مبارزه

مبارزه ژوند یانې مبارزه!
که غواړی ژوند وکړې، او ژوندی پاتې شې، مبارز ووسه.

د یوه ماشوم څپلۍ سیند یووړې، مور یې د ساحل په رېګ ولیکل: "غل سیند".یو کب نیوونکي چې له سینده یې ډېر کبان نیولي وو، د ساح...
07/01/2025

د یوه ماشوم څپلۍ سیند یووړې، مور یې د ساحل په رېګ ولیکل: "غل سیند".
یو کب نیوونکي چې له سینده یې ډېر کبان نیولي وو، د ساحل په رېګ یې ولیکل: "له سخاوته ډک سیند"
یو ځوان سیند ډوب کړ.
پلار یې ولیکل: "قاتل سیند"
یو سپین ږیري یو مروارید وموند.
ویې لیکل: "کمزورو سره مرسته کوونکی سیند"
د سیند څپه راغلله او ټولې لیکنې یې پاکې کړې، بیا یې ورو وویل: که غواړې چې سیند اووسې، د چا قضاوتونو ته مه تم کېږه!

درنو هېوادوالو ، قدرمنو دوستانو ، ملگرو او عزیزانو!نېکمرغه لوی اختر مو بختور ، عبادات مو قبول او ژوند مو له خوښیو ډک اوس...
16/06/2024

درنو هېوادوالو ، قدرمنو دوستانو ، ملگرو او عزیزانو!
نېکمرغه لوی اختر مو بختور ، عبادات مو قبول او ژوند مو له خوښیو ډک اوسه.
Dear friends, I wish you a very happy Eid and a blessed festive holiday.

د یوې ادارې رییس تر اغېزې لاندې راوستلو لپاره شل تګلارېټول غواړي، چې په کار ځای کې په ښه توګه راڅرګند شي، ترڅو ډاډ ترلاس...
17/04/2024

د یوې ادارې رییس تر اغېزې لاندې راوستلو لپاره شل تګلارې

ټول غواړي، چې په کار ځای کې په ښه توګه راڅرګند شي، ترڅو ډاډ ترلاسه کړي، چې د پرمختګ پوړۍ به ووهي او لوړتیا به ترلاسه کړي. په دې اړه فکر وکړئ، څه باید وکړئ، ترڅو وکولای شئ له نورو څخه پرمختګ وکړئ او د خپل ځان په لوري نظرونه را جلب کړئ؟

زموږ تصور دا دی، چې د نورو په پرتله د پرمختګ لپاره هرومرو باید عجیب او د نه باور وړ کارونه ترسره کړو او تر کومه ځایه چې کولای شو کار وکړو.

یو څه تاسو ته وایم، څه ستاسو په خصوصي او عاطفي ژوند کې او څه هم ستاسو په کاري ژوند کې، یوازې جزئیات مهم دي، دا چې مناسبې جامې واغوندئ، خصوصي ټیلیفونونه مو لنډ کړئ او په ډله ایزو کارونو کې ګډون وکړئ، ښایي ډېر اغېزناک وي.

په دې ځای کې هغو مواردو ته به اشاره وکړو، چې په ترسره کولو سره به یې سل سلنه د رییس د پام وړ وګرځي.

۱ ـــ ښه ظاهر ولرئ
له خپل ځان سره لاسي بکس ولېږدوئ، دا چې هره ورځ له لاسي بکس سره شرکت ته ننوځئ او دغه راز له لاسي بکس سره ترې بهر کېږئ، نورو ته دا احساس ورکوئ، چې تاسو په خپل کار کې فعال یاست، حتا که د خپل کاري مېز تر شا هم ونه اوسئ، شونې ده، چې دا بکس د خپلې غرمنۍ د لېږدولو لپاره په لاس کې ونیسئ، خو ډېر ښه اغېز به ولري.

۲ ـــ سم کېنئ
سم کېناستل، سم او په غرور سره درېدل فزیکي نښې دي، چې څرګندوي، تاسو په خپل ځان باندې د لوړ باور لرونکی فرد یاست، مه پرېږدئ، چې نور تاسو د کمپیوټر پر وړاندې په کړوپ حالت کې وویني، مګر دا چې د اضافه کارۍ په حال کې واوسئ او نور د سم ناستي وړتیا ونه لرئ.

۳ ـــ وخت پېژندونکی واوسئ
د هیچا نه خوښېږي، چې د چا په تمه پاتې شي، نو هڅه وکړئ، چې یو ځای ته په ټاکلي وخت سره لاړ شئ، زه تل خپلو دوستانو ته وایم: «تمه مه لرئ، چې ژر راشم، خو ځنډ هم نه کوم.» وخت پېژندونکی واوسئ.

۴ ـــ خپل خصوصي ژوند په کار کې مه ښکېل کوئ
هغه ښه کار، چې کولای شي یو کارمند یې ترسره کړي، دا دی چې خپل خصوصي ژوند دې له کار څخه جلا کړي، یانې تر کله چې په کار ځای کې دی، نو په بشپړه توګه دې خپل کار ته متوجه واوسي. د بېلګې په توګه: خپل وخت دې په دوامداره توګه د خپلې کوژدنې ټیلیفوني اړیکو ته نه ورکوي.

۵ ـــ اندېښمن مه اوسئ، خوشاله واوسئ
مُسکا کول ساري دي، دا د دې سبب ګرځي، چې نور ډېر کم له تاسو څخه شکایت ولري، په ځانګړې توګه هغه وخت، چې یو ناسم کار مو ترسره کړی وي.

۶ ـــ ښې جامې واغوندئ او خوشبویه څرګند شئ
تل له ځان سره د نعنا خوند لرونکې ژاولې یا جېبي ګومنز ولرئ، چې ډېر ګټور دي، مهمه نه ده، چې نور څه وایي، خو په یاد ولرئ، چې خلک لا هم د افرادو په اړه د ظاهر له مخې قضاوت کوي، نو ښې جامې واغوندئ.

۷ ـــ کار ځای مو پاک او منظم وساتئ
دا چې کاري مېز مو تل منظم او پاک وساتئ او ټولې پاڼې په خپل ځای باندې کېږدئ، یوه ډېره ښه لاره ده، ترڅو خپل رییس په دې باندې پوه کړئ، چې تاسو په ټولو کارونو کې یو منظم فرد یاست.

۸ ـــ ښې خبرې وکړئ
پوه شئ، چې د څه شي په اړه خبرې کوئ
سهارنۍ ورځپاڼه له نظره تېره کړئ، په خپله کاري برخه کې، له نویو پرمختګونو څخه ځان خبر کړئ او په دې باندې پوه شئ، چې په کار کې مو څه تېرېږي، دا چې تل خپل معلومات زیات کړئ، نو په خبرو کولو کې به له تاسو سره ډېره زیاته مرسته وکړي.

۹ ـــ د خبرو کولو پرمهال له خپلو لاسونو څخه هم مرسته وغواړئ
مه وېرېږئ، چې د خبرو کولو پرمهال له خپلو لاسونو څخه مرسته وغواړئ، هرومرو اړینه نه ده، چې یو ایټالیایي واوسئ، ترڅو دا کار په ښه توګه ترسره کړئ، ډېر زیات طبیعي چلند وکړئ.

۱۰ ـــ تل د ویلو لپاره یو ټوکه چمتو ولرئ
که څه هم دا به مو نه خوښېږي، چې د شرکت مسخره واوسئ، خو ښه ده، چې په مناسب وخت کې یوه ټوکه هم وکړئ.

۱۱ ـــ له غیبت کولو څخه ډډه وکړئ
که څه هم کېدای شي یو کار ډېر زیات بوختونکی وي، خو غیبت کول د یوه وژونکي زهر په څېر کولای شي، په چټکه توګه کار مو له لاسه بهر کړي، له دې کار څخه لاس واخلئ او د نورو په شخصي او خصوصي ژوند کې کار مه لرئ.

۱۲ ـــ زده کړئ، چې کله وخت اړینه ده، خبرې ونه کړئ
کله وخت تر ټولو غوره او هوښیارانه کار دا دی، چې صبر وکړئ او خبرې ونه کړئ، که څه هم کله چې د کولو لپاره ارزښتمنې خبرې لرئ، ښه ده، چې په بحث کې ګډون وکړئ، خو که چېرې غواړئ تل په بحث کې د سل کاله مخکې تکراري خبرې وکړئ، نو غوره ده، چې اصلاً هېڅ خبرې ونه کړئ، په دې کار سره حتا شونې ده، چې نور تصور وکړي، تاسو د هغوی د خبرو په اړه فکر کوئ او دا ډېره ښه ده او په یاد ولرئ، چې په یوه بحث کې هېڅکله په نورو باندې چیغې مه وهئ.

۱۳ ـــ باټې مه وهئ
هېڅوک له هغو کسانو سره لېوالتیا نه لري، چې ځان ستاینه کوي او باټې وهي، نو متوجه اوسئ، چې څه وایئ او تل هغه کارونه، چې ترسره کړي مو دي، مه یې ستروئ.

۱۴ ـــ ښه واوسئ او ښه کارونه ترسره کړئ
اضافه کاري وکړئ
که دا چې تل د ډېر کار په لټه کې واوسئ او له رییس څخه د ډېر کار غوښتنه وکړئ او دا ستاسو لپاره د یوه عادت په توګه رامنځته شي، نو ډاډه اوسئ، چې رییس به مو هرومرو دې موضوع ته متوجه وي، په ځانګړې توګه هغه مهال، چې غواړي لوړتیا (ترفیع) درکړي، تاسو به یې په ذهن کې پاتې شئ، د پیسو په اړه یې اندېښنه مه کوئ، هېڅ کړاو او زحمت بې ځوابه نه پاتې کېږي.

۱۵ ـــ هېڅکله یو له همکارانو سره مو مینه ناکې اړیکې ته مه ننوځئ
نه پوهېږم، چې دا نوی منشي څومره امکان لري، چې جذاب وي یا همداسې یو له همکارانو څخه مو، خو سپارښتنه کېږي، چې په لور یې ور نه شئ، دا ښایي له راتلونکو سرخوږیو او د زړه له دردونو څخه مخنیوی وکړي.

۱۶ ـــ تل خپل کنټرول په خپل لاس کې ولرئ
نه وایم له همکارانو سره په بحث کې اصلاً اندېښمن او خواشینی مه اوسئ، وایم هېڅکله خپل کنټرول له لاسه مه ورکوئ، دا چاره د دې سبب ګرځي، چې تر لاس لاندې کسان درته لا ډېر درناوی وکړي او پورته مقام والا کسان به هم تر اغېزې لاندې راشي.

۱۷ ـــ پام مو وي، چې په انټرنېټ کې کوم سایټونه ګورئ او بررسي کوئ
په دې باندې پوه شئ، چې په کاري چاپېریال کې تل باید د کار په فکر کې واوسئ، نو د اوزګارتیا پرمهال هم نباید نا اړوندو سایټونو کې وګرځئ.

۱۸ ـــ کله وخت یو رهبر واوسئ
له دې چې په خاصو وختونو کې د رهبرۍ مقام تر لاسه کړئ، وېره مه لرئ، کله چې یو له پخوانیو همکارانو څخه مو د تقاعد کېدو په حال کې شو، د هغه لپاره د خدای پاماني یوه مېلمستیا جوړه کړئ، تل د دې کارونو لپاره داوطلب واوسئ او په دې کار سره په ډېرې چټکۍ نور له تاسو سره لېوالتیا پیدا کوي.

۱۹ ـــ د شرکت قوانینو او سیاستونو ته درناوی ولرئ
تل په شرکت کې یو لړ قوانین شتون لري، چې کارکوونکي اړ دي، ترې پیروي او ورته درناوی وکړي، نو په یاد ولرئ، چې هېڅکله د شرکت قوانین تر پښو لاندې نه کړئ.

۲۰ ـــ له خپلو همکارانو سره ښه چلند وکړئ
نباید له بریده زیات ټیټ ښکاره شئ، خو د همکارانو د زېږون ورځ او دغه راز د هغوی په اړه د وروستیو خبرونو په یاد لرل به ډېر ښه وي او له تاسو سره به د هغوی لېوالتیا لاپسې زیاته شي.

وروستۍ خبره
تل جزئیات دي، چې ستر انځور جوړوي، د دې کوچنیو مواردو په مراعات کولو سره، وبه کولای شئ چې د خپل رییس او همکارانو پر وړاندې خپل انځور ښه او ستر کړئ، نو هوښیار و اوسئ، چې تاسو د پرمختګ په پوړۍ باندې ولیدل شئ.

ژباړه: عطا محمد میاخېل
Copy

په ۱۷ کلنۍ کې د لیسې وشړل شوه.په ۲۵ کلنۍ کې یې مور له دې د نیا سترګې پټې کړې.په ۲۶ کلنۍ کې د انګلسي زده کولو د پاره پرتګ...
04/07/2023

په ۱۷ کلنۍ کې د لیسې وشړل شوه.

په ۲۵ کلنۍ کې یې مور له دې د نیا سترګې پټې کړې.

په ۲۶ کلنۍ کې د انګلسي زده کولو د پاره پرتګال ته ولاړه.

په ۲۷ کلنۍ کې یې واده وکړ.

د مېړه له خوا په دې جرم چې لور یې ږېږولې ده توهین او تحقیر شوه.

بلاخره یې په ۲۸ کلنۍ طلاق شوه، او په ژور خفګان یا ډيپریشن مبتلا شوه.

په ۲۹ کلنۍ کې یوازنۍ مور وه چې د پاملرني مرکز کې ژوند کاوه.

په ۳۰ کلنۍ کې یې نور نه غوښتل ژوند وکړي خو یو څه ته یې ور فکر شو هغه داچې دا هغه څه کولای شي چې نور یې نه شي کولای .....لیکوالي.

په ۳۱ کلنۍ کې یو ګتاب ولیکه.

په ۳۵ کلنۍ کې څلور کتابونه ولیکل او چاپ کړه او د کال د غوره لیکوالې جایزه یې تر لاسه کړه.

په ۴۲ کلنۍ کې يې د کتابونو ۱۱ میلیونه کاپۍ په هغه اوله ورځ وپرول شوې.

دا ښځه جی.کې. رولینګ (J.K. Rowling.) ده.
په یاد ولرئ که په دېرش کلنۍ کې یې ځانوژنه کړې وای نو....؟

نن ورځ، هیري پاټر یو نړیوال برانډ دی چې ارزښت یې د ۱۵ ملیارد ډالرو څخه ډېر دی.

هیڅ کله مه منصرف کېږئ. په ځان باور ولرئ، په ځان کې انګېزه پیدا کړئ، سخت کار وکړئ. هیڅکله د هیڅ کار د پاره ناوخته نه دی.
عکس د (J.K. Rowling) دی.
کاپی
ژوند وکړئ

09/04/2023
Important Shortcut Keys for Computer  CTRL+A. . . . . . . . . . . . . . . . . Select AllCTRL+C. . . . . . . . . . . . . ...
26/11/2022

Important Shortcut Keys for Computer
CTRL+A. . . . . . . . . . . . . . . . . Select All
CTRL+C. . . . . . . . . . . . . . . . . Copy
CTRL+X. . . . . . . . . . . . . . . . . Cut
CTRL+V. . . . . . . . . . . . . . . . . Paste
CTRL+Z. . . . . . . . . . . . . . . . . Undo
CTRL+B. . . . . . . . . . . . . . . . . Bold
CTRL+U. . . . . . . . . . . . . . . . . Underline
CTRL+I . . . . . . . . . . . . . . . . . Italic
F1 . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . Help
F2 . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . Rename selected object
F3 . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . Find all files
F4 . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . Opens file list drop-down in dialogs
F5 . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . Refresh current window
F6 . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . Shifts focus in Windows Explorer
F10 . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . Activates menu bar options
ALT+TAB . . . . . . . . . . . . . . . . Cycles between open applications
ALT+F4 . . . . . . . . . . . . . . . . . Quit program, close current window
ALT+F6 . . . . . . . . . . . . . . . . . Switch between current program windows
ALT+ENTER. . . . . . . . . . . . . . Opens properties dialog
ALT+SPACE . . . . . . . . . . . . . . System menu for the current window
ALT+¢ . . . . . . . . . . . . . . . . . . opens drop-down lists in dialog boxes
BACKSPACE . . . . . . . . . . . . . Switch to the parent folder
CTRL+ESC . . . . . . . . . . . . . . Opens Start menu
CTRL+ALT+DEL . . . . . . . . . . Opens task manager, reboots the computer
CTRL+TAB . . . . . . . . . . . . . . Move through property tabs
CTRL+SHIFT+DRAG . . . . . . . Create shortcut (also right-click, drag)
CTRL+DRAG . . . . . . . . . . . . . Copy File
ESC . . . . . . . . . . . . . . . . . . . Cancel last

OUTLOOK® SHORTCUT KEYS
Alt + S Send the email
Ctrl + C Copy selected text
Ctrl + X Cut selected text
Ctrl + P Open print dialog box
Ctrl + K Complete name/email typed in the address bar
Ctrl + B Bold highlighted selection
Ctrl + I Italicize highlighted selection
Ctrl + U Underline highlighted selection
Ctrl + R Reply to an email
Ctrl + F Forward an email
Ctrl + N Create a new email
Ctrl + Shift + A Create a new appointment to your calendar
Ctrl + Shift + O Open the outbox
Ctrl + Shift + I Open the inbox
Ctrl + Shift + K Add a new task
Ctrl + Shift + C Create a new contact
Ctrl + Shift+ J Create a new journal entry

WORD® SHORTCUT KEYS
Ctrl + A Select all contents of the page
Ctrl + B Bold highlighted selection
Ctrl + C Copy selected text
Ctrl + X Cut selected text
Ctrl + N Open new/blank document
Ctrl + O Open options
Ctrl + P Open the print window
Ctrl + F Open find box
Ctrl + I Italicize highlighted selection
Ctrl + K Insert link
Ctrl + U Underline highlighted selection
Ctrl + V Paste
Ctrl + Y Redo the last action performed
Ctrl + Z Undo last action
Ctrl + G Find and replace options
Ctrl + H Find and replace options
Ctrl + J Justify paragraph alignment
Ctrl + L Align selected text or line to the left
Ctrl + Q Align selected paragraph to the left
Ctrl + E Align selected...

ستا په جنت باندی مئينو خلکوزما وطن نه سم دوزخ جوړ کړے.انتخاب
12/10/2022

ستا په جنت باندی مئينو خلکو
زما وطن نه سم دوزخ جوړ کړے.
انتخاب

غړېدلې سترګې څه دي، خو پېغور دیسترګې پټې کړه، خوبونه رښتیا کېږي
11/10/2022

غړېدلې سترګې څه دي، خو پېغور دی

سترګې پټې کړه، خوبونه رښتیا کېږي

روح یې ښاد او یاد یې تل پاتې ♥️
27/09/2022

روح یې ښاد او یاد یې تل پاتې ♥️

It is only you who can achieve everything. Only think of yourself. No one is worth you
21/09/2022

It is only you who can achieve everything. Only think of yourself. No one is worth you

"زه چوپ یم، خو ړوند نه وم.  محمود درویش
06/09/2022

"زه چوپ یم، خو ړوند نه وم.
محمود درویش

‏چي لوی رب هره ورځ ددې لوی ماهي لويه معده ډکوي، نو د ماهي تر څنګ کوچنۍ کيښتۍ کي ناست د کوچني سړي هغه کوچنۍ معده به څنګه ...
24/08/2022

‏چي لوی رب هره ورځ ددې لوی ماهي لويه معده ډکوي، نو د ماهي تر څنګ کوچنۍ کيښتۍ کي ناست د کوچني سړي هغه کوچنۍ معده به څنګه خالي پاته سي.

زمونږ ګمانونه کمزوري دي کنې د رب هره وعده حقيقي او يقيني ده.
#کاپئ

Address

Masud
Mazar-e Sharif

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when مبارزه posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share