25/07/2023
نیټه: دمحرم د میاشتی اوومه کال ۱۴۴۵ ه ق
د کندوز پوهنتون ،د ښونې او روزنې پوهنځي د کیمیا څانګې کادري غړي ښاغلي پوهنیار شیر الله تقوا له پوهنیار علمي رتبه څخه د پوهنمل علمي رتبې ته د ترفیع په موخه د ( کمپلیکس او د هغې تیوریانیو) تر سرلیک لاندی او ترڅنګ یې د بدني روزنې څانګې علمي کادر ښاغلي پوهنیار تاج الدین رشیدي هم د پوهنیار علمي رتبې څخه د پوهنمل علمي رتبې ته (د ورزشي پېښو اقتصادي او ټولنيزو اثراتو ته کتنه ) تر سرلیک لاندې خپل علمي کنفرانس د کندوز پوهنتون د مسلکي پراختیا آمریت (PDC) تالارکې وړاندې کړ.
په دې کنفرانس کې د کندوز پوهنتون رئيس ښاغلي پوهنیار ضیاءالدین سیرت ،ژوري پلاوي، د پوهنځیو ښاغلو رئیس صاحبانو، د PDC آمر او استادانو ګدون کړی وو .