Bost University Law Clinic

Bost University Law Clinic Bost University Law Clinic is a legal aid or law school program providing services to various client

د حقوقي  کلینیک د شپږمي دورې د محصلانو د فراغت غونډه ترسره سوه. نېټه: ۲۱-۴-۱۴۰۲ل.لنن چهارشنبه د بُست پوهنتون د حقوقو او ...
12/07/2023

د حقوقي کلینیک د شپږمي دورې د محصلانو د فراغت غونډه ترسره سوه.

نېټه: ۲۱-۴-۱۴۰۲ل.ل

نن چهارشنبه د بُست پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی اړوند د حقوقي کلینیک د شپږمي دورې د محصلینو د فراغت په پار د پوهنتون د غونډو په تالار کي ښکلې غونډه ترسره سول، چي په یاده غونډه کي نږدې دیارلس تنه محصلان له نهه میاشتنيو نظري او عملي زده کړو څخه فارغ او د ټولني خدمت ته وړاندي سول.

په یادو مراسمو کي د پوهنتون علمي مرستیال ښاغلی عبدالله ضیائي، د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی رئيس ماسټر نورالله عزیزي، د قضاء وڅارنوالۍ څانګي آمر بشیراحمد ساپي ، د مسلکی پراختیا مرکز (PDC) آمر ښاغلي عبدالودود طراح، د حقوقي کلینیک مسؤلینو،استادانو، مدافع وکیلانو او فارغه محصلانو ګډون کړی وو.

یاده غونډه کي علمي مرستیال د مسلکیتوب او نظري زده کړو ترڅنګ د عملي زده کړو پر اړتیا او ارزښت علمي څرګندونې وکړې او ور پسي د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی رئیس د حقوقي قضایاوو او په ټولنه کي د هغوي په مسلکي ډول د څېړنو پر ابعادو هر اړخیزي خبري وکړي. چي په پای کي د حقوقي کلینیک د شپږمې دورې پر فارغه محصلانو برلیکونه وویشل سول، د یادونې وړ ده چي یاده دوره د بُست پوهنتون په خپل لګښت پای ته ورسیده.

په درنښت
د خپرنیزو او فرهنګي چارو مدیریت

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی اړوند حقوقي کلینیک د شپږمي دورې محصلینو له لوري علمي سفر تر سره سو.نېټه: ۱۶-۳-۱۴۰۲نن سه شن...
06/06/2023

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی اړوند حقوقي کلینیک د شپږمي دورې محصلینو له لوري علمي سفر تر سره سو.

نېټه: ۱۶-۳-۱۴۰۲
نن سه شنبه د بُست پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی اړوند د حقوقي کلینیک شپږمې دورې د محصلینو له لوري علمي سفر ترسره سو، چي د حقوقي کلینیک محصلینو د اراکوزیا پوهنتون څخه لیدنه وکړل، په دې سفر کي د حقوقي کلینیک پر محصلینو برسیره د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی رئیس ښاغلي نورالله عزیزي، مدافع وکیل ښاغلی نور الله اسلمي او د حقوقي کلینیک مسؤلینوګډون درلود.
په دې علمي سفر کي د اراکوزیا پوهنتون علمي مرستیال او د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی رئیس د محصلینو تود هرکلی وکړ او محصلینو ته یي د یاد پوهنتون د اداري دفاترو او څانګو د لیدنې پرمهال اړین مالومات ورکړل.

د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی د حقوقي کلینیک د شپږمي دورې محصلینو له لوري تمثيلي محکمه ترسره سول.۱۴۰۲/۲/۲۷نن چهارشنبه د ...
17/05/2023

د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی د حقوقي کلینیک د شپږمي دورې محصلینو له لوري تمثيلي محکمه ترسره سول.
۱۴۰۲/۲/۲۷

نن چهارشنبه د روان ۱۴۰۲ لمریز کال دثور ۲۷ مه د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی د حقوقي کلینیک د محصلینو له لوری تمثيلي محکمه ترسره سول د بُست پوهنتون د حقوقي کلینیک دا شپږمه دوره محصلین دي چي نظري زده کړي یې پای ته رسیدلي او فعلاً یې د عملي زده کړو برنامه شروع ده.

په یاد پرګرام کښې د بُست پوهنتون رئیس ډیپلوم انجینر محمود سنګین د حقوقو او سیاسي علومو دپوهنځی رئیس نورالله عزیزي د قضاء او څارنوالۍ څانګي آمر بشیراحمد صافی د مسلکي پراختيا مرکز (PDC) آمر عبدالودو طراح د ارکوزیا د لوړو زده کړو مؤسسې د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی رئیس نیازمحمد احساس د حقوقي کلینیک مسؤلینو، استادانو، مدافع وکیلانو او محصلینو برخه اخیستې وه.
په یاد پرګرام کښې د بُست پوهنتون رئیس پیلیزه وینا وکړل دحقوقي عملي زده کړو پر ارزښت یې هر اړخیزه معلومات ګډونوالو ته وړاندي کړل.

د یادوني وړ ده چی د بُست پوهنتون حقوقي کلینیک تر اوس مهال پنځه دورې فارغان ورکړي دي او اوس مهال یې شپږمه دوره محصلین چي د بُست پوهنتون تر څنګ د نورو پوهنتونونو د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی محصلین هم پکښې شامل دي زده کړي کوي چي د بُست پوهنتون په مالي لګښت تمويلېږي.

په درنښت
د خپرنیزو او فرهنګي چارو مدیریت

20/04/2023

د نېکمرغه کوچني اختر مو مبارک سه!

د بُست پوهنتون حقوقي کلینیک د څلورمي او پنځمي دورې محصلینو فراغت غونډه ترسره سول.۱۴۰۱/۱۱/۲۲دروان ۱۴۰۱ لمریز کال د دلوي پ...
11/02/2023

د بُست پوهنتون حقوقي کلینیک د څلورمي او پنځمي دورې محصلینو فراغت غونډه ترسره سول.
۱۴۰۱/۱۱/۲۲

دروان ۱۴۰۱ لمریز کال د دلوي پر ۲۰مه نېټه بُست پوهنتون دحقوقي کلینیک څلورمي او پنځمي دورې محصلینو فراغت غونډه ولمانځل سول چي شاوخوا (۴۰) تنه فارغ سول چي په یادو فارغ سویو محصلینو کي د بُست پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی د محصلینو تر څنګ د وادي هلمند او آرکوزیا د لوړو زده کړو مؤسسې محصلین هم شامل وه.

په یاده فراغت غونډه کي د بُست پوهنتون علمی مرستیال ښاغلي عبدالله ضیایي د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی رئیس ماسټر نورالله عزیزي د قضاء وڅارنوالۍ څانګي آمر بشیراحمد صافی د حقوقی کلینیک مسؤلین، د (PDC)مسؤل عبدالودود طراح، د وادي هلمند د لوړو زده کړو مؤسسې د څېړنیز مرکز مسؤل عبدالطیف عوام او د حقوقي کلینیک استادانو، مدافع وکیلانو او محصلینو ګډون درلود.

پروګرام د قرانکريم په مبارکو ایتونو سره پیل سو.
تر دې وروسته د بُست پوهنتون علمي مرستیال ښاغلي عبدالله ضیایي، د حقوق او سیاسي علومو پوهنځی رئیس، د وادي هلمند د لوړو زده کړو مؤسسې د څېړنیز مرکز مسؤل او د فارغانو په استازيتوب هم یو تن فارغ حضرت عمر شیرزاد په پروګرام کي ویناوي وکړې.

د غونډی په پای کی فارغ سویو محصلینو ته سرټفکیټونه توزیع سول.

د یادوني وړ ده چي د بُست پوهنتون حقوقي کلنیک تر اوس مهاله پوري پنځه دورې فارغان ورکړي او اوس مهال یې شپږمه دوره محصلين چي بُست پوهنتون تر څنګ د نورو پوهنتونونو د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی محصلین هم پکښي شامل دي پکښي په زده کړو بوخت دي چي د بُست پوهنتون په مالي لګښت تمويلېږي.

په درنښت
د خپرنیزو او فرهنګي چارو مدیریت

د حقوقي قضیو او مشورو د تشخیص اړوند د عامه پوهاوي سیمینار وړاندي سو!د بُست پوهنتون د حقوقي کلینیک د مالي او اداري مدیر ښ...
17/12/2022

د حقوقي قضیو او مشورو د تشخیص اړوند د عامه پوهاوي سیمینار وړاندي سو!

د بُست پوهنتون د حقوقي کلینیک د مالي او اداري مدیر ښاغلي علي سینا کاظمي لخوا د حقوقي قضیو او مشورو د تشخیص اړوند د عامه پوهاوي سیمینار وړاندي سو.

د سیمینار په پیل کي د حقوقي کلینیک د پروګرام مسؤل ښاغلي ګل احمد بشردوست د یاد سیمینار د ارزښت اړوند وینا وکړل، وروسته مالي او اداري مدیر ښاغلي علي سینا کاظمي د حقوقي قضیو او مشورو د تشخیص اړوند د سیمینار ګډونوالو ته هر اړخیزه مالومات وړاندي کړل.

يه یاد سیمینار کي د حقوقي کلینیک مالي او اداري مدیر ښاغلي علي سینا کاظمي، د پروګرام مسؤل ښاغلي ګل احمد بشردوست، مدافع وکیلانو او محصلانو ګډون کړی وو.

د یادونی وړ ده چي د بُست پوهنتون حقوقي کلینیک تل خپلو کارمندانو او محصلانو ته د مسلکي او ځینو نورو اړینو موضوعاتو اړوند علمي او مالوماتي پروګرامونه ترتیب کړي دي.

په درنښت
د خپرنیزو او فرهنګي چارو مدیریت

د حقوقي کلینیک لپاره نوی پروګرام افسر معرفي کړل سو.نن شنبه د روان ۱۴۰۱ لمریز کال د عقرب ۲۸ مه نېټه د بُست پوهنتون د حقوق...
19/11/2022

د حقوقي کلینیک لپاره نوی پروګرام افسر معرفي کړل سو.

نن شنبه د روان ۱۴۰۱ لمریز کال د عقرب ۲۸ مه نېټه د بُست پوهنتون د حقوقو او سیاسی علومو پوهنځی د حقوقي کلینیک لپاره نوی پروګرام افسر ښاغلی ګل احمد بشردوست معرفي کړل سو.

د لومړی حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی د رئیس ښاغلي ماسټر نورالله عزیزي، د حقوقي کلینیک مدیر ښاغلي علي سینا کاظمي، د پوهنځی د استادانو او یو شمېر مدافع وکیلانو لخوا غونډه ترسره سول او پر ځینو خاصو موضوعاتو بحت سو.

وروسته د یادو کسانو لخوا ښاغلی ګل احمد بشردوست د حقوقي کلینیک د پروګرام افسر په توګه معرفي کړل سو.

په درنښت
د بُست پوهنتون حقوقي کلینیک

د بُست پوهنتون حقوقي کلینیک محصلانو څخه متفرقه آزموینه واخیستل سوه.نن پنج شنبه د روان ۱۴۰۱ لمریز کال د عقرب ۱۹ مه نېټه د...
10/11/2022

د بُست پوهنتون حقوقي کلینیک محصلانو څخه متفرقه آزموینه واخیستل سوه.

نن پنج شنبه د روان ۱۴۰۱ لمریز کال د عقرب ۱۹ مه نېټه د بُست پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی د حقوقي کلینیک د شپږمي دورې لپاره د محصلانو څخه متفرقه آزموينه واخيستل سوه.

د یادوني وړده چي په یاده آزموینه کي د بُست پوهنتون د محصلانو ترڅنګ د نورو خصوصي پوهنتونونو محصلانو هم ګډون کړی وو.

په آزموینه کي د بُست پوهنتون د حقوقي کلينیک مالي او اداري مدير ښاغلي علي سينا کاظمي او د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی درنو استادانو ګډون کړی وو.

د بُست پوهنتون حقوقي کلینیک اداره به د یادي آزمویني نتایج ډېر ژر اعلان او محصلان به د عملي زده کړو لپاره حاضر کړي.

په درنښت
د بُست پوهنتون حقوقي کلینیک

د بُست پوهنتون حقوقي کلینک محصلینو څخه آزموینه واخیستل سوه.د بُست پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی حقوقي کلنیک د شپ...
08/11/2022

د بُست پوهنتون حقوقي کلینک محصلینو څخه آزموینه واخیستل سوه.

د بُست پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی حقوقي کلنیک د شپږمې دورې لپاره د ۲۰ تنه محصلینو څخه ازموينه واخيستل سوه چي درې تنه یې پکښي ښځینه وې.

یاده آزموینه کي د بُست پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی رئیس ښاغلي ماسټر نورالله عزیزي، د حقوقي کلينک مالي او اداري مدير ښاغلي علي سينا کاظمي، او درنو استادانو ګډونو درلود.

هغه محصلین چي د حقوقي کلينک په ننۍ آزموینه کي ګډون نه وو کړی خبر ورکول کېږي چي در روان ۱۴۰۱ لمریز کال د لړم پر ۱۹ نېټه د پنجشنبې په ورځ پر څلور بجې په متفرقه آزموینه کي ګډون وکړي.

په درنښت
د بُست پوهنتون حقوقي کلینک

د بُست پوهنتون د حقوقي کلینیک د آزمویني خبرتیا!د روان ۱۴۰۱ لمریزکال د عقرب میاشتي په ۱۷ مه نېټه چي د راتلونکي سه شنبې له...
06/11/2022

د بُست پوهنتون د حقوقي کلینیک د آزمویني خبرتیا!

د روان ۱۴۰۱ لمریزکال د عقرب میاشتي په ۱۷ مه نېټه چي د راتلونکي سه شنبې له ورځي سره سمون لري، د بُست پوهنتون حقوقي کلینیک آزموینه اخیستل کېږي.

ټولو هغه کسانو چي مخکي یې د حقوقي کلینیک د آزمویني لپاره نوم لیکنه کړي ده، خبر ورکول کېږي چي د روانی میاشتي پر ۱۷ نېټه د سه شنبې په ورځ د بُست پوهنتون حقوقي کلینیک تالار ته د آزمویني لپاره ځانونه حاضر کړي.
نېټه: ۱۴۰۱/۸/۱۷
ورځ: سه شنبه
وخت: سهار ۸:۳۰ بجې
ځای: بُست پوهنتون

د بُست پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی غواړي چي د نظري زده کړو ترڅنګ د عملي زده کړو يو کلن پروګرام د حقوقي کلینیک ...
01/11/2022

د بُست پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی غواړي چي د نظري زده کړو ترڅنګ د عملي زده کړو يو کلن پروګرام د حقوقي کلینیک ترنامه لاندي راپیل کړي، چي موخه یې په په ټولنه کي د مسلکي مدافع وکیلانو روزل دي.

د یادوني وړ ده چي د بُست پوهنتون ترڅنګ د دولتي او خصوصي پوهنتونونو محصلان هم ګډون کولای سي.

20/04/2022

د غوره عملي زده کړو په زړه پورې فرصت!

بُست پوهنتون تدريسي روغتون د سیمي په کچه میعاري تدريسي روغتون دی چي د محصلانو د عملي زده کړو لپاره ټول اړین امکانات لري.

د طب پوهنځی او ټولو روغتیایي علومو انسټیټیوټونو فارغان کولای سي په بُست پوهنتون تدريسي روغتون کي خپل عملي زده کړي په کم لګښت او ښه معیار سره ترسره کړي.

بُست پوهنتون تدريسي روغتون په لاندي څانګو کي د عملي زده کړو لپاره محصلان مني:

۱ - طبي ستاژ
۲ - د غاښونو پروتیز
۳ - عالي نرسنګ
۴ - عالي قابلګي
۵ - لابراتوار
۶ - فارمسي
۷ - فزیوتراپي
۸ - الټراساونډ

غوره عملي زده کړي زموږ سره تجربه کړئ!

نوم ليکنه روانه ده!

Address

Lashkar Gah

Opening Hours

Monday 08:00 - 17:00
Tuesday 08:00 - 17:00
Wednesday 08:00 - 17:00
Thursday 08:00 - 17:00
Saturday 08:00 - 17:00
Sunday 08:00 - 17:00

Telephone

+93708283828

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Bost University Law Clinic posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The University

Send a message to Bost University Law Clinic:

Share