21/11/2025
په اول قدم کي باید تاسو واټ ولټ او A امپري وپيژني
واټ څه شی دي
او امپير څه شي دي
او ولټ څه شي دي
بیا نور برق
*1. W – واټ (Watt):*
واټ د برېښنا د مصرف یا تولید اندازه ده.
یعنې یو وسایل یا ماشین څومره برق کاروي.
مثال: که یو پنکه 100W وي، دا معنا چې هغه په یو ساعت کې 100 واټه برق مصرفوي.
*2. V – ولټ (Volt):*
ولټ د برېښنا فشار دی.
یعنې هغه زور یا طاقت چې برېښنا له یوې نقطې بلې ته انتقالوي.
مثال: د ډېرو وسایلو لپاره 220V کارول کېږي (لکه په کورونو کې).
*3. A – امپیر (Ampere):*
امپیر د برېښنا جریان یا مقدار ښيي.
یعنې څومره برېښنا یو تار یا سرکټ کې روانه ده.
هر څومره امپیر ډېر وي، هغومره بار یا بوج زیات وي.
یو مثال:
که یو ماشین 220V وي، او 5A (امپیر) واخلي:
نو 220 × 5 = 1100W
یعنې دا ماشین 1100 واټه مصرفوي.
په دي هيله چي خوښه مو شی