Pukhtoon Students Federation University Campus Peshawar

Pukhtoon Students Federation University Campus Peshawar We are struggling for students rights.

21/06/2022

خبرتېا!
د پښتون سټوډنټ فېډرېشن کرنه پوهنتون اېګريکلچر فېکلټي صدر حبيب يار له اړخه صبا سټډي سرکل راجوړ کړي شوي دې چې د اسلاميه پوهنتون پوهان نويد سرجي به د سيمئيز حالات اؤ د هغې اثرات په حواله وېنا کوي. ټول همفکره ملګرو ته د ګډون بلنه ده.

وخت :- صبا (۲۲/۶/۲۰۲۲) مازيګر ۵ بجې
ځاېې: سټار هاسټل چمن

جنيد خان
ستر سکتر
پي ايس ايف کرنه پوهنتون اګريکلچر فيکلټي پېښور

نن ورځ ځمونږ د قامپرستو د پاره ډيره د خوشحالې ده ځمونږ مشر ځمونږ د قانون د لارې مباريز  محترم صدر رحمان الله ايډوکيټ هائ...
14/05/2022

نن ورځ ځمونږ د قامپرستو د پاره ډيره د خوشحالې ده ځمونږ مشر ځمونږ د قانون د لارې مباريز
محترم صدر رحمان الله ايډوکيټ هائي کورټ پیښور بار کونسل ۲۰۲۲ اليکشن د ملګري وکیلان فورم نه بريا ترلاسه کړه، ملګري وکيلانو او ټول پښتون اولس ته د زړه له کومې مبارکي وايم چې د قام پرمختګ لپاره جدوجهد وکړو او بريا ترلاسه کړه په خصوصي توګه د ووټرز ډير منندو یم چې دوي خپل ووټ صحيح استعمال وکوو او په قانون لارې کښې اجتماعي پريکړې وکړي ملګرو وکيلانو ځمونږ هر وخت خه په نره خدمت کړې او د تمه ترې لرو چې په راروان وخت کې به دوې ځمونږ پر سنګ ولاړ وې مونږ پښتون سټوډنټ فيډريشن ملګرې وکيلان خپل فخر او وياړ ګڼو

سرور کاکړ ستر سيکتر ارګنايزينګ کميټی پښتون سټوډنټ فيډريشن پيښور کيمپس

"باچا خان نائټ کرکټ ټورنامنټ "د پښتون سټوډنټس فیډرېشن پېښور پوهنتون لۀ اړخه راجوړ شوې اولنے "باچا خان نائټ کرکټ ټورنامنټ...
17/04/2022

"باچا خان نائټ کرکټ ټورنامنټ "
د پښتون سټوډنټس فیډرېشن پېښور پوهنتون لۀ اړخه راجوړ شوې اولنے "باچا خان نائټ کرکټ ټورنامنټ" د صدر وقاص طارق شینواري پۀ مشرۍ کښې پۀ ټورنمنټ کښې نن څلور میچونه اوشول. یاده دې وي چې دا ټورنامنټ بۀ تر ۲۰م اپرېل پورې دوام لري. چې پکښې د مختلفو څانګو او تنظیمونو د کرکټ ټیمونه لوبه کوي.

سید منېر اختر
ستر سېکتر پښتون سټوډنټس فیډرېشن پېښور پوهنتون

نن د پښتون سټوډنټس فیډریشن پیښور پوهنتون له خوا راجوړ شوي کرکټ ټورنمنټ کښي  د پښتون سټوډنټس فیډریشن زرعي پوهنتون او  د پ...
17/04/2022

نن د پښتون سټوډنټس فیډریشن پیښور پوهنتون له خوا راجوړ شوي کرکټ ټورنمنټ کښي د پښتون سټوډنټس فیډریشن زرعي پوهنتون او د پښتون سټوډنټس فیډریشن پیښور پوهنتون تر منځه میچ اوشو. د پښتون سټوډنټس فیډریشن پيښور پوهنتون لوبغاړو ړومبی اولاړه اوکړه او 76 رنز سکور یی اوکړو کوم چي د پښتون سټوډنټس فیډریشن زرعي پوهنتون لوبغاړه د یو وکټ په نقصان 4 اوورز کښي راواړوو او بریا یی ترلاسا کړه.
په کامياب ټورنمنټ جوړولو پښتون سټوډنټس فیډرېشن پيښور پوهنتون ته ډاډګيرنه او نېکې هېلې.

خبريال سکتر
پي اېس اېف
زرعې پوهنتون پيښور

پښتون سټوډنټس فیډریشن کیمپس لاخوا عامر عثمان خټک رور ته په لیکچرر جوړیدو مبارکباد وایو۔امید دی چی زدکونکو کښې به د باچاخ...
14/02/2022

پښتون سټوډنټس فیډریشن کیمپس لاخوا عامر عثمان خټک رور ته په لیکچرر جوړیدو مبارکباد وایو۔
امید دی چی زدکونکو کښې به د باچاخان بابا د سوچ او فکر جذبه برسیره کښې

مېاشتنې سټډي سرکل نن په کرکله پوهنتون کښې د صدر اکرام الله په مشرې کښې په کرکله پوهنتون کښې ترسره شو۔ده سټډي سرکل ټاٸټل ...
09/02/2022

مېاشتنې سټډي سرکل نن په کرکله پوهنتون کښې د صدر اکرام الله په مشرې کښې په کرکله پوهنتون کښې ترسره شو۔
ده سټډي سرکل ټاٸټل د اجمل خټک بابا سېاسي او ادبي خدماتو مخکتنه وو۔ پروفېسر ډاکټر زرمحمد سنګر صېب او مشر پوهان پروفېسر نورالامين ېوسفزﺉ صېب په سټډي سرکل کښې ګډون ووکړو او په ټاپک باندې ګټورې، مفصله او بشپړه خبرې ووکړې۔
د سټډي سرکل د نظامت چارې ستر سکتر عمېر ارباب ترسره کړې۔
په سټډي سرکل کښې د باچا خان اېجوکېشن بورډ صدر وقار خټک صېب، د کرنې پوهنتون فنانس ډاٸرېکټر کفاېت خټک صېب، د پښتون سټوډنټس فېډرېشن مرکزي خبرېال سکتر ملک حسنېن، مرکزي کونسل غړې خېام شاه ېوسفزﺉ، صوباﺉ ستر سکتر نعمان شېر، صوباﺉ کلتور سکتر ضېاء جان، د اسلامېه پوهنتون صدر او ستر سکتر، د پېښور پوهنتون ستر سکتر سره سره د کرنه پوهنتون ذدکړه کونکو ګډون ووکړو۔
په اخره کښې صدر اکرام الله ده ټولو مېلمنو ګډونوالو مننه او شکرېه ادا کړه۔
خبرېال سکتر
پښتون سټوډنټس فېډرېشن
کرنه پوهنتون پېښور

پختون سٹوڈنٹس فیڈریشن اسلامیہ کالج یونیورسٹی کا طلبہ یونین کی بحالی کیلئے پرامن احتجاجی مظاہرہ زیر قیادت گل حسن منعقد ہو...
09/02/2022

پختون سٹوڈنٹس فیڈریشن اسلامیہ کالج یونیورسٹی کا طلبہ یونین کی بحالی کیلئے پرامن احتجاجی مظاہرہ زیر قیادت گل حسن منعقد ہوا۔ مظاہرے میں پی ایس ایف کے مرکزی نائب صدر رحمان صافی، رکن مرکزی کونسل خیام شاہ، صوبائی جنرل سیکرٹری نعمان شیر، آریا خان محمدزئی اور دیگر ذمہ داران سمیت کثیر تعداد میں کارکنان نے شرکت کی۔

"د ستر لیکوال او قامي مبارز "اجمل خټک" تلین غونډه"نن پۀ  پښتو میوزیم هال پښتو اکېډیمۍ پېښور پوهنتون کښې د لوي قامپرست لی...
08/02/2022

"د ستر لیکوال او قامي مبارز "اجمل خټک" تلین غونډه"
نن پۀ پښتو میوزیم هال پښتو اکېډیمۍ پېښور پوهنتون کښې د لوي قامپرست لیکوال او د عوامي نېشنل ګوند پخواني مرکزي مشر ارواښاد اجمل خټک تلین غونډه وقاص خان صدارت کښې ولمانځل شوه. چې د نظامت چارې د پښتون ایس ایف پېښور پوهنتون ستر سیکرتر سید منیر اختر تر سره کړې. دغسې دې غونډه کښې پۀ ګڼ شمېر کښې د پښتون ایس ایف ملګرو شرکت وکړو.
د غونډې مشر مېلمه د پښتو ادب تکړه لیکوال نور الامین یوسفزے ؤ. دوي پۀ خپلو خبرو کښې د اجمل خټک پۀ ادبي او سیاسي مبارزه باندې مفصلې خبرې وکړې.
د دې تر څنګ د پښتون ایس ایف پېښور پوهنتون پخواني چئیرمېن او پي ایچ ډي سکالر پروفیسر ډاکټر اختر اقبال یوسفزئ هم د اجمل صاحب پۀ سیاسي ژوند خپل خیالات شریک کړل، دوي زیاته کړه چې د پښتون ایس ایف منځ ته راتګ کښې د اجمل صاحب د فکر و نظر لوي لاس ؤ. د دوي فکر و اشعار د پښتون ایس نا لیکلے ائین دے. او نن هم د اجمل صاحب فکر و نظر د پښتون ایس ایف د سیاست روح دے مونږ به د اجمل صاحب پۀ ښودلې لار د باچا خان د کاروان د ملګرتیا پۀ حساب او د خپلې قامي او ترقي پسندې بیانیې لکه د اجمل صاحب ستړې کوو
ځکه چې د اجمل خټک مبارزه د معاصر سیاسي صورتحال سره سمه د قام پۀ ګټه، ابادۍ، ازادۍ او ترقۍ باندې تمامېږي.
غونډه کښې د مرکزي خبریال سیکتر حسنین خان، مرکزي نائب صدر مدثر اقبال، کیمپس سیکتر رحمان الله شیرپاؤ هم ګډون درلود
د پروګرام پۀ اخره کښې سابقه صوبائي کلتور سیکرتر شوکت سوات د اجمل خټک کلام هم زمزمه کړو
محمد عادل حسېن خبریال سیکتر
پښتون سټوډنټس فیډریشن پېښور پوهنتون

د پښتون سټوډنټس فيډرېشن پيښور کېمپس يو اهم جنرل باډي ميټنګ اسلاميه کالج پوهنتون کښې د کېمپس صدر خالد خان په مشرې کښې وشو...
24/01/2022

د پښتون سټوډنټس فيډرېشن پيښور کېمپس يو اهم جنرل باډي ميټنګ اسلاميه کالج پوهنتون کښې د کېمپس صدر خالد خان په مشرې کښې وشو. جنرل باډي ميټنګ کښې ايجنډه مرستيال سيکتر مهېمن شاه باچا وړاندې کړه او د غونډې نظامت چارې ئې ترسره کړې.
غونډه کښې د پښتون سټوډنټس فيډرېشن مرکزي کونسل غړې خيام شاه يوسفزئي، د پښتونخوا ستر سيکتر نعمان شیر، خبريال سيکتر موسی خان، ماليات سيکتر شهاب رحمان، پيښور کېمپس سينئر نائب صدر مصطفی خان، اسلاميه کالج پوهنتون صدر ګل حسن، ستر سيکتر آريا خان محمدزئي، کرکيله پوهنتون صدر اکرام خان او د يونټو ډيرو ذمه وارو ملګرو ګډون وکړو.
د پيښور کېمپس ټولو مشرانو او ورکرانو په دې خبره اتفاق وکړو چې ايګريکلچر پوهنتون کښې د پښتون سټوډنټس فيډرېشن پښتونخوا سباني د باباګانو برسۍ دستوره کښې به په ګڼړ شمیر تعداد کښې شرکت کوي.

مرستيال سيکتر
مهېمن شاه باچا
پښتون سټوډنټس فيډرېشن پيښور کېمپس.

د پښتون سټوډنټس فیډرېشن پېښور پوهنتون تنظیمي غونډه د صدر وقاص طارق شینواري پۀ مشرۍ کښې ترسره شوه. ستر سېکتر سید منېر اخت...
15/01/2022

د پښتون سټوډنټس فیډرېشن پېښور پوهنتون تنظیمي غونډه د صدر وقاص طارق شینواري پۀ مشرۍ کښې ترسره شوه. ستر سېکتر سید منېر اختر د غونډې ایجنډه وړاندې کړه چې پۀ بیلا بیلو موضوعاتو ډېرې ګټورې خبرې وشوې پۀ غونډه کښې د کابینې ملګرو ورسره د بیلا بیلو فیکلټیو زمه وارو ملګرو خپل ګټور تجویزونه شریک کړل. غونډه کښې د راروانې دستورې "welcome party and oath taking ceremony" پۀ حواله ګټور تجویزونه مخې ته راغلل . صدر وقاص طارق شینواري د تجاویزو پۀ رڼا کښې ملګرو ته د زبردسته تیارۍ هدایت وکړو او دا ژمنه ئې وکړه چې پښتون سټوډنټس فیډرېشن پېښور پوهنتون یو منظم تنظیم دے او خلکو ته ډاډ ورکوي چې د آئین پۀ رڼا کښې به خپل تنظیمي هلې زلې جاري ساتي.

محمد عادل حسېن، خبریال سېکتر پښتون سټوډنټس فیډرېشن پېښور پوهنتون

خبرتیا .....! د پېښور پوهنتون ټول روښان فکره او قام پاله طالبعلمان او طالبعلمانې دې خبر وي چې سحر 10 بجې (2021-11-24)به ...
23/11/2021

خبرتیا .....!

د پېښور پوهنتون ټول روښان فکره او قام پاله طالبعلمان او طالبعلمانې دې خبر وي چې سحر 10 بجې (2021-11-24)به د ايس ټې سې لان مخې ته د پښتون ایس ایف د ممبر شپ کېمپ لګي تاسو ټول کولے شئ چې زمونږ سره خپل ممبر شپ وکړئ

وصال یوسفزئے
ستر سيکتر آرګنائزنګ کميټي پښتون سټوډنټس فيډريشن پېښور پوهنتون

Address

University Town
Peshawar
25000

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Pukhtoon Students Federation University Campus Peshawar posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The University

Send a message to Pukhtoon Students Federation University Campus Peshawar:

Share