23/04/2024
شري څه ډول ناروغي ده؟
د ماشومتوب د دورې
یوه حاده انتانې ناروغي ده
چي د Myxy virus ګروپ دیوخاص وایروس په واسطه رامنځته کيږي. چی عام کلینیکی اعراض اوعلایم یی تبه، دلوړتنفسې سیسټم اعراض (Coryza, cough) اوموضعې رشونو څخه عبارت دی. په پرمخ تلونکې هیوادونوکې یې مړینه اومصابیت ډیردي چي یوازي انسانان پري اخته کیږي.
• Problem statement
په ټوله نړي کې په اینډمیک ډول رامنځ ته کیږي خوکیدای سي ایپډمې هم رامنځته کړي. په پرمخ تللو هیوادونو کې کمه ده اوپه پرمخ تلونکوهیوادونو کې یوه عامه ناروغې ده.په لوړه کچه مړینه اومصابیت یې په ماشومانوکې د واکسین نه ورکول دي.
دشرې دختمولو په مقابل کې ننګونې
۱. دمعافیتې سیسټم کمزوري. ۲. د Measles لوړ انتانې فطرت، ۳. هغه خلک چي دشخړو له وجې واکسین ته لاس رسي نه لري. ۴.دخلکو انکار له واکسین څخه، ۵. ایپیډیمیولوژیک بدلونونه، ۶. دزیات واکسین درانیولو ضرورت، ۷. دخلکو اومالې سرچینو په مینځ کې فاصله.
• Epidemiological determinants
Agents factor
a. عامل: شري دیو Paramyxo RNA وایروس په واسطه رامنځته کیږي یوسروټایپ لري چي د انسان د وجود پرخارجې سطح د اوږد وخت لپاره ژوند نسې کولاي. مګرهغه وخت انتانې وي چي ترصفر درجي کښته حرارت کې و اوسې.
b. منبع: یوازینې منبع یې دشري واقعه ده او ناقل یی معلوم ندي.
c. انتانې مواد: په مخبیره دوره او درشونو په لمړي مرحله کې دتنفسې سیسټم افرازات انتانې وي.
d. سارې توب: شري په مخبره دوره او د پیلیدو په وخت کې زیات سارې وې او د رش دښکاره کیدو وروسته کمیږي. دسارې توب دوره تقریباً څلور ورځې مخکي او څلور ورځي وروسته د رش دښکاره کیدو څخه وې. یوهفته جلاوالي د رش د شروع څخه دساري توب دوره ډیره محدوده وې.
• Host factors
a. عمر: په Infancy & childhood کې هریو اخته کولاي سي( دشپږ میاشتو اودرو کالوپه عمرډیرورته مساعد دی). په پرمختلونکو هیوادو نوکې چي ناسم محیطي شرایط ولری هغه ماشومان چي دپنځو کالو څخه اضافه عمرولرې هم اخته کوی. په پرمخ تللو هیوادونو کې دواکسین داستعمال په وجه یې واقعات کم سوي دي.
b. جنس: واقعات یې په دواړه جنسونوکې برابر دي.
c. معافیت: هیڅ عمر معاف ندي کچیري پخواني معافیت نه وي. یوه حمله دشري دټول عمر لپاره معافیت رامنځته کوي او دوهمه حمله یې نادره ده. Infant دمورني انټې باډې په واسطه ترشپږ میاشتو پورې ل