الشيخ ضياءالله تقبله الله بيانات

الشيخ ضياءالله تقبله الله بيانات Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from الشيخ ضياءالله تقبله الله بيانات, College & University, Kunar.

13/07/2021
  المسجد الجامع د قرمونه Carmona په ښار کې موقعیت لري، چې د مسلمانانو څخه غصب شو، او د Santa Maria په کلیسا یې بدل کړد ق...
03/06/2021




المسجد الجامع د قرمونه Carmona په ښار کې موقعیت لري، چې د مسلمانانو څخه غصب شو، او د Santa Maria په کلیسا یې بدل کړ

د قرمونه منطقه یو له هغو منطقو څخه وه چې د اشبېلې یوه سخته دفاع ګوونکې سیمه وه، د اشبېلې او قرطبې تر منځ پرته ده، د اشبېلې څخه 30کیلو متره لرې او د قرطبې څخه 90کیلو متره لرې پرته ده
د ملوک الطوائفو په وخت کې د بنو برزال د تسلط لاندې وه، له دوی وروسته بیا د بنو عبادو سره وه، بیا د مرابطینو لاس ته ولوېده، ورپسې د موحدینو د تسلط لاندې شوه، په 1224م کې د موحدینو له لاسونو ووتله
بیا په 1247م کې د ابن أحمر په مرسته چې د قرمونه اوسېدونکې یې د قرمونه تسلیمۍ ته قانع کړل او د قشتالې حاکم دریېم فرناندو ته یې وسپارله.

   په ۳۱۷ هجري کال مسلمانانو د بیت الله طواف کولو چې قرامطه شیعه ګانو په بیت الله حمله وکړه په یوه ورځ یې ۳۰۰۰۰ زره ناری...
14/03/2021







په ۳۱۷ هجري کال مسلمانانو د بیت الله طواف کولو چې قرامطه شیعه ګانو په بیت الله حمله وکړه په یوه ورځ یې ۳۰۰۰۰ زره نارینه، ښځینه او ماشومان حاجیان ذبحه کړل، د دېرش زره حاجیانو له حلالولو له امله د کعبې ګېر چاپیره لکه د سیلاب دومره وینې روانې شوی
د شیعه ګانو مشر ابو طاهر القرمطي د بیت الله په دروازې کې ودرېدو، حاجیانو ته یې اواز وکړ:
نن بادشاهي د چا ده؟
هیچا هم جواب ور نه کړ
بیا یې وویل:
زه یم په والله
الله مخلوق پیدا کوي او زه یې فنا کوم
بیا د حاجیانو په جسدونو ودرېدو ۳۰۰۰۰ زره یې وشمېرل ویې خندل او دا آیاتونه یې ولوستل ( لإيلاف قريش) تر دې چې دې آیات ته ورسېدو (وءامنهم من خوف) ویې خندل او ویې ویل:
هیچا هم دوی ته زما له وېرې امن ورنه کړ

شیعه ګانو د زمزم څاه ړنګه کړه او د حاجیانو له مړو جسدونو څخه یې ډکه کړه، بیا یې د پاسه پرې پاتې جسدونه انبار کړل لکه غرونه
د قرامطه شیعه ګانو مشر امر وکړ چې د کعبې دروازه وباسئ، د کعبې غلاف یې وشکولو، ټوټې ټوټې یې کړ، بیا یې خلکو ته وویل:
د ابابیل مرغان چېرته دي؟
سجیل کاڼي چېرته دي؟
هیچا هم جواب ور نه کړ
څه حاجیان د شیعه ګانو له وحشي او بې رحمه لښکرو څخه وتښتېدل، د کعبې د غلاف پورې ۱۷۰۰ سړیو او ښځو ځانونه ونښلول ګوندې د کعبې غلاف یې شفاعت وکړي، خو د شیعه ګانو مشر امر وکړ چې لومړی په همدوی شروع وکړئ او حلال یې کړئ

د قرامطه شیعه ګانو مشر د بیت الله حاجیانې ښځې د کعبې ګېر چاپیره راټولې کړی، بیا یې عسکرو ته امر وکړ چې په ښکاره ډول یې بې عزته کړي، بیا یې حلالې کړی او جسدونه یې د زمزم څاه ته وغورځول

د شیعه ګانو مشر قرمطي امر وکړ چې د کعبې میزاب، ناوه را وغورځوئ، یو شیعه ور وخوت کله چې ناوې ته نږدې شو را وغورځېد او څټ یې مات شو، قرمطي وویل نور دې څوک ناوې پسې نه خیژي

ابو طاهر په کعبې میتیازې وکړی او چغې یې کړی:
چېرته دی أبرهه؟
چېرته دی فیل؟
چېرته دي د ابابیل مرغان؟
لښکر به یې په دې سره په قهقه خندل

حجر الأسود یې را وویستلو، په تبر یې ووهلو دوه ټوټې یې کړ، بیا یې له ځان سره قطیف ته یوړلو چې ۲۲ کاله ورسره و

قرمطي شیعه ګانو د مقام إبراهیم د پټولو اراده وکړه، د مکې اوسېدونکو مقام إبراهيم په یو امن ځای کې پټ کړ، شیعه ګانو دوی تهدید کړل، کله چې د مکې اوسېدونکو د مقام إبراهيم د تسليمولو څخه انكار وكړ نو شیعه ګانو د مکې په څنډو کې ډېر خلک حلال کړل

شیعه ګانو په قطیف کې کعبه جوړه کړه، حجر الأسود یې پکې کېښود، شیعه عسکرو ته یې امر وکړ څوک چې بیت الله ته ځي را ګرځوئ یې، چا به چې انکار وکړ لوټ به یې کړ او بیا به یې ووژلو

مسلمانانو چې کله د شیعه ګانو له کعبې څخه انکار وکړ او قطیف ته حج ته نه ورتلل، نو شیعه ګانو حجر الأسود په عباسي خلیفه په ۵۰۰۰۰ ذهبي دینارو خرڅ کړ چې دوه ویشت کاله وروسته حجر الأسو بېرته بیت الله ته راواپس شو

قرمطي شیعه ګانو د عباسي خلافت له کمزورتیا څخه ګټه پورته کړه، نورې سیمې یې هم اشغال کړی، په ځمکه یې فساد خپور کړ، خلک یې ویرول او د ښځو عزتونه یې لوټ کړل، په بصره یې حمله وکړه، د مسلمانانو په وژلو یې شروع وکړه، دغه وژلو ۱۷ ورځې ونیولې، د خلکو مالونه یې لوټ کړل، ښځې یې بې پته کړی، عزتونه یې د دوی لوټ کړل ماشومان یې ووژل، ښارونه، کلي او کورنه یې په مکمله توګه وسوزول.

تثبیت دلائل النبوة لقاضي عبد الجبار الهمداني
او د ثابت بن سنان بن قرة الصابر (المتوفی ۳۶۵) تاریخ عن قرامطة

شیعه ګانو د تاریخ په اوږدو کې تل د اسلام او مسلمانانو دښمني کړی او د اهل سنتو مسلمانانو په مقابل کې یې د هر کافر ملګرتیا کړی ده.
قاتلهم الله

🌹دمحمد ابن عبدالوهاب بارکې مفید معلومات👇محمدابن عبد الوهاب په ۱۷۰۳ میلادې کال په العیینة کلې کې چې ۷۰ کیلو متره لرې له ر...
10/02/2021

🌹دمحمد ابن عبدالوهاب بارکې مفید معلومات👇
محمدابن عبد الوهاب په ۱۷۰۳ میلادې کال په العیینة کلې کې
چې ۷۰ کیلو متره لرې له ریاض څخه شمالې غرب طرفه ته قرار لرې هلته دنیاته راغۍ . دپلار نوم یې عبد الوهاب ابن سلیمان خپله یو برجسته عالم وو او دالعیینة قاضې هم و.اوبابا یې سلیمان ابن علی په خپل وخت کې خپله منطقه کې خه مخور عالم وو: محمد ابن عبد الوهاب خپل، اسلامې ابتدائې تعلیمات دخپل پلارنه تر لاسه کړل،
اوپه لس کلنۍ کې ټول قران عظیم الشان حفظ کړۍ وو
او بیا یې مطالعه شروع کړه دحدیثو دعمده تفاسیرو دفقهی
نوکله یې چې دقران اوسنت دعوت ته شروع اوکړله
او ورسره یې سخت ردونه په بدعت اوشرک شروع کړل.
نو ده نوموړې پلار دوظیفې څخه لرې کړل شو.
اوپه ۱۷۲۶ میلادی کال کې دمحمد فامیل مجبور شو چې هجرت وکړې دالعیینة نه دحریملاء ښار ته محمد مخکې ددینه چې خپل پلارسره په حریملاء ښار کې یو ځای شې
نو محمد په العیینة کې دیو څه وخت دپاره پاته شو ترڅو وکولۍ شې تمائیل دمشرکینو سم کړې ..
محمد چې کله دبلوغیت سن ته ورسیده نو حج ته لاړ ..
اوبیا مدینې منورې ته لاړ. نو هلته
دعبد الله ابن ابراهیم النجدی ومحمد حیاة سندی
استاد دشا ولی الله دهلوی) له نظر لاندې یو مدت درس وویلې کله چې مدینه کې وو نو زیات وخت یې دشیخ الاسلام ابن تیمیه په کرانامو اودکتابونو په مطالعه تیرکړ.
محمد بیا وسیعاً دعربستان شمالی طرف ته دعلومو مرکزوته سفر وکړ، لپاره دطلب دعلم. محمد اول عراق ته لاړو.
او په بصره کې څلور کاله تیر کړل.
او هلته یې بغیر دحاصل دکامیابۍ نه نور هم دعوت شروع کړ په ضددبدعت اوتمائیلی شرکې باندی ـ
بیا یې اراده اوکړه. چې دمشق ته لاړ شې لیکن دسفر دپاره یې چې کومې پیسې را جمع کړې وې هغه ترې ورکې شوې
نو ددمشق پرځای حریملاء ته راغۍ بعداً بیا دیوه کال دپاره
کردستان ته لاړو نو دوه کاله یې همدان کې تیر کړل
بعد له دینه ۱۷۳۶ میلادی کال کې دنادر شاه په وخت کې
اصفهان دایران ته یې سفر اوکړ.
مخکې ددې نه چې محمد قم ته لاړ شې محمد په اصفهان کې څلور کاله دسوفیزم درس وویلې
په اتلسم قرن کې خوصوصا عربستان کې او په نورو هیوادو کې مسلمانانو نه داسلام عملې کول فاسد شوې وو ..
اکثر خلکو قبرپرستې شروع کړې وه. دقبرونو بابا ګانو صفتونه شروع ول خپل دینې مراسم به یې مقبیرو کې نیول
دنیکانو خلکو دانبیاؤ دملائکو .. حتی دجنیاتو څخه به یـې هم دعاء غوښتله بیخې یې عقیدې خرابې شوي وې ..
پال لیدل په کې رواج وو دا به یې ویل چې ستا بخت خه دۍ او دهغه بخت خراب دۍ پیسې به یې ټوله ولې
په چل او فریب، او قوې ترکیب دجادو ګرۍ کې
سرګردان ول تمامه ورز به یې جادو زده کولې
اوسوفیزم چې په دې یې دالهی وحی دعوه کوله
ځانونه یې حقدار ددې ګڼل چې خلکو ته به یې فرض هم بخل چې خیر ځما دطرف اجازه ده نن مونځ مکوه
دروژې میاشت کې هم خلکو ته روژې بخلي
لنډه دا چې ځانونه یې شارعان جوړ کړې وو.
ډیر رشد یې کړۍ وو،: په نجد کې به چې کومې ونې مقدسې وې ددوۍ په ګمان نو دهغو دپاره به یې پیسې را جمع کولې او په قبرونو به یې غذا ډوډۍ ایخودله
نوکله چې ستر غازې محمد ابن عبد الوهاب حریملاء علاقې ته بیرته راغۍ، نویو ځل یې بیا په تبلیغ شروع اوکړه
په اصولو داصلاح او دخیرې قرون درې اول اسلام ته یې ځوانان را وبلل، محمد یو کتاب هلته تألیف کړ ،
په نوم دکتاب التوحید باندې نوکتاب زیات موئثر وو
نوبعضې کامیابۍ یې لاسته راوړې.
او زیاتو خلکو ورسره مخالفت هم شروع کړ،
بعد دپلار دمرګ نه ۱۷۴۰ میلادې کال کې دالعیینة دوالې عثمان ابن معمردمحافظت لاندې، دتوحید ددعوت او وفادارۍ دپاره یې قسم اوکړ او هغه ځای ته بیرته راغۍ.
دهغوۍ پیوستون دمحمد ابن عبدالوهاب په ازدواج کې دجوهره سره خاله دعثمان ابن معمر سره نو دده پایه نور هم قوې شوه نو محمد ښه په جوش په اوچت آواز خپل پروګرام ته زور ورکړل چې هدف یې دالعیینة خلق ول چې
دمقبرې او د ونو بابا ګانو دغارو جادوکرۍ اوقبرپرستۍ څخه خلاص کړې
نو دمحمد ورور سلیمان ابن عبد الوهاب دمحمد پرضد رساله ولیکله او هغه ته یې دمرتد خطاب اوکړل نو دې وخت کې یوه خزه محمد ابن عبد الوهاب ته راغله چې غوښتل یې
چې دزنا درجم نه ځان خلاص کړې او محمد ابن عبد الوهاب یې پاکې بیان کړې. نو محمد خپل تحقیقات شروع کړل
خزه سالمه عاقله وه کارې کړلۍ وو
نوثبوته یې ورسوله نوامر یې وکړ چې خزه دې سنګسار شې
نوزیاتو خلکو مهاجرت العیینة ته شروع کړ ترڅو هدایت ورته اوشې،په خارج کې دمحمد ابن عبدالوهاب نظریاتو او منهج دډیرو خلکو پام ځانته را جذب کړ، اوشهزاده سلیمان ابن شمیس النازی دمحمد څخه خطر احساس کړ والې دالعیینة ته یې خط ولږه ترڅو محمد ابن عبدالوهاب دالعیینة نه خارج کړې، نو محمد دخپل فامیل سره دالعیینة نۀ روان شو، او په داریا داعمار کلې کې چې ۷۰ کورو نه په هغه وخت کې چې ریاض سره واقع وو نو له طرفه درهبر دکلې محمد ابن عبدالوهاب سره دفامیله قبول شو او مرحبا یې ورته وویل او دمحمد اصول یې ومنل اووعده یې ورسره اوکړه،
چې دفاع به دې کوم، یوکال بعد محمد ابن عبدالوهاب دداریا دکلې رضایت لاسته راوړ سوا دڅلور نفرونه چې هغوۍ هغه ځای ترک کړ، محمد شروع وکړه یو مسجدیې جوړ کړ،
او هلته یې خلکو ته خپل دعوت ددین شروع کړ،
دداریا خلکو او په شروع دامیرمحمد ابن سعوداو دهغه فامیل یې شاګردان شول، داریا یو قوې پرنفوسه دشاګردانو دزدکړې دشیخ محمد مرکز شو: دمکی مدینی اویمن علماؤ
دهغه مکتبوته مثبت جوابونه ورکړل، او دمحمد دتبلیغ حمایت یې وکړه، او بعضې ورسره یو ځای شول او ډیرو خلکو داریا ته هجرتونه شروع کړل، شیخ محمد ابن عبدالوهاب، دوامدار مختلف بخشو کې اسلامی تدریس شروع کړ لکه، تفسیر، درس دعقیدی، دحدیثو، دفقه، سیرة النبی، او عربی، ژبه یې خلکو ته درس کوله، نو دهغه دښمنانو په محمد باندې ټاپې شروع کړې چې دا جادوګر دۍ
فلان دۍ علان دې لکه نن صبا چې حق پرستو ته رنګارنګ نومونه اخلې.نو محمد ابن عبدالوهاب ته حتی مبتعینو دکفر نسبتونه اوکړل نو به هرحال شیخ خپل دعوت ته شروع وو
دچا ټاپو پرې اثر نکاوه، دخپلو مخالفینو سره یې منطقی برخورد کاوه مذاکره یې ورسره په دلیل کوله او په ښه اخلاقی انداز کې، ان تردې چې ده وکولۍ شو چې دبعضو مخالفینو زړه لاس ته راوړې، دټولو عربو نماینده ګانو مشرانو، دمحمد سره ملاقات اوکړ، او تعهد یې ورسره وکړ
چې مونږ به دې حمایت کوو، اوستا نه به درس وایو، اوخپلو منطقوکلو ته به زو نورو خلکو ته به هم تعلیم ورکوو،
شیخ محمد دوامداره خطونه حکمرانانوته او دعربستان شرقی اوغربی علماؤ ته حتی یمن سوریه عراق هند ته اولیګل ترڅو کم شرکې حکمونه چې په مسلمانانو کې رائج شوې وو هغه لرې کړې او پر ځای یې قران او سنت نافظ کړې ۱۷۴۶ میلادی کال کې دمحمد سره جهاد اعلان کړ ترڅو
کوم خلک چې دشیخ نه دتوحید او دسم منهج درس وانخلې
ځکه چې محمد او پیروان یې قاطع دشرک او بدعت ول،
نو ځکه باطل پرستو پرې تاروزونه شروع کړل، نو دغه مبارزه بعد دکم وخت نه په نظامې مبارزه دریاض دحاکم نه دهام بن دواس باندې مبدله شوه، چې په ۱۷۴۸ میلادی کال کې شروع شوه او ۲۸ کال یې وخت ونې وه، نو په۱۷۹۲ میلادې کال کې ۸۹ کلو په عمر شیخ محمد ابن عبد الوهاب ومړ، اوپه نتیجه دتبلیغ دشیخ کې دتمامې منطقې کلې نه دشرک اډې ختمې شوې محمد ۶۰ کاله دعوت وکړ
چې دبدعت قبرپرستۍ او دجادوګرۍ بیخ او بنیاد یې دخپل
دعوت په ذریعه له منځه وی وړ، او په نتیجه کې سپیڅلۍ شریعت نافظ شو مسجدونه دخلکو دعبادت نۀ ډک شول
قران او سنت قائم شو، دشیخ ټول عمر په تدریس او دخلکو دروزنې په لټ کې تیر شو، 👇
دمحمد ابن عبد الوهاب تألیفات دغه دې
①کتاب التوحید
②کشف الشبهات
③ کتاب مختصر الانصاف والشرح الکبیر
④کتاب مختصر زاد المعاد
⑤کتاب ثلاثة الاصول
⑥کتاب اصول الایمان
⑦کتاب فضل الاسلام
⑧کتاب مسائل الجاهلیه
⑨ کتاب السیرة
10کتاب الهدای النبوی
11کتاب الشروط الصلاة وارکانها
12کتاب الکبائر
13کتاب نصیحة المسلمین
14کتاب تفسیر الفاتحه
نوټ په اول کې چې کوم مبتدعین صوفیان پیران تعویذ لیکونکې ول ټولو دمحمد پیروانو او شاګردانوته دوهابی نوم کیخود ، په نوم دوهابې مسمی کړل او هغوۍ ته یې وهابیان ویلې،
نو دغه دټاپو تقلید بیا وروسته جاهلانو ته را نقل شو،
چې هرچا به یو کار اوکړ نو هغه ته به خلکو وهابی ویلې،
ان تردې چې غرب کوشش اوکړ چې له دې ټاپې څخه کار واخلې نو کفارو شیعګانو کوشش اوکړ چې محقیقین، او اهل حق څنګه بد نام کړې او اهل سنت سره تقسیم کړې نو را وله ګیدل په اهل حقو یې دوهابی نوم کیخود، اوس دور کې تاسو تجربه اوکړۍ څوک چې دقران اوسنت درس کوې توحید بیان کوې نوباطل پرسته خلک ورته وهابی وایې،
فکر نکوې تحقیق نکوې چې وهابې څوک وو، او ولې هغه ته وهابی وویل شو دهغه نوم خو محمد وودپلارنوم یې عبدالوهاب و نو ولې خپل نوم نۀ اخلې محمدیان ولې نۀ ورته وایې، هغه ځکه چې محمد خو خه نوم ده نو دومره نۀ بدنام کیږې کفار مبتدعین قبر برست را ولګیدل دمحمد پرځای دمحمد دپلار نوم حق پرستو ته کیخود اګرچې عبدالوهاب هم ښه شخصیت وو عالم وو خو افسوس چې زمونږ جاهل مسلمانان دومره بی تعلیمه دې
چې دحق اوباطل ترمنځ هیڅ فرق نشې کولۍ.
حتی سقاط خواره ملا یان ۲۰ کاله درس وایې بیا هم خپل
زمرې او غازې نه خبر ندې او مظلوم غازې محمد ابن عبدالوهاب پسې خبرې کوې او دکفر نسبتونه ورته کوې.
وه ظالمانو دشیخ محمد کتابونه یو وار اوګورۍ چې
څومره خدمت یې اسلام ته کړۍ،
الله عزوجل دې مونږ ته صحیح پوهه په دین را کړې چې ده دې جهالت څخه خلاص شو او دقران او سنت تابعدارې شروع کړو او خپل ددین مشران وپیژنو دوست او دښمن اوپیژنو 👇
اللَّهُمَّ إِنِّي أَسْأَلُكَ عِلْمًا نَافِعًا وَرِزْقًا طَيِّبًا وَعَمَلاً مُتَقَبَّلاً
اخر کې ستاسو ټولو نه طلب ددعاء کوم
دفارسې نۀ مې پشتوته ژباړه کړ نوشیر یې تاسو کړۍ ترڅو خلک ترې فایده واخلې که کومه غلطی ما کړې وې بښنه غواړم: قران اوسنت)

Address

Kunar

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when الشيخ ضياءالله تقبله الله بيانات posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share