Al-Noor Islamic University Online

Al-Noor Islamic University Online Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Al-Noor Islamic University Online, College & University, Gandaf.

25/08/2021
پیچھے دیکھو! پیچھے
31/07/2021

پیچھے دیکھو! پیچھے

28/07/2021

ساون کا موسم

24/07/2021

فٹبال والے پلئیرز کو مینشن کریں ⚽⚽⚽

22/07/2021

Mashallah

20/07/2021

تکبیرات عیدین

   څوک چي د اختلاف المطالع اعتبار قائل نه دي هغوي ځانونه مه ستړي کوئ ، البته هغه علماء کرام چي د اعتبار اختلاف المطالع ق...
20/07/2021





څوک چي د اختلاف المطالع اعتبار قائل نه دي هغوي ځانونه مه ستړي کوئ ،
البته هغه علماء کرام چي د اعتبار اختلاف المطالع قائلین دي مګر د عرفې په روژه کي بیا متردد دي اکثره یی د سعودی په حساب سره د عرفې روژه نیسي حالانکه اخترونه او روژې بیا د خپل ملک د رؤیت په اعتبار سره کوي ..

دغه فضلاء دا فکر کوي چي ګني د عرفې د روژې مشروعیت د حاجیانو د عرفات په مناسبت سره دې ، حالانکه دا خبره شرعاً کمزوري او بې دلیله ده د یو څو وجوهاتو په اساس:

1⃣ د عرفې روژه مخکي سنت یا مستحب شوي ده او حج روسته په نهم کال د هجرت فرض شوی دی...

#دليل: بناء په اصح قول حج په نهم یا لسم کال د هجرت فرض شوی دی او رسول الله ص به د عرفې روژه د حج کولو نه مخکي هم نیوله لاندي حدیث پري دلیل دی..... دا ددې خبری دلیل دی چي د عرفې د روژې تعلق د وقوف بعرفات سره نشته ځکه رسول الله چي دغه روژه نیوله یو مسلمان هم په عرفات نه وو بلکي د سره نه حج فرض شوې هم نه وو ....

عن هنيدة بن خالد، عن امرأته، عن بعض أزواج النبي صلى الله عليه وسلم قالت: «كان رسول الله صلى الله عليه وسلم يصوم تسع ذي الحجة، ويوم عاشوراء، وثلاثة أيام من كل شهر، أول اثنين من الشهر والخميس»
رواه أبو داوود و حسنه السيوطي و صححه الألباني....
نو مشابهت د کومه شو ؟!

2⃣ ځني خلک بیا دا وهم کوي چي حدیث کي فقط لفظ د یوم عرفة ذکر دې لهذا روژه به د حاجیانو د وقوف په ورځ وي ...
مونږ وایو د امت په دې اجماع ده چي یوم عرفة نهم د ذي الحجي ته وایی او دا حسب البلدان والمطالع مختلف وي د چا مخکي د چا روسته...
یو څو شواهد در واخلئ:

قال ابن قدامة -رحمه الله-: «فأما يوم عرفة: فهو اليوم التاسع من ذي الحجة»..

وقال شمس الدين الزركشي الحنبلي: «ويوم عرفة هو اليوم التاسع من ذي الحجة بلا ريب»

وقال شمس الدين الكرماني -رحمه الله-: «فإن قلت: عرفة اسم الزمان، وهو اليوم التاسع من ذي الحجة، فما المراد منها. قلت: المراد إما الزمان -أي رجع من وقوف عرفة بعرفات، أو من مكان عرفة-، وإما المكان لما قيل: إن عرفة وعرفات مفردًا وجمعًا جاء كلاهما اسمًا للمكان المخصوص، والأول أولى ليوافق الاصطلاح المشهور للفقهاء»...

وقال العيني -رحمه الله-: «قوله من عرفة على وزن فعلة اسم للزمان، وهو اليوم التاسع من ذي الحجة، وهذا هو الصحيح، وقيل: عرفة وعرفات كلاهما اسمان للمكان المخصوص»...

وقال شيخ الإسلام زكريا الأنصاري: «سن صوم يوم عرفة، وهو تاسع ذي الحجة»..

وقال شمس الدين الخطيب الشربيني: «وصوم يوم عرفة، وهو تاسع ذي الحجة لغير الحاج»...

وقال شمس الدين الرملي: «وصوم يوم عرفة وهو تاسع ذي الحجة لغير الحاج»...

وقال محمد بن عبدالله الخرشي المالكي -رحمه الله-: «قوله: وعرفة وعاشوراء هذه المواسم المشار بقوله وغيره من المواسم، وعاشوراء ونصب شعبان موسم من حيث الصوم وغيره مما يطلب فيه، والمواسم جمع موسم الزمن المتعلق به الحكم الشرعي، ولم يرد معرفة موضع الوقوف، بل أراد به زمنه، وهو اليوم التاسع من ذي الحجة»...

وقال أبو الحسن العدوي -رحمه الله-: «وكذلك صوم -يوم عرفة- وهو التاسع من ذي الحجة مرغب فيه»...

وقال عبدالرحمن بن محمد الجزيري -رحمه الله-: «يندب صوم اليوم التاسع من ذي الحجة، ويقال له: يوم عرفة، وإنما يندب صومه لغير القائم بأداء الحج».....

3⃣ په دې ورځ د حاجیانو د پاره روژه ممنوع ده د روژې استحباب فقط د غیر حجاجو د پاره دې په دې اساس دغه مناسبت بیانول شرعاً غیر دقیق دې....

4⃣ تر څوارلس سوو کالو د ټولې نړۍ مسلمانانو د خپل رؤیت په اعتبار سره د عرفې روژي مختلفي نیولي دي ځکه میډیا او جدید اتصالات خو نژدې وقت کي ایجاد شوي او کارول شوي دي ، نو د مکې نه علاوه نورو بلادو ته د حجاجو د وقوف پته نه لګیده دا ناممکنه وه خو نهم د ذي الحجي له یی اعتبار ورکولو او شارع په ناممکناتو څوک نه مکلف کوي بلکي اسباب ظاهري پوري عبادات او تکلیف مربوط وي ...
عبدالعزيز البخاري -رحمه الله فرمایي-: «إنما وضعت الأسباب لأجل التيسير على العباد ليتوصلوا إلى معرفة الواجبات بمعرفة الأسباب الظاهرة»..

تاج الدين السبكي -رحمه الله فرمایي-: «إذا عرفت هذا فمن محاسن الشرع ضبط الأحكام بالأسباب الظاهرة وإقامتها عللًا يدور الحكم معها وجودًا وعدمًا، والعدول عن الأسباب الخفية وإن كانت هي الحكم ولها مناط الحكم بالأصالة لعسر انضباطها، وما تؤدي إليه محاولته إليه من المنازعة»..

نو ظاهره خبره ده چي رسول الله صلی الله علیه وسلم د نهم ذي الحجي د روژې امر کړی دی حسب اختلاف البلدان و مطالعهم ځکه د مکې او حاجیانو وقوف متابعه کول د نورو ملکونو والاؤ د پاره د نن نه مخکښې سبب خفي وو او شرع تکلیف بما لا یطاق نه کوي ...

5⃣ اتفاقي مسئله ده عقلا او شرعا چي د نورو عباداتو مثلا مونځ روژه وغیره د پاره د هر ملک خپل وقت او رؤیت دی نو بیا د عرفې د روژې استثناء په کوم دلیل سره کوئ ؟

6⃣ کوم علماء چي د اختلاف المطالع معتبر ګنړلو قائلین دي هغوي دا اختلاف په ټولو دولسو میاشتو کښې معتبر ګنړي او ګنړلې ئې دې ...
فقط د ذي الحجې استثناء کول بلکي صرف د عرفې استثناء په کوم دلیل کوئ؟

د سلفو نه دا اختلاف بلکل نه دې ثابت بلکي یا خو هغوي د اختلاف المطالع په ټول کال کي قائل وو او یا نه وو ...دا درېم مسلک د معاصرینو پکښې که چاته معلوم وي نو هاتوا برهانکم؟!

7⃣ که د یوم عرفې نه مراد فقط د مکې او حجاجو یوم عرفة شي نو بیا خو باید د هغوي وقت هم معتبر شي د مکې په توقیت سره د طلوع فجر نه تر د غروب الشمس پوري باید روژه ونیول شي ځکه همدغه د وقوف وقت دې حالانکه په ډیرو ملکونو کي په دغه ټائم شپه وي د ګهنټو فرق خو ورسره د ټولو ملکونو دې ....
امام شاطبي رحمه الله فرمائي:
«إذا ثبت أن الشارع قد قصد بالتشريع إقامة المصالح الأخروية والدنيوية، فذلك على وجه لا يختل لها به نظام، لا بحسب الكل، ولا بحسب الجزء، وسواء في ذلك ما كان من قبيل الضروريات أو الحاجيات أو التحسينات، فإنها لو كانت موضوعة بحيث يمكن أن يختلَّ نظامها أو تختلَّ أحكامها، لم يكن التشريع موضوعًا لها، إذ ليس كونها مصالح إذ ذاك بأولى من كونها مفاسد، لكن الشارع قاصد بها أن تكون مصالح على الإطلاق، فلابد أن يكون وضعها على ذلك الوجه أبديًّا وكليًّا وعاما في جميع أنواع التكليف والمكلفين وجميع الأحوال، وكذلك وجدنا الأمر فيها، والحمد لله»....
حالانکه بناء په دغه تفریق او اختلاف غټ خلل او اختلاف رامنځ ته کیږي

فما هو جوابکم فهو جوابنا چي وقت یو نه شي کیدلې نو ورځ هم یوه ضروري او مناسبه نه ده د مکې خپل نهم د ذي الحجې دې او د نورو ملکونو بیل.. مکې والا به د مکې د وقت او رؤیت موافق مشروع عبادات کوي او نورو ملکونو والا به خپل ...

8⃣ د امت په دې اجماع ده چي وقوف په عرفات د اختر په شپه هم صحیح دې ، شیخ شنقیطي په اضواء البیان 438 ج4 كي اجماع رانقل کړي ده ...

ترمذي کي د وقوف بعرفات لیلا حدیث ذکر دې بل روایت ابو داوو 1950 كي هم ذكر دې : عن عُروةَ بنِ مُضَرِّس الطَّائيِّ رَضِيَ اللهُ عنه، أنَّ النبيَّ صلَّى اللهُ عليه وسلَّم قال: ((مَن شَهِدَ صلاتَنا هذه، ووقَفَ معنا حتى ندفَعَ، وقد وقف بعَرَفةَ قبل ليلًا أو نهارًا؛ فقد أتَمَّ حجُّه وقضى تَفَثَه)) :....
نو که چرته د څه عارض د وجي نه حجاج په عرفات د شپې وقوف وکړي نو بیا به د عرفې روژه د شپې نیسئ که څنګه؟ ځکه تاسو خو د عرفې د روژې یواځینی سبب وقوف بعرفات ګنړئ....

9⃣ د ځني هیوادونو رؤیت د سعودیه نه یو ورځ مخکی دې لکه د سعودي غرب طرف ته واقع ملکونه لیبیا مراکش تونس د روس بعضي علاقې چین وغیره ، د مکې د عرفې په ورځ د هغوي اختر وي دوي به څه کوي؟
د اختر په ورځ روژه؟ که
ددوي د پاره د عرفې پیکج نه دی میسر؟

10 #/ د تکبیرات مقیده په حقله مفسرین فرمایی دا پینځه ورځي مشروع دي (واذکروا الله في أيام معدودات)
حالانكه څوک چي عرفه د عربستان سره او اختر د پاکستان سره کوي د هغوي د تکبیراتو مدت شپږ ورځي برابریږي ، باید صاحبان د تفسیر په وقت کي دا استثناء بطنیه هم بیانه کړي...


په آخره کي د شیخ ابن عثیمین رحمه الله رایه هم رانقل کوم ... کله چي ترینه په دې حقله استفسار وشو جواب یې ورکړو:

«هذا يبني على اختلاف أهل العلم: هل الهلال واحد في الدنيا كلها أم هو يختلف باختلاف المطالع؟ والصواب أنه يختلف باختلاف المطالع، فمثلًا إذا كان الهلال قد رؤي بمكة، وكان هذا اليوم هو اليوم التاسع، ورؤي في بلد آخر قبل مكة بيوم، وكان يوم عرفة عندهم اليوم العاشر، فإنه لا يجوز لهم أن يصوموا هذا اليوم؛ لأنه يوم عيد.
وكذلك لو قدر أنه تأخرت الرؤية عن مكة، وكان اليوم التاسع في مكة هو الثامن عندهم، فإنهم يصومون يوم التاسع عندهم الموافق ليوم العاشر في مكة، هذا هو القول الراجح؛ لأن النبي صلى الله عليه وسلم يقول: «إذا رأيتموه فصوموا، وإذا رأيتموه فأفطروا»..

#خلاصه دا شوه: صوموا لرؤیته و أفطروا لرؤیته .....
صومکم یوم یصوم الناس و فطرکم یوم یفطرون و أضحاکم یوم تضحون ....

د عرفې روژه هم باید هر ملک د خپل رؤیت موافق په نهم د ذي الحجي ونیسي ..
دا رایه د معروفو مشایخو په شمول د الشیخ أبوعمر عبد العزيز النورستاني حفظه الله هم ده..
والعلم عند الله تعالى
Al Noor Islamic University Online
https://wa.me/923459609701

20/07/2021

ہوشیار باش
چوری کرنے والے گروہ ایک بار پھر مارکیٹ میں سرگرم عمل

19/07/2021

Address

Gandaf

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Al-Noor Islamic University Online posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share