وردګ پوهنتون د کرنې پوهنځی

وردګ پوهنتون د کرنې پوهنځی Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from وردګ پوهنتون د کرنې پوهنځی, College & University, Wardak sayed abad, Maidan.

دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزو محصولاتو یودېرشم نندارتون دائروي. کاپي
19/09/2024

دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزو محصولاتو یودېرشم نندارتون دائروي.
کاپي

خبرتيا!د کرنې پوهنځي محصلين د خبر وي! د 1402 ه. ش. سوړمني سمستر  درسونه د اسد مياشتې په لومړی نېټه پيليږي.
22/07/2023

خبرتيا!
د کرنې پوهنځي محصلين د خبر وي! د 1402 ه. ش. سوړمني سمستر درسونه د اسد مياشتې په لومړی نېټه پيليږي.

وردګ د لوړو زده کړو مؤسسه د درییم ځل لپاره په  ۱۴۴۴ ه ق کې لاندې څانګې ته د دکتورا، ماستر او لیسانس په کچه د نوي علمي کا...
29/05/2023

وردګ د لوړو زده کړو مؤسسه د درییم ځل لپاره په ۱۴۴۴ ه ق کې لاندې څانګې ته د دکتورا، ماستر او لیسانس په کچه د نوي علمي کادر ضرورت لري.
کرنې پوهنځی:
د حیواني علومو څانګه (۱) بست، درییم ځل:
علمي کادر ته د شمولیت غوښتنونکې کولی شي په ملي ژبه د نمرو اصلي ترانسکریپت او د دیپلوم، تدکیرې رنګه کاپي او د لوړو زده کړو له ویب پاڼې د اعلان له کاپي سره یوځای خپلې غوښتن پاڼې د ۷/ ۱۱/ ۱۴۴۴ – ۲۲ /۱۱ / ۱۴۴۴ ه ق نیټې پورې وردګ د لوړو زده کړو مؤسسې د استادانو چارو آمریت ته وسپاري.

وردګ د لوړو زده کړو مؤسسه د دریم ځل لپاره په  ۱۴۴۴ ه ق کې لاندې څانګو ته د دکتور، ماستر او لیسانس په کچه د نوي علمي کادر...
22/05/2023

وردګ د لوړو زده کړو مؤسسه د دریم ځل لپاره په ۱۴۴۴ ه ق کې لاندې څانګو ته د دکتور، ماستر او لیسانس په کچه د نوي علمي کادر ضرورت لري.
کرنې پوهنځی:
کرنیز اقتصاد او توسعې څانګه (۱) بست:
علمي کادر ته د شمولیت غوښتنونکي کولی شي په ملي ژبه د نمرو اصلي ترانسکریپت او د دیپلوم، تذکیرې رنګه کاپي او د لوړو زده کړو له ویب پاڼې د اعلان له کاپي سره یوځای خپلې غوښتن پاڼې د ۲۴/ ۱۰/ ۱۴۴۴ – ۱۰ /۱۱ / ۱۴۴۴ ه ق نیټې پورې وردګ د لوړو زده کړو مؤسسې د استادانو چارو آمریت ته وسپاري.

اعلان بست کادری علمی مؤسه تحصیلات عالی وردک !ه‌شنبه ۱۴۰۲/۱/۱ - ۱۲:۰مؤسسه تحصیلات عالی وردک  برای باردوم درسال ۱۴۴۴ هـ ق ...
26/03/2023

اعلان بست کادری علمی مؤسه تحصیلات عالی وردک !
ه‌شنبه ۱۴۰۲/۱/۱ - ۱۲:۰
مؤسسه تحصیلات عالی وردک برای باردوم درسال ۱۴۴۴ هـ ق در رشته ذيل به سويه دوکتور، ماسترویا لیسانس به کادر علمی جديد ضرورت دارد.
پوهنځی زراعت :
ديپارتمنت علوم حیوانی (۱) بست.
متقاضيان از تاریخ ۲۸/۸/۱۴۴۴ الی ۱۰/۹/۱۴۴۴هـ ق درخواستي شموليت در کادر علمي خويش را ضم اصل ترانسکريپت نمرات، کاپي همين اعلان از وب سايت وزارت، و کاپي تذکره تابعيت به مؤسسه مربوطه تسليم نمايند.

په وردګ پوهنتون کې د کرنې او کمپیوټر ساینس پوهنځيو د جدید الشمولو محصلینو ته د ښه راغلاست په پار غونډه جوړه شوه!  وردګ پ...
22/03/2023

په وردګ پوهنتون کې د کرنې او کمپیوټر ساینس پوهنځيو د جدید الشمولو محصلینو ته د ښه راغلاست په پار غونډه جوړه شوه!

وردګ پوهنتون د کرنې او کمپیوټر ساینس پوهنځيو د 1402 لمریز کال د وري (حمل) میاشتې په 2 نېټه د جدید الشمولو محصلینوته د ښه راغلاست غونډه په یو لړ شانداره او پرتمینو مراسمو سره جوړه شوه.
دغه غونډه چې د کرنې پوهنځی رئیس پوهنیار ایمل ناصري، د څانګو آمرین د یاد پوهنتون استادانو ، اداري کارکونکو او محصلینو پکې ګډون کړی وو،د قرانکریم د مبارکو ایتونو په تلاوت سره پیل شوه. وروسته د کرنې پوهنځي رئیس پوهنیار ایمل ناصري پرانیستونکې وینا وکړه ، چې جدید الشمولو محصلینو ته د ښه راغلاست تر څنګ یې د کرنې پوهنځی د تشکیل او پرمختګ په اړه هر اړخیز معلومات وړاندي کړل او محصلینوته یی د ښو اخلاقو، لوړ هدف ټاکلو او د وخت څخه د ښې استفادې په اړه لازمې سپارښتنې وکړلې. ښاغلي ناصري صاحب د وردګ پوهنتون، په ځانګړې توګه د کرنې پوهنځي په نماینده ګۍ محصلینو ته د هر اړخیزې مرستې او همکارۍ ډاډ ورکړ،او هیله یې څرګنده کړله چې دوی(محصلین ) به د شته مجربو استادانو د زیار او هڅو په برکت د بریا او موفقیت تر لوړو پوړیو ورسیږي. دغه راز یې د پوهنځي له فرهنګي او نشراتو کمېټې او نظم او دسپلین کمېټې څخه چې د غونډې په ترتیب او تنظیم کې برخه اخیستې وه ، مننه او قدرداني وکړله.
ورپسې د وردګ پوهنتون د علمي او محصلانو چارو معاون ښاغلي پوهنمل عبدالقدیر جلالي د غونډې ګډنوالو ته هر اړخیزه وینا وکړله ، محصلینو ته د ښه راغلاست تر څنګ یې د محصل تعامل د پوهنتون او په نيکو اخلاقو او په ټولنه کي د غوره او ښه سلوک باندي مفصلی خبرې وکړي . او همدارنګه دوی یې خپلو راتلونکو مسؤلیتونو ته متوجه کړل او ویې هڅول ترڅو له وخت څخه زیاته ګټه پورته کړي ، همدارنګه نوموړي په خبرو کې زياته کړه، چې وروسته له فراغت څخه باید تاسو له پوهنتون څخه د فارغ شوي محصل په حیث د ټولنې لپاره یوه ښه الګو و اوسئ. دغه راز نوموړي له ټولو استادانو څخه مننه وکړه چې خپلو مسئولیتونو ته په پوره تعهد او ژمنتیا سره متوجه دي او محصلینو ته یې د زده کړو په برخه کې نه ستړی کیدونکې هلی ځلې کړي دي. همدارنګه د کمپيوټر ساينس پوهنځي سرپرست رييس پوهنيار سیدرحیم نیکمل ټولو محصلينو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د د عصري علومو په اهميت باندې بشپړ بحث وکړ. ورپسی په غونډه کې هر یو پوهنیار نورمحمد احمدي د کرنې پوهنځی مرستیال او د اګرانومی څانګې آمر او پوهنیار حکمت الله حکمت د هارتیکلچر څانګې آمر، جدید الشموله محصلینو ته د ښه راغلاست تر څنګ د کریدیت سیستم د لایحې او د محصل د تعهد نامې په اړه تفصیلي معلومات وړاندي کړل او محصلینو ته یی هر اړخیزې او لازمې سپارښتنې وکړلې.
د ویناوالو د ویناوو په ترڅ کې محصلینو هم په یاد پروګرام کې برخه واخیستله ، او د ښایسته شعرونو په دکلمه کولو سره یې پروګرام ته لاښکلا ور وبښله.
په پای کې غونډه د دعایې په لوستلو سره پایته ورسیده .
په درنښت
د کرنې پوهنځې د فرهنګي چارو او نشراتو کمېټه

په وردګ پوهنتون کې د کرنې پوهنځي د ممتازو محصلينو ستاينغونډه ترسره شوه  ۲/حمل/۱۴۰۲ هـ شوردګ پوهنتون د ۱۴۰۱ هـ ش کال د دو...
22/03/2023

په وردګ پوهنتون کې د کرنې پوهنځي د ممتازو محصلينو ستاينغونډه ترسره شوه ۲/حمل/۱۴۰۲ هـ ش
وردګ پوهنتون د ۱۴۰۱ هـ ش کال د دوو سمسترونو د نمرو په اساس د ممتازو محصلينو ستاينغونډه ترسره شوه.
د وردګ پوهنتون د کرنې پوهنځي رييس ښاغلي پوهنيار ایمل ناصری د غونډې پرانیستې وينا کې د ممتازو محصلينو ته د لا ډېرو برياليتوبونو د لاسته راوړلو هيله څرګنده کړه.
ښاغلي ناصري له محصلينو په مننې هغوی وهڅول، چې د يوه سپېڅلي ارمان په هدف غواړي لوړې زده کړې وکړي.
ورسته ممتازو محصلینو ته د کرنې پوهنځي د رياست او استادانو له لوري ستاينليکونه، تحفې او همدارنګه د پوهنځي په کچه د لومړي مقام ګتونکي ته ايوارډ ورکړل شو.
هېره د نه وي چې د کرنې پوهنځي ممتاز او برتر محصل ته د خپلو مخلصو ملګرو او ټولګیوالو له لوري هم ځينې تحفې ورکړل شوې.
په پای کې غونډه د دعایې په لوستلو سره پایته ورسیده.
د کرني پوهنځي د فرهنګي چارو او نشراتو کمېټه

په وردګ پوهنتون کې د کرنې او کمپیوټر ساینس پوهنځيو د جدید الشمولو محصلینو ته د ښه راغلاست په پار غونډه جوړه شوه!وردګ پوه...
22/03/2023

په وردګ پوهنتون کې د کرنې او کمپیوټر ساینس پوهنځيو د جدید الشمولو محصلینو ته د ښه راغلاست په پار غونډه جوړه شوه!

وردګ پوهنتون د کرنې او کمپیوټر ساینس پوهنځيو د 1402 لمریز کال د وري (حمل) میاشتې په 2 نېټه د جدید الشمولو محصلینوته د ښه راغلاست غونډه په یو لړ شانداره او پرتمینو مراسمو سره جوړه شوه.
دغه غونډه چې د کرنې پوهنځی رئیس پوهنیار ایمل ناصري، د څانګو آمرین د یاد پوهنتون استادانو ، اداري کارکونکو او محصلینو پکې ګډون کړی وو،د قرانکریم د مبارکو ایتونو په تلاوت سره پیل شوه. وروسته د کرنې پوهنځي رئیس پوهنیار ایمل ناصري پرانیستونکې وینا وکړه ، چې جدید الشمولو محصلینو ته د ښه راغلاست تر څنګ یې د کرنې پوهنځی د تشکیل او پرمختګ په اړه هر اړخیز معلومات وړاندي کړل او محصلینوته یی د ښو اخلاقو، لوړ هدف ټاکلو او د وخت څخه د ښې استفادې په اړه لازمې سپارښتنې وکړلې. ښاغلي ناصري صاحب د وردګ پوهنتون، په ځانګړې توګه د کرنې پوهنځي په نماینده ګۍ محصلینو ته د هر اړخیزې مرستې او همکارۍ ډاډ ورکړ،او هیله یې څرګنده کړله چې دوی(محصلین ) به د شته مجربو استادانو د زیار او هڅو په برکت د بریا او موفقیت تر لوړو پوړیو ورسیږي. دغه راز یې د پوهنځي له فرهنګي او نشراتو کمېټې او نظم او دسپلین کمېټې څخه چې د غونډې په ترتیب او تنظیم کې برخه اخیستې وه ، مننه او قدرداني وکړله.
ورپسې د وردګ پوهنتون د علمي او محصلانو چارو معاون ښاغلي پوهنمل عبدالقدیر جلالي د غونډې ګډنوالو ته هر اړخیزه وینا وکړله ، محصلینو ته د ښه راغلاست تر څنګ یې د محصل تعامل د پوهنتون او په نيکو اخلاقو او په ټولنه کي د غوره او ښه سلوک باندي مفصلی خبرې وکړي . او همدارنګه دوی یې خپلو راتلونکو مسؤلیتونو ته متوجه کړل او ویې هڅول ترڅو له وخت څخه زیاته ګټه پورته کړي ، همدارنګه نوموړي په خبرو کې زياته کړه، چې وروسته له فراغت څخه باید تاسو له پوهنتون څخه د فارغ شوي محصل په حیث د ټولنې لپاره یوه ښه الګو و اوسئ. دغه راز نوموړي له ټولو استادانو څخه مننه وکړه چې خپلو مسئولیتونو ته په پوره تعهد او ژمنتیا سره متوجه دي او محصلینو ته یې د زده کړو په برخه کې نه ستړی کیدونکې هلی ځلې کړي دي. همدارنګه د کمپيوټر ساينس پوهنځي سرپرست رييس پوهنيار سیدرحیم نیکمل ټولو محصلينو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د د عصري علومو په اهميت باندې بشپړ بحث وکړ. ورپسی په غونډه کې هر یو پوهنیار نورمحمد احمدي د کرنې پوهنځی مرستیال او د اګرانومی څانګې آمر او پوهنیار حکمت الله حکمت د هارتیکلچر څانګې آمر، جدید الشموله محصلینو ته د ښه راغلاست تر څنګ د کریدیت سیستم د لایحې او د محصل د تعهد نامې په اړه تفصیلي معلومات وړاندي کړل او محصلینو ته یی هر اړخیزې او لازمې سپارښتنې وکړلې.
د ویناوالو د ویناوو په ترڅ کې محصلینو هم په یاد پروګرام کې برخه واخیستله ، او د ښایسته شعرونو په دکلمه کولو سره یې پروګرام ته لاښکلا ور وبښله.
په پای کې غونډه د دعایې په لوستلو سره پایته ورسیده .
په درنښت
د کرنې پوهنځې د فرهنګي چارو او نشراتو کمېټه

17/01/2023

میوه لرونکوونوته دحیوانی سری ورکولوغوره وخت
دمیوه لرونکوونولپاره دسری ورکولوغوره وخت هغه دی چی دونی وده دریدلی وی اودیوڅه وخت لپاره همداسی ساکنی پاتی وی همدارنګه هغه وخت چی دونوپاڼو پرته له کوم دلیل څخه ژړیږی اوپه رژیدوپیل کوی. ونوته سره ورکول په دوو نوبتونوکی ژمنی خوب اوپسرلی کی ترسره کیږی خودا حتمی نده ممکن په دوبی کی دخاوری په ضعیفوالی اودغذایی موادودکموالی سره مخامخ شی له سره سره استعمال کړی. په واقیعت کی هروخت چی ونه سری ته اړتیا ولری هغوی ته سره ورکړی. که چیری په غوره وخت کی ونوته سره ورکړی هغوی دناروغیوددولونو اوآفاتو په وړاندی پیاوړی کیږی اوکولی شی غوره حاصل ولری
1. دونولپاره له حیوانی سروڅخه دګټی اخیستنی وخت

دونی (مثلا دمڼی ونه ) دودی په لمړی کال کی غوره داده ترهغه وخته پوری چی نیالګی لیږترلیږه 15سانتی متره خپله ارتفاع زیاته کړی صبروکړی. دودی دلمړنیونښو په لیدودخاوری داړتیا په اساس کولای شی دیوه مسلکی کس په مشوره یوه اندازه ورسته شوی حیوانی سره خاوری ته وراضافه کړی. اودغه کار له 4- 8 اونیو وروسته تکرارکړی.
که چیری تاسوپه یوه ګرمه اومرطوبه سیمه کی ژوند کوی ددوبی ورستی یا دمنی لمړی دحیوانی سری دورکړی لپاره غوره وخت دی. حیوانی یا نایتروجن لرونکی سره داخیری میوی دراټولولووروسته اودکال دورستی ژوری آبیاری څخه دمه ورکوی.

2. دسری سنتی استعمال

ممکن اوریدلی مووی چی دونوتغذیه باید همیشه دژمی په اخر یا دپسرلی په پیل کی ترسره شی. دغه سارښتنه دسړوسیمولپاره چی دیخبندان زیات خطر اودژمی میاشتوپه اوږدوکی کی ډیره ټیټه تودوخه ولری ممکن سمه وی. دقیقا دونودګل کولو څخه دمخه دسری ورکول یوه سنتی اومروجه طریقه ده ځکه دفصل په اخر کی دنایتروجن ورکول کولی شی په سړوسیموکی وده تحریک کړی. نوی غوټی دسړی هواڅخه متضرره کیږی چی په یخ وهنی سره پیژندل کیږی.

3. دونوداستراحت په مرحله کی دسری استعمال
دونولپاره دحیوانی سرودمصرف غوره وخت دهغوی دخوب یا استراحت مرحله ده. په دغه طریقه کی دونی دتنی څخه د 40 سانتی متروپه فاصلی سره دغوچی په طریقه یا په حلقوی ډول دونی شا وخوا استفاده کیږی.
دسری دورکړی طریقه باید دونی مختلیفو طرفونوته وی مشلا یوکال دونی لویدیځ ، یوکال ختیځ ، شمال اوسهیل لوری ته دسری ورکول ترسره شی. غوچه باید د 40 سانتی مترو په اندازه ژوروالی ولری حیوانی سره غوچی ته ورواچول شی اودخاوری په وسیله وپوښل شی. کله چی په پسرلی کی له خوپه راوبیداره شی دلمړنی آبیاری سره دژمنیو سرو په جذب پیل کوی.

کاپی . د فيض الرحمن

Address

Wardak Sayed Abad
Maidan

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when وردګ پوهنتون د کرنې پوهنځی posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share