Khost veterinary faculty

Khost veterinary faculty Saikh zayed university, veterinary science faculty prefer for quality.

خبرتیا!
04/03/2026

خبرتیا!

28/02/2026

خبرتيا!
د غذايي موادو حفظ الصحې او تکنالوژي څانګې ګرانو کانديدانو سبا ورځ ستاسو د کادري بستونو د انګليسي ژبې ازموينه پوره د سهار په ۷:۳۰ بجو شروع کېږي تاسو د خبر ياست
د وترنري علومو پوهنځي اداره

28/02/2026

د شيخ زايد پوهنتون کادري ازموينې خبرتيا!

د ټولنيزو علومو عمومي تاريخ، د کرنې پوهنځي حيواني علومو، چاپېريال ساتنې او اګرانومي څانګو، د ژورنالېزم پوهنځي ژورنالېزم څانګې، د کمپيوټر ساينس پوهنځي معلوماتي سيستمونو څانګې، د وترنري علومو پوهنځي غذایي موادو حفظ الصحه او ټکنالوژي څانګې، همدا ډول د ښوونې او روزنې پوهنځي کيميا، فزيک، عمومي تعلیم او تربيې څانګو هغو نوماندانو ته خبر ور کول کېږي، چې يادو کادري بستونو لپاره يې ځانونه نوماندان کړي دي او د انتخاب په لېست کې يې نومونه موجود دي، د خارجي ژبې ازموينه يې يکشنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د کب میاشتې په لسمه نېټه اخیستل کېږي او تخصصي ازموينه يې دوشنبه د کب په يوولسمه نېټه اخيستل کېږي.
د ازموینو وخت: سهار ۷:۳۰ دقیقې
د ازموینو ځای: شرعیاتو پوهنځی، امام ابوحنیفه رحمه الله غونډو تالار
نشراتو او عامه اړيکو آمريت

27/02/2026

خبرتیا!
دا چې د وترنري علومو پوهنځي د غذایي موادو حفظ الصحې او تکنالوژی څانګې ۴ کادرې بستونه اعلان ته سپارل شوي وو، شارت لیست شوي کاندیدانو ته خبر ورکول کيږي چې د انګلیسي ژبې ازموینه يې راتلونکې یکشنبه (د کب ۱۰ نیټه) او ورپسې تخصصي ازموینه یې دوشنبه (د کب ۱۱ نیټه) اخیستل کیږي.
ځای: شرعیاتو پوهنځی تعمیر د امام ابوحنیفه رح غونډو تالار
وخت: سهار ۷:۳۰ بجې
په درنښت
د وترنري علومو پوهنځي اداره

د شیخ زاید پوهنتون وترنري علومو پوهنځي دوه قدرمن استادان هر یو:عبدالطیف رحیمي  او خالد بشرمل د پوهنمل علمي څخه پوهندوی ع...
12/02/2026

د شیخ زاید پوهنتون وترنري علومو پوهنځي دوه قدرمن استادان هر یو:
عبدالطیف رحیمي او خالد بشرمل د پوهنمل علمي څخه پوهندوی عملي رتبو ته ترفیع ترسره کړه. دا ستر وياړ دې قدرمن استادانو او د وترنري علومو پوهنځي علمي کورنۍ ته ډېر مبارک وي.
د وترنري علومو پوهنځی اداره

د شيخ زايد پوهنتون محصلانو د پام وړ!
02/02/2026

د شيخ زايد پوهنتون محصلانو د پام وړ!

د وترنري علومو پوهنځي محصلانو تر منځ رقابتي سيالي تر سره شوه. د وترنري علومو پوهنځي محصلانو ترمنځ علمي رقابتي سیالي د ام...
10/11/2025

د وترنري علومو پوهنځي محصلانو تر منځ رقابتي سيالي تر سره شوه.

د وترنري علومو پوهنځي محصلانو ترمنځ علمي رقابتي سیالي د امام ابو یوسف رحمه الله د غونډو په تالار کې ترسره شوه.
د ياد پوهنځي د فرهنګي فرعي کمېټې مشر او استاد پوهنيار مصطفی لودين په وينا، چې د يادې سيالۍ څخه یې موخه د محصلانو مطالعې ته هڅونه او د سالم علمي رقابت رامنځته کول دي.
د ازموینې لپاره رابلل شویو مراسمو ته د محصلانو چارو مرستيال مفتي رضوان الله منیب په خپله وینا کې د وترنري علومو پوهنځي له لوري دا ډول نوښت څخه خوښي څرګنده کړه او مطالعې ته د محصلانو هڅونې لپاره یې ډېر ګټور ياد کړ.
د يادې سيالۍ د ارزونې لپاره ټاکل شوي درې کسیز هيئت له لوري د سیالۍ ګټونکی درېیم ګروپ اعلان شو او په پلان کې ده چې د لا تشويق په موخه د پوهنځي رياست له لوري ستاينلیکونه هم ورکړل شي.
فرهنګي چارو کمیټه

د شیخ زاید پوهنتون وترنري علومو پوهنځي دوه تنو محترمو استادانو؛ ښاغلی نوراسلام سهار د پوهنیار علمي رتبې څخه پوهنمل علمي ...
10/11/2025

د شیخ زاید پوهنتون وترنري علومو پوهنځي دوه تنو محترمو استادانو؛ ښاغلی نوراسلام سهار د پوهنیار علمي رتبې څخه پوهنمل علمي رتبې ته او ښاغلی افتخارالدین فضلي د تضمین کیفیت مورد د پوره کېدو په موخه په ترتیب سره خپل لومړي علمي کنفرانسونه (په انسانانو او څارویو کې د کریمن کانګو هیموراجیک فیور مقایسوي څېړنه) او (د وزو ساري سینه بغل ناروغي) تر عنوانونو لاندې د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د عقرب میاشتې ۱۷ مه نیټه ارایه شول او د ژوري هيئت لخوا ياد کنفرانسونه مثبت وارزول شو. د وترنري علومو پوهنځي اداره دواړو قدرمنو استادانو ته د مبارکۍ ترڅنګ په راتلونکي کې د لا علمي برياليتوبونو هيله کوي.
په درنښت
د وترنري علومو پوهنځي اداره

د وترنري علومو پوهنځي محصلانو ترمنځ علمي رقابتي سیمینارونو سیالي ترسره شوه.د يادو سیمينارونو د پیل په مراسمو کې د وترنري...
22/09/2025

د وترنري علومو پوهنځي محصلانو ترمنځ علمي رقابتي سیمینارونو سیالي ترسره شوه.

د يادو سیمينارونو د پیل په مراسمو کې د وترنري علومو پوهنځي د فرهنګي چارو فرعي کمېټې مسؤل استاد پوهنیار مصطفی لودین لخوا د یادې سیالۍ په اړه لنډ معلومات وړاندې کړل او ویې ویل؛ چې د یادې سیالۍ څخه یې موخه د محصلانو ترمنځ علمي او سالم رقابت، مطالعې ته هڅونه، علمي ظرفیت لوړوالی او په خپلو منځونو کې علمي رقابت رامنځته کول دي.
د وترنري علومو پوهنځي استاد پوهندوی اجمل خوستي پخپله وینا کې هغه محصلان چې سیمینارونه یې ارایه کړل وستایل او دا ډول سیالۍ یې د محصلانو د پوهې او علم زیاتوالي لپاره مثبتې وبللې. په پای کې غوره سیمینار ارایه کوونکو ته ستاینلیکونه او ډالۍ ورکړل شوې.
فرهنګي چارو کمیټه

د شیخ زاید پوهنتون، وترنري علومو پوهنځي پياوړي او بااستعداده علمي کادر ښاغلي عزیزالرحمن خالد د پوهنمل علمي رتبې څخه پوهن...
06/08/2025

د شیخ زاید پوهنتون، وترنري علومو پوهنځي پياوړي او بااستعداده علمي کادر ښاغلي عزیزالرحمن خالد د پوهنمل علمي رتبې څخه پوهندوی علمي رتبې ته ترفيع وکړه. د وترنري علومو پوهنځي اداره ښاغلي خالد ته په علمي ډګر کې د دې سترې علمي لاسته راوړنې د مبارکۍ ترڅنګ د الله تعالی له دربار څخه د نورو برياوو او پرمختګونو هیله کوي.
په درنښت
د وترنري علومو پوهنځي اداره

Address

Khost

Opening Hours

Monday 09:00 - 17:00
Tuesday 09:00 - 17:00
Wednesday 09:00 - 17:00
Thursday 09:00 - 17:00
Friday 09:00 - 17:00
Saturday 08:00 - 17:00
Sunday 08:00 - 17:00

Telephone

+93770052053

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Khost veterinary faculty posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The University

Send a message to Khost veterinary faculty:

Share