Zabul University Agriculture Faculty زابل پوهنتون کرهڼه پوهنځی

  • Home
  • Afghanistan
  • Qalat
  • Zabul University Agriculture Faculty زابل پوهنتون کرهڼه پوهنځی

Zabul University Agriculture Faculty زابل پوهنتون کرهڼه پوهنځی For Broadcasting of Agricalture Faculty.

داچي اوس روميان ار زانه دي نو د کور لپاره د روب جوړولو ښه وخت دی چي بيابه په ژمي کي د رومي بانجاڼ د رانيولو څخه خلاص ياس...
20/07/2023

داچي اوس روميان ار زانه دي نو د کور لپاره د روب جوړولو ښه وخت دی چي بيابه په ژمي کي د رومي بانجاڼ د رانيولو څخه خلاص ياست.
تاسي به لمړی دضرورت وړ مقدار روميان دبازار څخه واخلی، چي روغ وي راسته او ټپن نوي.
نو بيابه د رومي بانجاڼو څخه د روب جوړولو دغه اسانه طريقه په کار واچوی:
۱- لمړی بايد ټول روميان په پاکو اوبو ښه و وينځل شي.
۲- ټول وينځل شوي روميان به به پرمنځ دوه ياڅو ځايه کړی.
۳- بيابه يې د کوفتې له ماشين څخه و باسی.
۴- ټول کوفته شوي روميان يو غټ ديګ کي واچوی او اور ورته بل کړی ترڅو وخټيږي او اوبه ښه وچي کړي، کله چي يې اوبه وچي کړې نور روب جوړ دی.
اوس نو که غواړی جوړشوی روب د ډير وخت لپاره وساتی نو لاندي ټکي په پام کي ونيسی:
۱- د روب جوړولو وروسته دروب پوډر کوم چي بازار کي خرڅيږي کولای شی ديګ ته د دوو يا څلورو قاشغو په اندازه ور واچوی او ښه يې ولړی چي دا د خوند اړولو او خرابيدلو څخه مخنيوی کوي.
۲- هغه شيشه يي بوتلونه (مرتباني) چي تاسي روب ور اچوی د جوش اوبو بخار ورکړی او تعقيم يې کړی او يايې هم په جوش اوبو وه وينځی.
۳- بيا ياد شيشه يې بوتلونه تر تعقيم او وينځلو وروسته نسکور کړی چي ښه وچ شي او اوبه تري ونه نيږي.
۴- بياپه يوه پاکه او تعقيم شوې قاشغه يادو بوتلونو ته ګرم روب ور واچوی او ښه يې ډک کړی.
۵- تر سړيدو وروسته د جوړشوي روب مرتباني يخ ځای کي کيږدی که يخچال کي کيښودل شي ښه ده، تر يوکال نه خرابيږي.
۶- نور نو روب تيار شو...
په درنښت

19/07/2023

دنوي سميسټر دپيل خبرتيا!
د کرهڼي پوهنځی ټولو محصلينوته خبر ورکول کيږي، چي راتلونکي جفت (دوهم، څلورم او شپږم) سميسټرونه په ۱۴۰۲/۰۵/۰۲ نيټې د يک شنبې په ورځ پيليږي، نوبناء د ټولو محصلينو څخه غوښتنه کيږي چي خپلو درسونو ته پر ټاکل شوي وخت باندي حاضرشي.
په درنښت
دکرهڼي پوهنځی د نشراتو کميټه
دسميسټر دپيل نيټه ۱۴۰۲/۰۵/۰۲
د اعلان دنشر نيټه ۱۴۰۲/۰۴/۰۲۹

د کرهڼي پوهنځی د پسرلني سميسټر نهايي از مويني په برياسره پای ته ورسيدې!چهار شنبه چي د  ۱۴۰۲/۴/۲۹ نيټې سره سمون خوري، په ...
19/07/2023

د کرهڼي پوهنځی د پسرلني سميسټر نهايي از مويني په برياسره پای ته ورسيدې!
چهار شنبه چي د ۱۴۰۲/۴/۲۹ نيټې سره سمون خوري، په مير ويس خان نيکه زابل دلوړو زده کړو مؤ سسه کي د ګرهڼي پوهنځی د پسرلني سميسټر نهايي ازمويني کوم چي په ۱۴۰۲/۳/۲۷ نيټه پيل شوي وې نن چهار شنبه د ښه نظم او د پوره لاسته راوړنوسره پای ته ورسيدې.
په درنښت
نيټه: ۱۴۰۲/۳/۲۷
د کرهڼي پوهنځی دنشراتو کميټه.

د کرهڼي پوهنځی د پسرلني سميسټر نهايي از مويني پيل شوې!شنبه چي د  ۱۴۰۲/۳/۲۷ نيټې سره سمون خوري، په مير ويس خان نيکه زابل ...
17/06/2023

د کرهڼي پوهنځی د پسرلني سميسټر نهايي از مويني پيل شوې!
شنبه چي د ۱۴۰۲/۳/۲۷ نيټې سره سمون خوري، په مير ويس خان نيکه زابل دلوړو زده کړو مؤ سسه کي د پسرلني سميسټر نهايي ازمويني پيل شوې چي يادي ازمويني به د سرطام تر ۲۸ نيټې جريان ولري.
دازمويني دپيل په ورځ دکرهڼي پوهنځی محترم رئيس پوهنيار حاجي ګل همت او د پوهنځی ټولو استادانو ګډون درلود، چي د پوهنځی رئيس او استادانو د يولړ سپارښتنو او لار ښوونو وروسته د ازموينو پر تنظيم او ډيسپلين ټينګار وکړ او هم يې له ټولو محصلينو څخه وغوښتل چي هري ازمويني ته پوره اماده ګي و نيسئ او پر وخت حاضرشي..
په درنښت
نيټه: ۱۴۰۲/۳/۲۷
د کرهڼي پوهنځی دنشراتو کميټه.

ميرویس خان نيکه زابل دلوړو زده کړو مؤ سسې د کرهڼي پوهنځی د دريم صنف محصلينو د افغانستان د کرنيزو علومو او تکنالوژی ملي پ...
12/06/2023

ميرویس خان نيکه زابل دلوړو زده کړو مؤ سسې د کرهڼي پوهنځی د دريم صنف محصلينو د افغانستان د کرنيزو علومو او تکنالوژی ملي پوهنتون ( ANASTU) او همدارنګه د پروسس د فابريکې څخه علمي سير ليدنه ترسره کړه.
د شنبې په ورځ چي ۱۴۴۴/ ۱۱/ ۲۱ هــ ق نيټې سره سمون خوري، د ميرويس خان نيکه زابل دلوړو زده کړو مؤسسې د کرهڼي پوهنځی د باغداري څانګي د دريم صنف محصلينو د نوماند پوهنيار سيد فريد شاه قرانمل او د لابراتوار د مدير عبدالمومين نيازي په ملتيا د عملي زده کړو په موخه د اناسټو پوهنتون او پروسس کمپنی (ميلکو) څخه علمي سير ليدنه ترسره کړه.
ياده ليدنه کي د اناسټو پوهنتون مالي او اداري چارو مرستيال انجنير عبدالعزيز اماني، پوهنيار کرامت الله فاضل، پوهنيار محب الله همدرد، پوهنيار شير محمد وفا، د تحقيقاتي فارم امر محترم عزيزي صاحب، عبدالقيوم حليمي، لابرانټ سلطان احمد روخشان او لابرانټ اسدالله همدرد ګډون درلود.
په پيل کي د اناسټو پوهنتون مالي او اداري چارو مرستيال انجنير عبدالعزيز اماني راغلو محصلينوته ښه راغلاست وه وايه او تر څنګ يې په علمي ډګر کي دارنګه ليدني مهمي او نيک اقدام وباله، ورپسي نو ماند پوهنيار سيد فريد قرانمل وينا واورول، په خپلو خبرو کي يې د انجنير عبدالعزيز اماني او اناسټو پوهنتون د ټوله علمي کهول د ښه راغلاست، همکاري او اخلاص څخه ځانګړې مننه وکړل او هم يې د دارنګه علمي ليدنو په زياتيدو او لا دوام ټينګار وکړ.
ياد علمي سير او ليدنه کي محصلينو لومړی د اناسټو پوهنتون د کتابتون، د دوو مجهزو کمپيوترليبونو، د پر مختللي کر هڼيزي ماشينرۍ او د مختلفو شنوخونو، د هغوی د جوړښت او پکښي د کرل شوو نباتاتو څخه ليدنه وکړل، ورپسې يې د لابراتوار او په لابراتوار کي د موجوده مختلفو سامان الاتو او ماشينري څخه ليدنه ترسره کړل او هم يې لابرتوار کي يو شمير تجربې لکه دخاوري د پي اچ (Soil pH) پيداکول او معلومول، دخاوري د ټکسچر (Soil texture) معلومول او پيداکول او دخاوري د مالګو معلومول د پوهنيار کرامت الله فاضل لخوا ترسره شوې او هم د يو شمير عناصرو ليدنه په عملي بڼه ترسره شول.
په پای کي محصلينو د اناسټو پوهنتون د تحقيقاتي فارم او په فارم کي دانګورو د روزني د ټي تريلس سيسټم او د محصلينو د يوشمير تحقيقونو څخه ليدنه وکړل.
همدارنګه د علمي سير په جريان کي محصلينو په ورپسې ورځ د کندهار په صنعتي پارک کي د ميلکو کمپنی او په ميلکو کمپنی کي د پروسس د مختلفو ډولونو لکه ( شيدو، مستو، شلومبو، کوچي، پنير، غوړي، چکيده، ملايي، سندل، شير برنج) څخه عملي ليدنه وکړل.
د مير ويس خان نيکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې محصلانو او استادانو د اناسټو پوهنتون او ميلکو د پروسس کمپنۍ څخه تر ليدني وروسته د دوی دهمکارۍ څخه مننه وکړه او خوښي يې وښودله چي د نظري زده کړو تر څنګ يې د عملي زده کړو په موخه د اناسټو پوهنتون او د کمپنی د پروسس د ځينو ډولونو او برخو څخه ليدنه وکړل.
په درنښت
دکرهڼي پوهنځی دنشراتو کميټه
نيټه: ۱۴۴۴/۱۱/۲۱
۱۴۰۲/۳/۲۰

ميرويس خان نيکه زابل دلوړو زده کړو مؤسسې د کرهڼي پوهنځی د دريم صنف (باغداري) څانګي محصلينوته د ميوو روزني اساسات مضمون ا...
01/06/2023

ميرويس خان نيکه زابل دلوړو زده کړو مؤسسې د کرهڼي پوهنځی د دريم صنف (باغداري) څانګي محصلينوته د ميوو روزني اساسات مضمون اړوند عملي کار ترسره شو.
نن چهار شنبه د ۱۴۰۲/۳/۱۰ نیټه د کرهڼي پوهنځی د دريم صنف محصلينو ته د استاد نوماند پوهنيار محمد نادر شير زاد لخوا د باغ د مختلفو ډيزاينونو او سيسټمونو اړوند دنظري درس تر څنګ عملي درس ورکول شو او د (باغ) ډيزاين ورته په مکمل شکل په مختلفو شکلونو او سيسټمونو په عملي ډول تشريح او وښودل شو.
ياد عملي درس کي وه محصلينوته د باغ د ډيزاين مختلف سيسټمونه ( مربع سیستم Square System، مستطیل سیستم Rectangular System، مثلث سیستم Triangular System، شپږ ضلعی سیستم Hexagonal System او کوینکنکس سیستم Quincunx System) په عملي شکل و محصلينوته تشريح او و ښودل شول او هم د هر سيسټم اهميت او دندي په مکمل شکل ورته واضيح او بيان شوې.
محصلينو هم په خپل نوبت سره ياد عملي درس تشريح او تکرار کړی او هم يې د باغ د ډيزاين مختلف سيسټمونه په عملي شکل زده او وليدل.
په درنښت
د کرهڼي پوهنځی د نشراتو فرعي کميټه
نيټه: ۱۴۰۲/۳/۱۰

ميرويس خان نيکه زابل دلوړو زده کړو مؤسسې د کرهڼي پوهنځی د لومړي صنف (باغداري او مالداري) څانګو محصلينوته د زولوژي مضمون ...
30/05/2023

ميرويس خان نيکه زابل دلوړو زده کړو مؤسسې د کرهڼي پوهنځی د لومړي صنف (باغداري او مالداري) څانګو محصلينوته د زولوژي مضمون اړوند عملي کار ترسره شو.
نن سه شنبه د ۱۴۰۲/۳/۹ نیټه د کرهڼي پوهنځی د لومړي صنف محصلينو ته دلابراتوار دمدير محترم عبدالمومين نيازي لخوا د فقاريه حيواناتو له جملې څخه د (کوتري) اړ وند دنظري درس تر څنګ عملي درس ورکول شو او (کوتره) مرغه ورته په مکمل شکل په عملي ډول تشريح او وښودل شوه.
پاد عملي درس کي وه محصلينوته دکوتري مکمل جوړښت يعني (دکوتري تنفسي سيسټم، عصبي سيسټم، تکثري سيسټم، وزرونه، بڼکي...) دهغوی دندي اهميت او نور په عملي شکل و محصلينوته تشريح او و ښودل شول.
محصلينو هم په خپل نوبت سره ياد عملي درس تشريح او تکرار کړی او هم يې د کوتري مختلف سيسټمونه په عملي شکل زده او وليدل.
په درنښت
د کرهڼي پوهنځی د نشراتو فرعي کميټه
نيټه: ۱۴۰۲/۳/۹

ميرويس خان نيکه زابل دلوړو زده کړو مؤسسې د کرهڼي پوهنځی د لومړي صنف (باغداري او مالداري) څانګو محصلينوته د نبات د (ګل) ا...
28/05/2023

ميرويس خان نيکه زابل دلوړو زده کړو مؤسسې د کرهڼي پوهنځی د لومړي صنف (باغداري او مالداري) څانګو محصلينوته د نبات د (ګل) اړوند عملي درس ترسره او ورکول شو.
نن يک شنبه د ۱۴۰۲/۳/۷ نیټه د کرهڼي پوهنځی د لومړي صنف محصلينو ته د استاد نوماند پوهنیار سيد فرید شاه قرانمل لخوا د نبات د ګل اړ وند دنظري درس تر څنګ عملي درس ورکول شو او ګل ورته په مکمل شکل په عملي ډول تشريح او وښودل شو.
پاد عملي درس د پوهنتون په انګړ د شهيد ملا روزي خان عاکف په پارک کښي وه محصلينوته ورکول شو چي پکښي د ګل مختلف شکلونه، د ګل ټولي برخي، دګل ټول ډولونه، ګرده افشاني، ګل غنچې او د ګل دندي او نور په عملي شکل و محصلينوته تشريح او و ښودل شول.
محصلينو هم په خپل نوبت سره ياد عملي درس تشريح او تکرار کړی او هم يې دګلانو د مختلفو ورايټيو، ډولونو، برخو څخه ليدنه تر سره کړل.
په درنښت
د کرهڼي پوهنځی د نشراتو فرعي کميټه
نيټه: ۱۴۰۲/۳/۷

د مير ويس خان نيکه زابل دلوړو زده کړو مؤسسې د کرهڼي پوهنځی د لومړي صنف ( باغداري او مالداري) څانګو محصلينوته د نبات د پا...
21/05/2023

د مير ويس خان نيکه زابل دلوړو زده کړو مؤسسې د کرهڼي پوهنځی د لومړي صنف ( باغداري او مالداري) څانګو محصلينوته د نبات د پاڼي اړوند عملي درس ترسره او ورکول شو.
نن يک شنبه د ۱۴۰۲/۲/۳۱ نيټه د کرهڼي پوهنځی د لومړي صنف محصلينو ته داستاد نوماند پوهنيار سيد فريد شاه قرانمل لخوا دنبات دپاڼي اړوند د نظري درس ترڅنګ عملي درس هم ورکول شو.
ياد عملي درس چي د پوهنتون په انګړ کي د شهيد ملا روزي خان عاکف په پارک کي ورکول شو پکي دپاڼي مختلف شکلونه، جوړښت، ډولونه، طبقې، رګ بندي اونور په عملي شکل و محصلينوته ترسره او وښودل شول.
محصلينو هم دياد عملي درس او کار څخه خوښي وښوده او د نورو عملي کارونو په تر سره کولو يې ټينګار وکړ.
په درنښت.
د کرهڼي پوهنځی دنشراتو فرعي کميټه
نيټه: ۱۴۰۲/۲/۳۱

د مير ويیس خان نيکه زابل دلوړو زده کړو مؤسسې د کرهڼي پوهنځی د دوهم صنف د (باغداري او مالداري) څانګو محصلينو ته د عملي کا...
15/05/2023

د مير ويیس خان نيکه زابل دلوړو زده کړو مؤسسې د کرهڼي پوهنځی د دوهم صنف د (باغداري او مالداري) څانګو محصلينو ته د عملي کارونو په لړ کي داځل د خاوري پوهني مضمون اړوند عملي کار ترسره شو.
نن دوشنبه چي د ۱۴۰۲/۲/۱۰ نيټې سره سمون خوري د کرهڼي پوهنځی د دوهم صنف محصلينو ته د استاد ن پوهنيار سيد فريد شاه قرانمل له لوري عملي کار ترسره شو.
يا د عملي کار چي د ځينو سامان آلاتو او ضروري شيانو څخه پکښي استفاده شوې وه ترسره شو چي څنګه کولای شو دخاوري د ټکسچر عمده او فرعي صنفونه پيداکړو.
چي ياد عملي کارد (ټکسچر عمده او فرعي) صنفونو پيدا کول په لومړي قدم کي د استاد قرانمل لخوا ترسره ور پسې محصلينو هم ياد عملي کار په خپل وار سره ترسره کړ.
په درنښت
نيټه ۱۴۰۲/۲/۲۵
د کرهڼي پوهنځی د نشراتو فرعي کميټه.

د پوهنتون دپاک کاري او د هرزه و ښو دکنټرول عمومي اشر ترسره شو.نن يک شنبه د ۱۴۴۴/۱۰/۲۳  نيټه د سر سبزی دعمومي کميتې د امر...
14/05/2023

د پوهنتون دپاک کاري او د هرزه و ښو دکنټرول عمومي اشر ترسره شو.
نن يک شنبه د ۱۴۴۴/۱۰/۲۳ نيټه د سر سبزی دعمومي کميتې د امر ن پوهنيار سيد فريد شاه قرانمل په لار ښوونه د کرهڼي پوهنځی د محصلينو لخوا (زموږ پوهنتون زموږ کور) تر نامه لاندي د پاک کارۍ عمومي اشر ترسره شو.
د سر سبزی عمومي کميټې امر چي دغه اشر يې په لاره اچولی وو خپلو خبرو کي يادونه وکړل چي د پوهنتون د چاپير يال پاک ساتل د ټولو ګډ مسؤ ليت دی، او ټينګار يې وکړی چي دپوهنتون په پاک ساتلو کي ټول محصلين بايد پراخه ونډه واخلي.
ښاغلي قرانمل صاحب په پوهنتون کي د محصل اوسيدني فرهنګ د رعايتولو او پاک کارۍ په برخه کي د محصلينو رول ته په اشارې ننی اشر ټولو محصلينو او پوهنتون کي او سيدونکو ته يو ښه پيغام وباله، ترڅو ټول خپل پوهنتون په خپله پاک وساتي، همدارنګه يې خپلو خبرو کي د اشر موخه د پوهنتون د پاک ساتلو انګېزې پياوړتيا ياده کړه او د ټولو محصلينو او کار مندانو څخه يې وغوښتل، چي د خپلو صنفونو، کار ځای او اوسيدو ځايونو پاک کاري ته توجو وکړئ او کثافت په خپلو ټاکل سویو ځايونو کښي واچوئ.
ننی اشر د کرهڼي پوهنځی، اقتصاد پوهنځی او مربوطه ډيپارټمنټونو ومخي ته ترسره شو چي د يادي ساحې څخه ټوله خځلي پلاستيکان پاک او همدارنګه دنوي کينول شوي چمني او د کرهڼي او اقتصاد پوهنځی و مخي ته دکرل شوو ګلانو څخه ټولي هرزه ګياوي ليري او کنټرول شوې.
په درنښت
د نشراتو فرعي کميټه
نيټه: ۱۴۴۴/۱۰/۲۳

دفغانستان د کرنيزو علومو او تکنالوژۍ ملي پوهنتون او د ميرويس خان نيکه زابل لوړو زده کړو مؤسسې تر منځ د دوه اړخيزو همکاري...
12/05/2023

دفغانستان د کرنيزو علومو او تکنالوژۍ ملي پوهنتون او د ميرويس خان نيکه زابل لوړو زده کړو مؤسسې تر منځ د دوه اړخيزو همکاريو تفاهمليک لاسليک شو.
د چهار شنبې په ورځ چي ۱۴۴۴/۱۰/۲۰ هـ ق ۱۴۰۲/۲/۲۰ هـ ش نيټې سره يې سمون درلود د دواړو علمي ادارو ترمنځ د دوه اړخيزو همکاريو تفاهمليک مراسم تر سره شول، چي په يادو مراسمو کښي د کرنيزو علومو او تکناوژۍ ملي پوهنتون رهبري او د ميرويس خان نيکه زابل دلوړو زده کړو مؤ سسې محترم رئيس روح الله مشال، دکرهڼي پوهنځی محترم رئيس حاجي ګل همت او دباغداري څانګي امر نوماند پوهنيار محمد نادر شيزاد ګډون درلود.
ياد مراسم د قرانکريم د څو مبارکو آياتونو په تلاوت سره راپیل شوه، چي په لومړي سر کښي د اناسټو پوهنتون محترم رئيس پوهنيار ثناء الله ارغستاني خپله وينا واورول، دښه راغلاست ترڅنګ يې دياد تفاهمليک پر ارزښت او ګڼو ګټو خبري وکړې او خوښي يې وښوده چي نن د دواړو علمي ادارو تر منځ يو مهم تفاهمليک لاسليک کيږي. همدا رنګه ښاغلي ارغستاني د علمي اداري د تجاربو پر تبادلې، د دواړو علمي ادارو د امکاناتو او وړتياوو څخه پر ګټي اخيستني، د استادانو او محصلينو ترمنځ په څيړنيزو برخو کښي د علمي اړيکو پر پراختيا او او اناسټو پوهنتون د ماسټرۍ برنامې په اړه څرګندوني وکړې او د ميرويس خان نيکه زابل دلوړو زده کړو مؤ سسې رهبري ته يې د پوره همکاریو ډاډ ورکړ.
ورپسي د ميرويس خان نيکه زابل دلوړو زده کړو مؤ سسې محترم رئيس روح الله مشال خپله وينا واورول چي د يادو دوه اړخيزو همکاريو د ضرورت او تطبيق په اړه يې هر اړخيز بحث وکړ او اناسټو پوهنتون ته يې په خپله برخه کښي د هر ډول همکاريو چمتوالی وښود.
د غونډي په پای کښي د دواړو علمي ادارو درهبريو تر منځ ياد تړون لاسليک او غونډه د دعائيه ويلو سره پای ته ورسيده.
په درنښت.
د نشراتو کميټه
ورځ: چهارشنبه
نيټه: ۱۴۴۴/۱۰/۲۰ هـ ق ۱۴۰۲/۲/۲۰ هـ ش

Address

Qalat

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Zabul University Agriculture Faculty زابل پوهنتون کرهڼه پوهنځی posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share