queen’s University Press.
2. Abrahamsen, R. Williams, M.c., 2009. Security beyond the state: Global security assemblages in international politics, international political sociology 3, 1-17.
3. Manantan, M. B. (2021), Defining Cyber diplomacy, Australian Institute of International Affairs.
4. Radanliev, P. (2024), Cyber diplomacy: Defining the opportunities for cybersecurity and risks from artificial intelligence, Journal of cyber–Security Technology, 9(1), 28-78.
5. Van der meer, S., 2015. Enhancing international cyber security: A key role for diplomacy. Security and Human Rights 26, 193-205.
6. Nye Jr, J.S., 2010. Cyber Power. Technical Report. Harvard University, Belfer Center for Science and International Affairs.

د محصلانو ترمنځ تمثیلي پېنل دائر سو!د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د سیاسي علومو او نړۍوالو اړیکو څانګي د عملي کارونو د م...
08/11/2025

د محصلانو ترمنځ تمثیلي پېنل دائر سو!
د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د سیاسي علومو او نړۍوالو اړیکو څانګي د عملي کارونو د مهال‌وېش له مخي د مناظرې په کلب کي تېره چهارشنبه (۱۴۰۴/۸/۱۴) د اووم سمسټر محصلانو ترمنځ تمثیلي پېنل د ښاغلي نوماند پوهنیار قدرت‌الله ولي په لارښوونه دائر سو.
د شانګهای سازمان په چوکاټ کي د افغانستان رول، فرصتونه او ننګوني د پېنل موضوع ټاکل سوې وه چي تر پیل کېدو مخکي یې د کلام الله مبارک آیتونه تلاوت سول، ورپسې د یادي څانګي اووم سمسټر محصل ښاغلي حمید‌الله ماشوري د پېنل مقدمه ولوسته، ښاغلي ظفرالله مومند د افغانستان د جیوپولیتیک موقعیت، د سیمه‌ییزو اقتصادي پروژو پر ارزښت، او د شانګهای سازمان د همکارۍ په چوکاټ کي د افغانستان د احتمالي رول په اړه خپل تحلیل له ګډون والو سره شریک کړ.
ښاغلي سمیع الله سعید د اقتصادي فرصتونو اړخ وڅېړه او زیاته یې کړه چي د TAPI، CASA-1000، او CPEC په څېر سیمه‌ییزې پروژې کولای سي افغانستان ته د پرمختګ، پانګونې او سوداګرۍ نوي لاري خلاصي کړي، خو دا هدف د سیاسي ثبات او اعتماد پر فضا ولاړ دئ هر اړخیز بحث ترسره کړ.
د ګډون‌والو د پوښتنو تر جوابولو وروسته د پېنل ارزونه ښاغلي قدرت‌الله ولي وکړه محصلان یې عملي کارونو ته وهڅول تر څو د عمل په ډګر کي وځلېږي.
پېنل د دعاء په ویلو سره پای ته ورسېد.

مناظره دائره سوه!د ملالۍ پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د سیاسي علومو او نړۍوالو اړیکو څانګي د عملي کارونو د مهال...
03/11/2025

مناظره دائره سوه!
د ملالۍ پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د سیاسي علومو او نړۍوالو اړیکو څانګي د عملي کارونو د مهال‌وېش له مخي پنج‌شنبه (۱۴۰۴/۸/۸ ل.) د پنځم سمسټر محصلانو ترمنځ مناظره دائره سوه.
مجلس د کلام‌الله مبارکو آیتونو په تلاوت پیل سو، د مناظرې موضوع د لارښود استاد ښاغلي نوماند پوهنیار قدرت الله ولي له‌خوا د «نړۍوال نظام په نړۍوالو اړیکو کي مؤثر رول لري؟» تر سرلیک لاندي ټاکل سوې وه؛ محصلان په دوو ګروپونو (موافق او مخالف) وېشل سوي وو، په مناظره کي دواړو لورو (موافق او مخالف) د نړۍوال نظام د مؤثریت او کمزورتیا اړوند خپل دلایل په تحلیلي او مستند ډول وړاندي کړل. موافق لوري ټینګار وکړ چې نړۍوال نظام د نظم، ثبات او همکارۍ د رامنځته کولو لپاره مهم چوکاټ دی، خو مخالف لوري استدلال کاوه چي دا نظام د ځواکمنو هېوادونو د ګټو تر اغېز لاندي دئ او د عدالت د تحقق پر ځای سیاسي نابرابري پکښي څرګنده ده.
د مناظري ارزونه ژوري هيئت وکړه چي په پایله کي با ګروپ (نورالدین، حسین احمد او حیات الله) د ټاکل سوو معیارونو له مخي د ډېرو نمرو په تر لاسه کولو سره د مناظري ګټونکي اعلان سول.
لارښود استاد ښاغلي نوماند پوهنیار قدرت‌الله ولي د دواړو لورو د استدلال وضاحت، علمي منطق، د معلوماتو دقت او د وینا روانوالی او اغیزمنتیا وستایه او زیاته یې کړه چي نړۍوال نظام هغه مهال اغېزناک ګڼل کېدای سي چي د عدالت، توازن او متقابل درناوي پر اصولو ولاړ وي او د اوسني وخت واقعیتونو ته مناسب وي.
مناظره د دعاء په ویلو سره پای ته ورسېده.

!
ویب پاڼه: www.Malalay.edu.af
فېسبوک او انسټاګرام: Malalay.mihe
ټوېټر: Malalayedu
لنکډان: Malalay University
یوټیوب: Malalay University

د مونوګراف لیکني نوي لارښود سمینار ارائه سو!د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د اووم او اتم سمسټرونو محصلانو ته تیره چهار‌شن...
02/11/2025

د مونوګراف لیکني نوي لارښود سمینار ارائه سو!
د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د اووم او اتم سمسټرونو محصلانو ته تیره چهار‌شنبه (۱۴۰۴/۸/۷ ل.) د یاد پوهنځي د پلان له مخي، د څېړنیز مرکز په مرسته د مناظرې کلب کي د ښاغلي استاد عبدالحلیم روښان له‌خوا د مونوګراف لیکني د نوي لارښود سمینار ارائه سو.
سمینار د کلام الله مبارکو آیتونو په تلاوت پیل سو چي مهم موضوعات یې په دې ترتیب وو:
- مونوګراف پېژندنه
- د څېړني په تړاو لنډ معلومات
- د څېړني ډولونه
- د مونوګراف لیکني پړاوونه
- د مونوګراف لیکني پروسه
- د مونو ګراف لیکني برخي
او...
په یاد سمینار کي محصلان له مونوګراف لیکني سره آشنا سول تر څو د تحصیلي دورې په پای کي خپله څېړنیزه رساله (مونوګراف) و لیکلای سي.
په سمینار کي د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي استادانو او محصلانو ګډون کړی و چي د دعاء په ویلو سره پای ته ورسېد.

!
ویب پاڼه: www.Malalay.edu.af
فېسبوک او انسټاګرام: Malalay.mihe
ټوېټر: Malalayedu
لنکډان: Malalay University
یوټیوب: Malalay University

Address

Kandahar, Aino Mana
Kandahar
3801

Telephone

+93703300634

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Law & Political Science Faculty - MIHE posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The University

Send a message to Law & Political Science Faculty - MIHE:

Share