21/05/2026
ښه راغلاست!
د ابدالي طبي انستیتیوت رهبري په ډېر ویاړ سره، قدرمن او بااستعداده استاد صیب عبدالله “عادل” ته د زړه له کومې ښه راغلاست وایي.
استاد عبدالله عادل په بېلابېلو تعلیمي ادارو کې د استاد په توګه دنده ترسره کړې او د علمي ډګر یو فعال او هڅاند شخصیت دی. موږ باور لرو، چې د نوموړي په شتون سره به د ابدالي انستیتیوت محصلین لا ډېرې ګټورې زده کړې ترلاسه کړي.
محترم استاد ته د ژوند په ټولو چارو کې د لا بریاوو هیله!