03/09/2026
💔
څو ورځې وړاندې په کوټه کې دا معصومه ماشومه زخمي شوې، او نن یې د سترګې د ژغورلو لپاره عملیات کېږي. د پېښې د عامل په اړه بېلابېل روایتونه خپرېږي؛ خو له هر څه مهمه خبره دا ده چې یو انسان دومره ولې ووهل شي چې د بدن یوه سترګه یې د تل لپاره له کاره ولوېږي؟
که دا د استاد له خوا وي، که د خپل ورور له خوا، که د بل چا له خوا تاوتریخوالی هېڅکله د منلو وړ نه دی.
ماشوم د وهلو لپاره نه د مینې، زده کړې، روزنې او ساتنې لپاره دی.
یوه تېروتنه په خبرو اصلاح کېدای شي، خو د یوه ماشوم د سترګې رڼا په وهلو بېرته نه راګرځي.
راځئ خپلو ماشومانو ته د قهر پر ځای صبر، د سزا پر ځای اصلاح، او د زور پر ځای مینه ور زده کړو.
د انسانیت تر ټولو لوی درس دا دی: له کمزوري سره رحم وکړه، ځکه هغه هم د یوه چا ټوله نړۍ ده. 🤲💔
الله دې د دې معصومې ماشومې عملیات په خیر کړي، سترګه دې یې روغه شي او د ژوند رڼا دې ورته بېرته را وګرځوي. آمین. 🤲 #آمین__یا__رب__العالمین