Bost University

Bost University The first private university in Afghanistan to win places in the Erasmus+ program. This includes a significant number of female graduates.
(2)

Bost University is the first university of Helmand province accredited by the Ministry of Higher Education of Afghanistan & ranked 1st in private institutions in 2013. Bost University offers a diverse range of bachelor's degree programs across six faculties: Medical Science, Computer Science, Economics, Engineering, Law & Political Science, and Education. The university currently has over 1,000 ac

tive students enrolled in various fields, all of whom are taught by 120 professional and qualified instructors. To date, Bost University has produced 1,700 well-trained and educated graduates who have contributed to society in fields such as justice and prosecution, administration and diplomacy, civil engineering, administration and entrepreneurship, information technology, and therapeutic medicine. Learn more at: https://bost.edu.af

05/05/2026

د هلمند پوهنتون رئیس، شیخ الحدیث والتفسیر مفتي شریف الله ابو احمد صاحب، د یوې ځانګړي غونډي پر مهال د بُست پوهنتون محصلانو ته وینا وکړه.

د علمي ویاړونو په دوام؛څرنګه چي علمي څېړني د‌نننۍ زماني له بنسټيزو اړتياوو او پر مختګ له عمده فکتورونو ګنل کيږي، بست پوه...
04/05/2026

د علمي ویاړونو په دوام؛

څرنګه چي علمي څېړني د‌نننۍ زماني له بنسټيزو اړتياوو او پر مختګ له عمده فکتورونو ګنل کيږي، بست پوهنتون په دي برخه کي تل هڅه کوي چي نوي څیړنو ته زمينه برابر کړي.
په ویاړ سره چي د طب پوهنځی د تکړه او بااستعداده رئيس پوهنيار ډاکټر ذبیح الله انوري د
“Assessment of Patient Satisfaction with TB Care Services in Southern Afghanistan"
تر عنوان لاندي څېړنیزه مقاله په معتبر نړيوال ژورنال Dovepress کي خپره سوه.

کولای سی چي یاده مقاله له لاندي لینک څخه ډاونلوډ او ترلاسه کړی.
https://doi.org/10.2147/PPA.S602353

مقالو غوښتلو خبرتیا!بُست علمي او څېړنیزه مجله چي د طبي او ساینسي علومو په برخه کي فعالیت لري، د ۱۴۰۵ کال د پنځم ټوک لومړ...
03/05/2026

مقالو غوښتلو خبرتیا!

بُست علمي او څېړنیزه مجله چي د طبي او ساینسي علومو په برخه کي فعالیت لري، د ۱۴۰۵ کال د پنځم ټوک لومړۍ ګڼي لپاره له درنو لیکوالو، څېړنکو، استادانو او څېړنو له مينوالو څخه د علمي او څېړنیزو مقالو غوښته کوي، چي کولای سي په لاندي څانګو کي خپلي علمي او څېړنیزي مقالې را ولېږي.

معالجوي طب: (کلینیک او پارا کلینیک)
اقتصاد: (سوداګرۍ اداره او مالي او بانکي)
کمپيوټر ساینس: (معلوماتي ټکنالوژي او سافټویر انجنیري)

یادونه: بُست علمي او څېړنیزه مجله په کال کي دوې ګڼي خپریږي، درانه لیکوالان کولای سي پر لاندي برېښنالیک خپلي علمي مقالې را ولېږي.
✉ برېښنالیک: [email protected]
0702300728واټساپ: ✆

د ټولګیو له استازو سره غونډه وسوه!نن د بُست پوهنتون بیلا بیلو پوهنځیو د ټولګیو له استازو سره د تدریسي بهیر د پیاوړتیا او...
02/05/2026

د ټولګیو له استازو سره غونډه وسوه!

نن د بُست پوهنتون بیلا بیلو پوهنځیو د ټولګیو له استازو سره د تدریسي بهیر د پیاوړتیا او ستونزو د حل په موخه غونډه وسوه.

په دې غونډه کي د پوهنتون د علمي چارو مرستیال بصیرالحق عادل، مالي او اداري چارو مرستیال صفت الله سروان، د محصلانو مرستیال نوراحمد هوتک، د شکایاتو کمیټې مسؤل مولوي سمیع الله اغا او د ټولګیو استازو برخه اخیستې وه.

په دې غونډه کي د روان سمستر پر نیمګړتیاوو، ستونزو او تدریسي بهیر تر بحث وروسته د مهالویشونو، تدریسي بهیر، تسهیلاتو، امکاناتو، اړتیاوو او د محصلانو وستونزو، غوښتنو او وړاندیزونو ته د رسیدګۍ په موخه هر اړخیز بحث تر سره سو.

په وروستیو کي د محصلانو غوښتني او وړاندیزونه واوریدل سوه او په اړه یي لازم تصمیمونه ونیول سوه.

د یادونې وړ ده، چي د تر دې وړاندي هم د ټولګیو له استازو سره ورته غونډي تر سره سوي دي.

30/04/2026

د بُست پوهنتون رهبرۍ د قرآنکریم او کتاب مطالعې په نندارتون کي ګډون وکړ.

د یاد نندارتون پر مهال د بُست پوهنتون رئیس ډیپلوم انجنیر محمود سنګین او د مالي او اداري چارو مرستیال صفت‌الله سروان د مطالعې پر ارزښت او اهمیت خبري وکړې.

دوی دا ډول نندارتونونه د مطالعې د فرهنګ د پیاوړتیا او پراختیا لپاره اغېزناک ګام وباله.

یاد نندارتون د مطالعې د دود د ترویج او د ځوانانو د هڅونې په موخه د هلمند د اطلاعات او کلتور ریاست له لوري جوړ سوی و.

د هلمند پوهنتون د رهبرۍ پلاوي د بُست پوهنتون څخه لیدنه وکړه.د بُست پوهنتون رئیس، ډیپلوم انجنیر محمود سنګین، د غونډې په پ...
28/04/2026

د هلمند پوهنتون د رهبرۍ پلاوي د بُست پوهنتون څخه لیدنه وکړه.

د بُست پوهنتون رئیس، ډیپلوم انجنیر محمود سنګین، د غونډې په پیل کي د هلمند پوهنتون د رهبرۍ پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او د متقابلو همکاریو په برخه کي یې د هر ډول ملاتړ ډاډ څرګند کړ.

ورپسې د هلمند دولتي پوهنتون رئیس، شيخ الحديث مفتي شریف‌الله ابو احمد صاحب د بُست پوهنتون له علمي او اداري فعالیتونو څخه خوښي څرګنده کړه او ډاډ یې ورکړ چي د هلمند پوهنتون له لوري به هم لازمي همکارۍ دوام ولري.

نوموړي په خپلو خبرو کي محصلین یو مهم امانت وباله او ټینګار یې وکړ چي د هغوی اخلاقي روزنه او علمي پیاوړتیا د پوهنتونونو د رهبرۍ او استادانو له اساسي مسؤلیتونو څخه شمېرل کېږي.

په همدې ترڅ کي، شيخ الحديث مفتي شریف‌الله ابو احمد صاحب د بُست پوهنتون له محصلینو سره په جلا غونډه کي وینا وکړه او هغوی یې وهڅول چي په خپلو اړوندو څانګو کي د تخصص تر کچپ ځانونه ورسوي.
نوموړي زیاته کړه چي د هېواد د پرمختګ او ثبات بنسټ پر مسلکي کدرونو او روزل سویو ځوانانو ولاړ دی.

د لیدني په پای کي، د بُست پوهنتون مالي او اداري چارو مرستیال صفت الله سروان د هلمند پوهنتون د رهبرۍ پلاوي سره یو ځای د پوهنتون له تدریسي ټولګیو، لابراتوارونو، کتابتون، کمپیوټر لیب او نورو اسانتیاوو څخه لیدنه وکړه.

د هلمند پوهنتون پلاوي د بُست پوهنتون له مسؤلینو څخه مننه وکړه چې د محصلینو د مسلکي روزنې لپاره یې اړین امکانات برابر کړي دي.

د کنړ سيد جمال الدين افغاني پوهنتون باندې د پاکستاني رژيم د برید په اړه د‌ بست پوهنتون اعلاميه!په ژوري خواشینۍ سره خبر س...
27/04/2026

د کنړ سيد جمال الدين افغاني پوهنتون باندې د پاکستاني رژيم د برید په اړه د‌ بست پوهنتون اعلاميه!

په ژوري خواشینۍ سره خبر سو، چي د هيواد د تاريخي دښمن پاکستاني رژيم له لوري د کنړ ولایت پر سيد جمال الدين افغاني پوهنتون يو ترهګريز توغنديز بريد سوی، چي له امله يي ګڼ شمير محصلان او استادان زخميان سوی او پوهنتون سخت مالي زيان هم ليدلی دی.

د بست پوهنتون اداره دا بريد په کلکو ټکو غندي او دا بريد د اسلامي، انساني او نړيوالو اصولو خلاف يو وحشیانه برید ګڼي، چي دا ډول بریدونو د توجيه وړ نه دي او نه به هم دا بريدونه د افغانانو اراده کمزورې او له زده کړو را وګرځوي.

په پيښه کي زخميانو ته د لوی خدای «ج» له ستر درباره د بشپړي او بیړنۍ روغتیا هيله او دعا کوو.

بُست پوهنتون کي د چارو د لا ښه والي په موخه نوي ګمارنې؛ بُست پوهنتون د خپلو اکاډميکو چارو د لاښه والي او پرمختیا په موخه...
26/04/2026

بُست پوهنتون کي د چارو د لا ښه والي په موخه نوي ګمارنې؛

بُست پوهنتون د خپلو اکاډميکو چارو د لاښه والي او پرمختیا په موخه ښاغلی بصیرالحق عادل د علمي چارو مرستیال په توګه، حسن خان مخلص د کمپیوټر ساینس پوهنځي د رئیس په توګه، او نوماند پوهنیار مجتبی امین د اقتصاد پوهنځي د رئیس په توګه د پوهنتون د رئيس ښاغلي ډيپلوم انجنير محمود سنګين او مالي او اداري مرستیال صفت الله‌ سروان له لوري همکارانو ته وروپيژندل سوه.

د يادو مسؤلینو د ګمارنې پر مهال د پوهنتون رئيس ډيپلوم انجنير محمود سنګين وويل: موخه يي د علمي او اداري چارو پیاوړتیا، د تدریسي بهیر لا ښه والی، د محصلانو لپاره د معیاري خدماتو وړاندي کول، د علمي فعالیتونو تنظيم، کيفيت تامين، باکيفيته زده کړو او غوره اکاډميک‌ رهبریت ته وده ورکول دي.

د ایګزیټ په آزموینه کي بریالي ډاکټر صاحبان و ستایل سوهنن د بُست پوهنتون محصلانو چارو مرستیالۍ د طب پوهنځی د هغو فارغ ډاک...
26/04/2026

د ایګزیټ په آزموینه کي بریالي ډاکټر صاحبان و ستایل سوه

نن د بُست پوهنتون محصلانو چارو مرستیالۍ د طب پوهنځی د هغو فارغ ډاکټر صاحبانو په ویاړ ستاینغونډه جوړه کړې وه، چي په ایګزیټ آزموینه کي بریالي سوي وه.

په دې غونډه کي د پوهنتون رئیس ډیپلوم انجینر محمود سنګین، مرستیالانو، د پوهنځیو رئيسانو او په ایګزیټ آزموينه کي بریالیو ډاکټر صاحبانو برخه اخیستې وه.

په پیل کي د پوهنتون رئيس ډيپلوم انجنير محمود سنګين برياليو ډاکټرانو ته مبارکي وویل او همدارنګه نوموړي پر کيفيت، تدريسي ميتودولوژي، عملي روزنه او کريکولم پر نوې کیدا ټینګار وکړ، څو د وخت له غوښتني سره سم پر مختللی طب، مسلکي ډاکټران او روغتیايي سیستم ولرو. ورپسې د عملي چارو مرستیال بصيرالحق عادل د مبارکۍ تر څنګ ځوان ډاکټر صاحبان وهڅول څو نور هم په خپل مسلک کي د پرمختګ لور ته کوټلي ګامونه واخلي. پر ورته مهال د طب پوهنځی رئیس پوهنیار ډاکټر ذبیح الله انوري برياليو ډاکټرانو ته مبارکي وویل او له ډاکټر صاحبانو يي وغوښتل چي خپل مسلک کي څېړنې ترسره کړي، تخصص ته چمتوالی ونیسي، په ایګزیټ آزموینه کي خپلي تجربې له خپلو ټولګیوالو او همسلکو سره شریکي کړي او په ورستيو کي په ایګریټ آزموینه کي يو تن بریالي ډاکټر فریداحمد همت د بریالیو ډاکټرانو په استازیتوب د پوهنتون له رهبرۍ او استادانو څخه مننه وکړه چي د خپل کور تر څنګ یي ورته د باکیفیته زده کړو معیاري تحصیلي بنسټ باندي پانګونه کړې او هیله یي وښوده چي پوهنتون تل له فارغ محصلانو سره په اړیکه کي اوسي.

د غونډي په پای کي پر برياليو ډاکټر صاحبانو ډالۍ وویشل سوې.

د یادونې وړ ده، چي په دې آزموینه کي د طب پوهنځی اته تنه ډاکټران سوي وه.

23/04/2026

بُست پوهنتون کي د کتاب نړیواله ورځ ولمانځل سوه.

په دې لمانځغونډه کي د بُست کمپلکس مؤسس احمدجان پوپل، د بُست پوهنتون رئیس انجنیر محمود سنګین، مالي او اداري مرستیال صفت الله سروان، د علمي چارو مرستیال بصیرالحق عادل، د محصلانو چارو مرستیال نور احمد هوتک او د بېلابېلو پوهنځیو رئیسانو ګډون درلود.

د غونډي په ترڅ کي د مطالعې د ودي، ارزښت او په علمي بهیر کي د هغې د رول په اړه هر اړخیز بحثونه ترسره سول.

د مبارکۍ پيغام!د بُست پوهنتون مشرتابه، استادان او اداري کارکوونکي د طب پوهنځی فارغ التحصیل ډاکتر صاحبانو ته چي په ایګزیت...
23/04/2026

د مبارکۍ پيغام!

د بُست پوهنتون مشرتابه، استادان او اداري کارکوونکي د طب پوهنځی فارغ التحصیل ډاکتر صاحبانو ته چي په ایګزیت ازموینې کي بريالي سوي د بریا مبارکي وايي، او د ژوند په ټولو چارو کي ورته د نورو لاسته راوړنو او بريو دعا کوي.

Address

Ningarhar Road, Helmand, Lashkargah
Lashkar Gah
0093

Opening Hours

Monday 08:00 - 17:00
Tuesday 08:00 - 17:00
Wednesday 08:00 - 17:00
Thursday 08:00 - 17:00
Saturday 08:00 - 17:00
Sunday 08:00 - 17:00

Telephone

+93702300728

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Bost University posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The University

Send a message to Bost University:

Share