Shamsullah Amin

Shamsullah Amin Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Shamsullah Amin, College & University, شهید محمد داود, Khost.

16/08/2016

انسان لکه تصویر داسی دی
چی ڈیر یی غٹ کڑی
خپل کیفیت له لاسه ورکوی

12/02/2016

که غواڑی چی
ژوند اسانه کڑی
زینی وبخه
او له زینو بخنه وغواڑه

10/02/2016

په یاد ولری زینی وخت،
چوپتیا تر ٹولو شه زواب دی
(....)

05/02/2016

د هغه چا لپاره چی ژوند تریخ دی ،
د هغوی لپاره مرگ سعادت دی
(نیچه)

04/02/2016

د نویو تجربو لاسته راوڑل یوه ڈالی ده ،
بدلون موژ ته خوشی راکوی نه غم

04/02/2016

هوشیارو خلکو سره په دماغو کی خپلی موخی وی او له نورو سره یوازی خواهشات

14/11/2015

قدرمنو دوستانو دامعلوات دپکتیا طب پوهنځی په کومک تاسې ته.وړاندې شول.
د آمیب ناروغئ په اړه معلومات

داكتر فيض الله ثاقب

پدې لیکنه کې به هڅه وکړو چی لاندې پوښتنو ته ځواب ووایو.
1. پرازیت څه شئ ده؟
2. آمیب څه ډول پرازیت ده؟
3. کوم ډؤل آمیب انسان ناروغه کوی؟
4. آمیب په څو شکلونو لیدل کیږی؟
5. د آمیب د کوم شکل په خوړلو سره انسان په ناروغئ اخته کېږی؟
6. آمیب په سلو کې په څو ناروغانو کی د ناروغئ لامل کېږی؟
7. هغه وګړی چی آمیب تشخیص کېږی په سلو کی څو یی رښتیا د آمیب ناروغی لری او څو یی آمیبی ناروغی نلری مګر په غلط ډؤل آمیب تشخیص کېږی؟
1. پرازیت څه شئ ده؟
هر هغه ژوندئ موجود چی په بل ژوندی موجود کی ژوند کوی، د هغه له بدن نه خواړه لاس ته راوړی مګر په مقابل کی هغه ته زیان رسوی او په ناروغئ يي اخته کوی د پرازیت په نوم یادېږی.
2. آمیب څه ډول پرازیت ده؟
آمیب یو پرازیت ده چی بدن یی له یوې حجرې څخه جوړ شوئ ده (هغه ژوندی موجودات چی بدن یی له یوی حجری څخه جوړ شوی وی په علمی ژبه ورته پروتوزوا Protozoaوایی) لدی کبله آمیب هم د پروتوزوا په کورنئ کې راځی.
3. کوم ډؤل آمیب انسان ناروغه کوی؟
د یادونې ده چی آمیب ګڼ شمېر ډولونه لری چی اکثره يي یا هیڅ ناروغی منځ ته نه راوړی یا دومره کوچنئ ناروغئ منځ ته راوړی چی دلته یی ښایی یادؤلو ته اړتیا نه وی ولی هغه آمیب چی په انسان کی د پام وړ ناروغی منځ ته راوړی د اینتامیبا هیستولایتیکا Entamoeba Histolytica په نوم یادېږی او همدا زمونږ د دی لیکنې موضوع ده.
4. آمیب په څو شکلونو لیدل کیږی؟
آمیب په دوه شکلونو لیدل کېږی چی یوه ته یی فعال شکل یا تروفوزویت Trophozoite او بل ته یی غیرفعال شکل یا سیست Cyst وایی. د یادؤنې ده چی یواځې فعال شکل ېې په کولمو برید کوی، د کولمو د ننه ټپونه، د کولمو د دیوال پړسوب او سوروالئ یا التهاب Amoebic Colitis منځ ته راوړی او د کولمو د آمیبی پېچش Amoebic Dysentery لامل کېږی او په ټوله کی ورته په طبی ژبه د آمیب له کبله د کولمو ناروغی یا Intestinal Amoebiasis وایی. سربیره پردی که د کولمو د دیوال څخه د وینی جریان ته د ننه شی نو په نورو غړو کی ځنې ناروغئ منځ ته راوړی چی په ټولیز ډؤل یی د آمیب له کبله د کولمو څخه بهر آمیبی ناروِغئ یا Extra intestinal Amoebiasis بولی. پدې ډله ناروغیو کې په ینه کې آمیبی دانې Amoebic Liver Abscess، په سږو کی آمیبی دانې Amoebic Lung Abscess، په مغزو کی آمیبی دانې Amoebic Brain Abscess شامل دی.
5. د آمیب د کوم شکل په خوړلو سره انسان په ناروغئ اخته کېږی؟
له هرڅه مخکی باید وویل شی چی دا پرازیت د ککړو خوړو او اوبو سره د انسان بدن ته ننوځی مګر د آمیب فعال یا تروفوزویت شکل که انسان وخوری د ناروغئ لامل نه کیږی دا ځکه چی له یوی خوا د آمیب دا شکل د بدن نه په بهر چاپېریال کې پخپله مړ کیږی او که په تصادفی ډول یی انسان وخوری هم د معدی تیزاب یی د مړینی لامل کیږی مګر کله چی د آمیب کافی اندازه غیرفعال (سیست) شکل د خوړو یا اوبو سره وخوړل شی نو ښایی د آمیب د ناروغئ لامل شی دا ځکه چی دا شکل د معدی د تیزابو تر اغېز لاندی له منځه نه ځی، پدې ډؤل روغ رمټ له معدې څخه کولمو ته تېرېږی، هلته له خپل کلک پوښ (سیست) څخه را بهر کېږی، تکثر کوی او د کولمو په دېوال برید کوی چی په پایله کی یی ناروغی منځ ته راځی. هر وخت چی ورته د ژوند چاپېریال ستونزمن شو بیرته پخپل سیست کی ننوځئ. دا پرازیت د ناروغ د غایطه موادو سره ډېر ځل د سیست په شکل او کله کله د تروفوزویت په شکل له بدن نه بهر وځی او خواړه او اوبه پرې ککړېږی.
6. آمیب په سلو کې په څو ناروغانو کی د ناروغئ لامل کېږی؟
تر ټولو ارزښتناک ټکئ دا ده چی آمیب په ټولو وګړو کی نه بلکه په سلو کی یواځې په لس وګړو کې ناروغی منځ ته راوړی، په سلو کې په ۹۰ پاتی وګړو کې هیڅ ناروغی منځ ته نه راوړی، دا ۹۰٪ وګړی پرته لدی چی کومه ناروغی یا تکلیف ولری د غایطه موادو سره د آمیب غیرفعال شکلونه (سیستونه) چاپیریال ته خارجوی پدی ډؤل دوی پخپله روغ رمټ وی مګر چاپیریال ککړوی او ښایی نور وګړی په ناروغئ اخته کړی، دې ډلې وګړو ته په طبی ژبه کې Asymptomatic Cyst Passers وایی. دا هم د یادوؤنې ده چې ددې ۹۰٪ وګړو له ډلي څخه په ۱۰٪ کی ښایی د یو یا څو کلونو په تیریدو نوموړئ غیرفعال شکل فعال شکل ته بدلون ومومی او هغوئ کی د ناروغئ نښې نښانې راڅرګندې شی (پدې ټکي ښایی ګڼ شمېر وګړی راسره یوه خوله نه وی لدی کبله اړینه ده چی پدې اړه پهHarrison’s Principles and Practice of Medicine – 17th Edition کي د Amoebiasis سرلیک د سرچینی یا مأخد په ډول یاد کړم).
7. هغه وګړی چی آمیب تشخیص کېږی په سلو کی څو یی رښتیا د آمیب ناروغی لری او څو یی آمیبی ناروغی نلری مګر په غلط ډؤل آمیب تشخیص کېږی؟
له بده مرغه چی نزدی د ټولو ناروغیو د تشخیص په څېر کله چی مونږ د غایطه موادو په معاینه کې د آمیب رپوټ وګورو نو پرته لدی چی د ناروغ د کلینیکی لوحې سره سر ورکړو سمدستی پرې د آمیب د ناروغئ تشخیص ږدو او د آمیب درملنه ورته پیل کوو خو دې ټکی ته هیڅ پام نه کوو چی دا پرازیت یواځې په ۱۰٪ وګړو کی د ناروغئ نښې نښانې منځ ته راوړی، ۹۰٪ دا وګړی چی هیڅ ناروغی پکی منځ ته نه راځی له پامه غورځؤو. همدا لامل دی چی زمونږ په ټولنه کې ښایی لس ګونه او سل ګونه زره وګړی آمیب تشخیص شوی وی، هر یو یی لس ګونه ډاکټرانو ته تللی او د آمیب د ناروغئ لس ګونه او سل ګونه نسخې ېې د ډاکټر له لارښودنې سره سمې خوړلی وی خو بیا هم نه وی روغ شوی. یوځل بیا له بده مرغه چی مونږ یی پړه بیرته د ناروغ په غاړه اچوو چی یا درمل سم نه استعمالوی، یا پرهیز نه کوی او یا نو دا چی آمیب مقاوم شوی او درملنې ته ځواب نه وایی مګر دا ټکئ له پامه غورځوو چی ښایی ناروغ ته بله ناروغی وی او کوم رپوټ چی لابراتواری معاینی راکړی ښایی دا یی اصلی لامل نه وی پدې بنسټ وییلئ شو چی د آمیب د ناروغئ په تشخیص کی مونږ ۹۰٪ غلطی کوو او ۱۰٪ صحیح یو. ددی ټکی ثبوت هم ښایی همدا وی چی زمونږ شاوخوا ۱۰٪ آمیب تشخیص شوی ناروغان له درملنی سره په بشپړ ډول رغېږی او پاتې ۹۰٪ یا هیڅ نه رغېږی یا نو د درملنې د پای ته رسیدو دری یا څلور ورځې وروسته هماغه ناروغی وی او هماغه ناروغ وی.

داهم د۱۳۹۴ هـ ش کال دکانکور دازموینې احتمالی مهال ویش.
11/11/2015

داهم د۱۳۹۴ هـ ش کال دکانکور دازموینې احتمالی مهال ویش.

11/11/2015

د وينې گروپ او زمونږ روعتيا
ایا تاسو تراوسه په دي فکر اوګمان یاست چي دویني ګروپ تعینول یواځي له یو انسان څخه بل انسان ته دویني دانتقال لپاره لازمي او اړین وي؟
نه داسي نه دي دویني دګروپ دتعینولو په اړه مونږ نوري څیړني او تحقیق ته ضروت لرو او زمونږ هغه باور باندي باید له سره فکروکړو چي وایو دویني ګروپ یواځي ددي لپاره باید تعین شي چي داړتیا په وخت کي له چا څخه وینه واخلي او یا بل کس ته دضرورت په وخت کي وینه ورکړي.
څیړنو ښودلي ده چي دویني ډول دهر انسان دناروغتیا، روغتیا او غوره ژوند په ډيرو اړخونوپوري ارثي تړاو لري او دانسانانو دښه ژوند، ښی روغتیا او غوري ګارګردي لپاره دویني دګروپ تعینول او ځان ته دخپلي ویني دډول معلومول ضروري ده.
مونږ وینو ځیني خلګ دخپل بدن وزن په ډیره اساني سره عادي ساتي په ډیر کم ایکسرسائز (ورزش) سره کولای شي خپل لوړ وزن په ډیرو کمو ورځو کي او په کم سپورټ سره راکښته کړي، خو باالعکس نور وروڼه بیا وینو چي دبدن وزن کمول ورته غټ ګواښ جوړشوي وي او همیشه ورسره په جنګ اخته وي او ددغي جګړي له ګټلو څخه ناهیلی شوي وي.
او همدارنګه مونږ ځیني خلګ وینو دخپل ژوند په نیمایی کي یا چي کله دعمر له نیمایی څخه لږ ور پورته شي په ډول ډول وژونکو ناروغیو باندي اخته وي او نور بیا وینو چي دخپل عمر په اخیرو شیبو هم کي دځوانانو په ډول روغ رمټ وي دغه ټول دانسانانو د وینو په ډول پوري اړه لري.
دانسانانو دوینو ډول معلومول یواځي ددي لپاره نه دي اړین چي دضرورت په وخت کي چاته وینه ورکړي او یادي له بل کس څخه وینه واخلي بلکی دویني ډول یا ګروپ تعینول نور ډیر اړخونه لري چي باید هر انسان یی معلوم کړي او دخپلي ویني له ډول سره سم ورځني ژوند په مخ بوزي.
دانسانانو دوینو ګروپ تعینول انسانانو ته ښیی چي خپلو ورځني خوړو کي کوم شیان وخوري او کومو غذاوو څخه ډډه وکړي، څرنګه چاپیریال کي واوسیږي او له کوم ډول چاپیروال څخه ځآن لري وساتي کوم ډول کومو حالاتو کي احساستي کیږي او کومو حالاتوکي یی دماغ عادي حالت کي وي، کوم وخت لویی او مهمی پریکړي وکړي او په کومو حالاتو کي له لویو او مهمو پریکړو څخه ډډه وکړي او سازګار حالت ته یی وځنډوي، له دغو پورته ذکرشویوحالاتو سره انسان خپل ځان هغه وخت عیاره ولای شي چي کله ورته دخپلي ویني ډول (ګروپ) معلوم وي.
دویني دډول معلومول له وړاندي څخه انسان ته دور پښودونکي ناروغیو په اړه معلومات ورکوي
څیړنو ښودلی ده هغه کسان چي دویني ډول ( ګروپ) یی ( O ) وي هغه که (o+)یا (o-) منفي وي ددغه ډول ویني لرونکي کسان باید دمعدي دتیزابیت په اړه محتاط واوسي او دمعدي دتیزابو دمعلومولو لپاره باید په ژوند کي څو ځلي ډاکټرته ورشي خو ددغه ګروپ لرونکو کسانو لپاره بیا دخوند خبره داده چي (او) ګروپ لرونکي کسان ډیر کم دزړه په ناروغي باندي اخته کیږي.
2: هغه کسان کوم چي دویني ډول یی (A) وي، داډول وینه لرونکي کسان دکولمو دزخم په ناروغي باندي ډیر ژر اخته کیږي که یی ژر درملنه ونشي دغه ناروغي بیا په سرطان باندي هم بدلیدلای شي او همدارنګه هغه میرمني چي دویني ډول یی (A) وي داولادونو په ږیولو کي ډیره پهلوانه وي یعني ډیره زرخیزه وي
۳: او همدارنګه هغه کسان کوم چي دویني ډول (ګروپ) یی (AB) یا (B) وي دغه ډول وینه لرونکي کسان دپنکرو په سرطان باندي ژر اخته کیږي ددغه ډول ویني لرونکو خلګو لپاره به ښه دا وي چي دخپلو پنکرو په اړه کله کله ډاکټر ته ورشي او دفنکرو دروغتیا په اړه له اړوند ډاکټر څخه مخکي له دي څخه چي دغه ناروغي باندي اخته کیږي معلومات تر لاسه او کوم احتیاتي تدابیر چي ډاکټر له لوري ورته توصیه کیږي باندي عمل وکړي.
دویني ډول او خورکونه: دلته زه په اختصار سره ورته اشاره کوم نور تفصیل به په راتلونکي لیکنه کي ولولي.
۱: (O) ګروپ لرونکي خلګ: هغه کسان چي دویني ډول یی (O) وي دغه ډول وینه لرونکي کسانو ته غوښ خوړونکي کسان ویل کیږي بس مزي دي کوي داغاجان او ګلاف هوټل روشونه دي وهي، له غلو دانو او لبنیاتو سره دي احتیاط کوي په غنمو کي دګلوټین په نامه سره ماده چي یو ډول پروټین دي داورسره ښه نه لګیږي وزن یی زیاتوي او دنس دغټوالی لامل یی ګرځي.
له جوارو، لوبیا، عدس او ګوبی څخه دي لري ګرځي، عادي ورزش دي کوي په اونۍ کي دي دري څلور ځلي سهار وختي یا مازیګر وخت مونډه کوي او همدارنګه مارشل ارټ هم ددغه ډول وینه لرونکو کسانو لپاره غوره ورزش دي.
(A) ګروپ لرونکي خلګ: بد بختانه دغه ډول وینه لرونکي کسان غوښه نشي خوړای چي زه خپله هم له دغه کروپ لرونکي کسانو سره تعلق لرم (A) ګروپ ته مونږ سبزي خوړونکی ګروپ ویلای شو، (ډاکټر ډي اډامو) چاچي دغه څیړنه کړيده وایی (A) ګروپ لرونکي کسان باید ډیر محتاط و اوسي ډیره تازه او صافه غذا وخوري دویني په څلور سره ګروپونو کي د (A) ګروپ یواځیني ګروپ دي چي ډیر ژر په ناورغیو اخته کیږي په خاصه توګه سرطان، دزړه ناروغي او شکري خو دکورپه دروازه کي ورته انتظار وي، دغه ګروپ لرونکي کسان دي کوښښ وکړي چي سبزي او میوي ډیري وخوري هغه هم ډيري تازه او که یی بیخي له غوښو چاره نه درولوده دچرګ غوښه ورته تاوان نه لري ځیني خاص قسمه ماهیان هم خوړلي شي راتلونکي لیکنه کي به یی زه ذکر کړم، ورته خام پیاز، ممپلي او دکدو زوڼي ډیره ګټه لري، خام پیاز، ممپلي او دکدو زوڼي یی دبدن دفاعي قوه (Immune system ) نور هم پیاوړی کوي، ارام او ساده ورزش دي کوي له داسي چاپیریال څخه دي ځان لري ساتي چیري چي ډير زوږ او شورماشوروي.
(B) ګروپ: دغه ګروپ لرونکي کسان ډیر خوش نصیبه کسان دي دناروغیو په وړاندي سخته مقابله کونکی ګروپ دي، هاضمي نظام یی ډیر قوي اوپیاوړی وي ډیر سخت شیان په اسانه سره هضم کولای شي او دغه ډول ګروپ لرونکي خلګ دخپل عمر په اخیرنیو شپو ورځو کي هم ډیر تکړه وي دمهلکو یا وژونکو ناروغیو په وړاندي سخت مقاوت کوي ددغه ګروپ لرونکو کسانو دغذا په اړه راتلونکي لیکني تفصیلي بحث کوو البته دغه ګروپ لرونکي کسان هم غوښه خوړلی شي.
(B) ګروپ لرونکي کسان شاقه ( سخت ) بدني ورزشونه کول

04/10/2015

خدایه! شکر چی تا لرم
کنی ددی نڑی له لیوانو سره به مو سه کول

03/10/2015

د نالوستی خلکو مینه د خیالونو سره
زیاته ده،
د یو ملنگ خیالی کیسی
دوی د یوه علمی کنفرانس
سخه زیات تر اغیز لاندی راولی
(شیخ محمد خیابانی )

هیله ده ستاسې دمعلوماتو په لوړیدو کې درسره مرسته وکړی.
14/09/2015

هیله ده ستاسې دمعلوماتو په لوړیدو کې درسره مرسته وکړی.

Address

شهید محمد داود
Khost
انرژی

Telephone

0772067891

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Shamsullah Amin posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share