01/06/2022
د ترکیې سکالرشیپونو په اړه محترم استاد Mehraban ډيره ښه لیکنه کړی ده که څوک په شرایطو برابر وی نوم لیکنه ورته وکړی
د ترکيې سکالرشیپونه د ترکیې د هیواد ازاد رقابتی سکالرشیپونه دي چې مکمل مالي مصرف یې د ترکېې دولت ورکوي او هرکال له ټولې نړۍ څخه شاوخوا یو لک کسان ورته اپلای کوي او شاوخوا (۵۰۰۰) پنځه زره کسان د لسانس، ماسترۍ او دکتورا تحصیلي سویو او ریسرچ لپاره جذبیږي. دا چې بورسونه کاملا رقابتي بڼه لري او تر ټولو غوره کاندیدان انتخابیږي نو ځکه باید اپلیکشن په ډیر دقت سره په منظم ډول ډک شي (البته چې قسمت هم رول لري).
دغه بورسونو ته هر کال د جنوري له ۱۰مې څخه د فبروري میاشتې تر ۲۰مې پورې په انلاین بڼه نوم لیکنه کیږی. د ترکيې د بورسونو اپلیکیشن په اتو ژبو (ترکي، انګلیسی، عربي، فارسي، روسی، فرانسوي، بوسنیایي او هسپانوي) ډکیدلی شي، په کومه ژبه چې ډیر مسلط یاست هماغه ژبه وکاروۍ.
د ترکیې په بورسونو کې بریالي کیدل دوه پړاوه لري، لومړي پړاو کې د بورسونو په ویب سایټ www.turkiyeburslari.gov.tr کې ځانته حساب جوړوۍ او د ضرورت وړ معلومات او اسناد اپلوډ کوئ (البته اکونټ پکې هر وخت جوړیږي د جنوري لسمه شرط نده، ځنې معلومات پکې تیار اپلوډ کړئ). که څوک پخوانی اکونټ لري همغه نه استفاده کوی شي. دغه معلومات د بورسونو د ادارې لخوا اروزل کیږي، د هر چا اپلیکیشن چې د دوی په معیار برابر وي په دوهم پړاو کې یې مخامخ لیدنې(انټرویو) ته دعوت کوي. هغه څوک چې پدې مرحله کې هم بریالی شي نو د بورسونو د ادارې لخوا ورته د بریالیتوب ایمیل او د قبولۍ مکتوب Acceptance letter راځي.
د ترکيې د بورسونو امتیازونه:
1. یو ځل د تګ-راتګ د طیارې ټکټ
2. میاشتنی خرچه (لسانس کې ۸۰۰ ترکي لیرې، ماسترۍ کې ۱۱۰۰ لیرې او دکتورا کې ۱۶۰۰ لیرې، ممکن سږکال پکې لږ څه زیاتوالی راغلی وي)
3. د پوهنتون درسونه وړیا دي
4. لیلیه او یا ېې معادل مصرف
5. د ترکي ژبې یوکلن کورس
6. صحي بيمه
7. په اپلای کولو کې د انګلیسی ژبې سند حتمي ندی
د ترکيې د بورسونو شرایط:
1. د لسانس لپاره هغه څوک اپلای کولای شي چې عمر یې له ۲۱ کلونو څخه کم وي، د ماسترۍ لپاره باید عمر له ۳۰ کلونو کم او د دکتورا لپاره باید عمر له ۳۵ کلونو کم وي. دا حتمي شرط دی.
2. د لسانس لپاره باید د لیسې د نمرو فیصدي له ۷۰٪ څخه زیاته وي، د ماسترۍ او دکتورا لپاره باید د یو درجه ښکتنۍ تحصیلي سوېې د نمرو فیصدي له ۷۵٪ څخه پورته وي.
3. که څوک غواړي طب انتخاب کړي نو د لیسې د نمرو فیصدي یې باید له ۹۰٪ څخه پورته وي او په ریاضي کې فوق العاده وړتیا ولري.
د ضرورت وړ معلومات او اسناد:
1. عکس
2. پاسپورت ( که پاسپورت نه وي تذکره هم ستونزه نلري)
3. د لیسې دورې شهادتنامه او درې کلنې نمرې
4. د لسانس دیپلوم او ترانسکریپت د ماسترۍ لپاره (د لیسې شهادتنامه او نمرې هم ضرور دي)
5. د ماسترۍ دیپلوم او ترانسکریپت د دکتورا لپاره ( د لیسې او لسانس دورې اسناد هم ضرور دي)
6. سی وي CV
7. د کاري تجربې اسناد یا سرټیفیکیټونه
8. ستاینلیکونه (تقدیرنامې)، ایوارډ.
9. د ټافل او ایلیټس اسناد ( که موجود وي ښه دی، که نه وي جبري ندي)
10. د اجتماعي او خیریه فعالیتونو اسناد، تقدیرنامه یا په اجتماعي او خیریه ټولنو کې د رضاکارۍ د غړیتوب سند (سرټیفیکیټ)
11. یو یا دوه ریفرینس لیټر یا ریکامنډیشن لیټرونه که یو پکې د علمي ادارې څخه وي بهتره ده مثلا د پوهنتون له استاد، پروفیسور...څخه او بل د کار ځای څخه.
د ترکيې په سکالرشیپونو کې بله مهمه مرحله د ځینو پوښتنو ځوابول (ریسرچ پروپوزل برابرول) دي، دا پوښتنې باید دقیقې او منطقي ځواب شي ځکه د اپلیکیشن په اروزونه کې مهم رول لري او د بریالیتوب لپاره د اساسي شرطونو څخه بلل کیږي. دغه پوښتنې په لاندې ډول دي:
1. Letter of intent
In this section, it is expected to explain following details: your academic and social experiences relating the field you want to take an education, your reasons for choosing Turkey for study and the importance of your future plans for your education and scholarship in Turkey. You can write the letter of intent in the language you can express yourself.
پدې برخه کې باید تاسې لاندې مسایل واضح کړئ:
الف- تاسې چې په ترکیه کې غواړۍ په کوم مسلک (فیلډ) کې زده کړې وکړئ (هغه که لسانس، ماستري او یا دکتورا وي) دغه مسلک مو ولی انتخاب کړی، تعلیمي او ټولنیز بګراونډ (تجربې) مو له دې مسلک سره څومره اړخ لګوي دا باید واضح شي، مثلا زه په سیول انجنیرۍ برخه کې دکتورا لپاره اپلای کوم، نو وایم چې زه ځکه غواړم په دې برخه کې اپلای وکړم چې ما د ښوونځي له دورې څخه په ریاضیاتو کې ښه وړتیا لرله، همدارنګه مې له ساختماني کارونو سره علاقه لرله او غوښتل مې چې ساختماني انجنیر شم، هماغه وو چې په کانکور کې می انجنیري انتخاب او ورته بریالی شوم او لسانس مې پدې برخه کې وکړ، څلور کاله شاوخوا مې له ساختماني شرکتونو سره په همدې برخه کې کار کړی او اوس غواړم د علمي او مسلکي پرمختګ په هدف همدې برخه کې دکتورا وکړم.
ب – ولې مو د زده کړو لپاره ترکیه انتخاب کړې، هر څوک به خپل دلایل وايي، مثلا زه وایم دا چې ما ماستري په ترکيه کې کړې، نو یو خو تیار په ترکي ژبه پوهیږم او په ترکیه کې مې تعلیم کول خوښيږي، بله دا چې د ترکیی د تعلیم سویه او سیستم په نړیوال معیار برابر دی او داسې نور دلایل.....
ج- له زده کړو وروسته ستاسې پلان څه دی او دغه پلان (هدف) ولې مهم دی هم ستاسې د تعلیم له نقطه نظره چې په ترکیه کې یې کوئ او هم د ترکيې د سکالرشیپ له نظره، پدې برخه کې به هر څوک خپل پلان او د پلان اهمیت تشریح کوي. مثلا زه د پوهنتون استاد یم ورته لیکم چې زما لپاره دوکتورا ځکه ضرور ده چې علمي او مسلکي پانګه مې زیاته شي، د تحقیق کولو ښه وړتیا پیدا کړم، د ترفیع په خاطر دکتورا مهمه ده، پوهنځی مو د دوکتورا لیول استادانو ته ضرورت لري او نور دلایل.... زه به د دکتورا له زده کړو وروسته بیرته وطن ته راګرځم، هغه پوهه او تجربه می چې په ترکیه کې ترلاسه کړي غواړم خپلو محصلینو او ځوانانو ته ورسوم، او یا هم غواړم په ترکیه کې د ریسرچ سکالرشیپ ته اپلای وکړم او یا نور.....نو پدې اساس د دغه سکالرشیپ ترلاسه کول نه یواځې زما لپاره بلکه زمونږ د پوهنځي او پوهنتون لپاره هم مهم دي.
2. Subject of study
په لومړۍ پوښتنه کې تاسې د خپلې تعلیمي رشتې (دیپارتمنت یا مسلک) په رابطه وضاحت ورکړی، دلته به د مسلک اړوند یو مضمون انتخاب کړی په کوم کې چې تاسې غواړۍ تحقیق یا ریسرچ وکړۍ مثلا زه construction management مضمون انتخابوم. ( د یادونې وړ ده چې دلته تاسې کوم مضمون انتخابوۍ که کامیاب شوئ ضرور نده چې حتما همدې مضمون کې ریسرچ وکړۍ، کولای شی بیا یې تبدیل کړی)
3. Working title (thesis)
Working Title (Up to 15 words) (Please write in short and concise terms the title of your work as a thesis or an article title.)
د ریسرچ (تحقیق) یا تیزس موضوع
پدې برخه کې به د همغه مضمون څخه چې تاسې په دوهمه پوښتنه انتخاب کړی د ریسرچ لپاره یوه موضوع وټاکۍ البته د موضوع نوم باید له ۱۵ کلمو څخه اضافه نشي مثلا زه غواړم پدې موضوع ریسرچ وکړم Construction claim management –case study. ( د یادونې وړ ده چې دلته تاسې کومه موضوع انتخابوۍ که کامیاب شوئ ضرور نده چې حتما همدې موضوع باندې ریسرچ وکړۍ، کولای شی بیا یې تبدیل کړی)
4. Analysis of the Problem (at least 75, maximum 300 words) in this section, briefly describe the topic and your theory (concept map) to be used in the study.)
پدې برخه کې تاسې د تحقیق په موضوع تفصیلي رڼا اچوۍ ا واضح کوئ یئ چې تاسې دقیقا په څه شي کار کوۍ، کوم معلومات غواړۍ د ریسرچ په پای کې ترلاسه کړۍ، دغه موضوع د چا لپاره مهمه ده، ولې مهمه ده، اهمیت يې په څه کې دی او ....
دا برخه باید له ۷۵ کلیمو څخه کمه او له ۳۰۰ کلیمو څخه زیاته نشي.
5. Research Method (minimum 50 maximum 300 words)”(Give information about the academic research methods you intend to use in this study. For example, in-depth interviews, observations, surveys, experiments, etc.)
د ریسرچ میتود (دا برخه هم باید له ۵۰ کلیمو څخه کمه او له ۳۰۰ کلیمو څخه اضافه نه وي) پدې برخه کې تاسې د علمی تحقیق د میتود باره کې وضاحت ورکوۍ، چې تاسې د انتخاب شوې موضوع باره کې د ریسرچ لپاره له کوم میتود نه استفاده کوۍ مثلا: کمی ، کیفی، کتابخانه ای تحقیق، سروې، تجربه (لابراتوار).... کوم میتود.
6. General Structure of the Study (at least 75, maximum 300 words) Write the main headings of the study.)
پدې برخه کې تاسې د خپل ریسرچ (تیزس) عمومي ساختمان لیکئ، یعنې هغه عمده عنوانونه (مسایل) چې په دې ریسرچ کې مهم دي. ( دا برخه باید له ۷۵ کلیمو څخه کمه او له ۳۰۰ کلیمو څخه زیاته نه وي).
7. Academic Contribution of the Study (minimum 75, maximum 300 words) (Explain how this study will contribute to your academic field.)
پدې برخه کې تاسې د خپل تحقیق د اهمیت په هکله وضاحت ورکوئ، خصوصا دا چې ستاسې دغه تحقیق به له علمي اړخه ستاسې له مسلک ( علمي یا مسلکي دنیا) سره څه مرسته وکړي، کومه خالیګاه به ډکه کړي، او څنګه به یې ډکه کړي (دغه تحقیق له مسلک سره څه ډول مرسته کوي). ( دا برخه هم باید له ۷۵ کلیمو څخه کم او له ۳۰۰ کلیمو څخه زیاته نه وي)
8. Literature Review (at least 75, maximum 300 words) (Please write down the main academic sources written in this study area.)
پدې برخه کې هغه مهم مأخذونه (ریفرینسونه) را اخیستل کیږي چې د ریسرچ د موضوع اړوند پخوا لیکل شوي، کوم ریسرچ شوی (نوم یې)، چا کړی، څه وخت شوی، کوم ژورنال کې خپور شوی...
If you have a subject in your application documents that you think is not clear enough and you want to explain, or if you want to draw the attention of the evaluation committee, please briefly explain in this section. You can write the description in the language you can express yourself.
که ستاسې په اپلیکیشن ( اسنادو) کې داسې برخه وي چې فکر کوئ سمه واضحه نده او اضافي تشریح ته اړتیا لري، او یا تاسې غواړۍ د ارزیابۍ د کمېټې توجه ځانته راجلب کړۍ، نو کولای شی پدې ځای کې لنډ وضاحت ورکړی. البته د توجه د جلبولو مختلفې لارې دي مثلا تاسې کومه فوق العادګی لرۍ چې باید بورس تاسې ته درکړل شي، دا بورس ستاسې لپاره ولې مهم دی څومره ضرورت ورته لرۍ ولې يې لرئ؟ یا نور دلایل...
د پوهنتونونو د انتخاب برخه کې باید کوشش وشي چې مهمو ښارونو (استانبول، انقره او ازمیر) کې ډیر انتخاب ونشي دا مو د کامیابۍ احتمال راکموي. کوښښ وکړی نور ښارونه انتخاب کړئ.
د بریالیتوب معیارونه: (زما د شخصي تجربې له مخې)
اوله مرحله: پدې مرحله کې ستاسې اپلیکیشن ارزیابی کیږي، د اپلیکیشن د ارزیابۍ لپاره مهم معیارونه په ترتیب په لاندې ډول دي:
1. ښه تعلیمي بګراونډ: یعنې د نمرو د لوړې فیصدۍ لرل په ټولو مرحلو (لیسه، کانکور،پوهنتون) کې مهم دي، خصوصا کومې سویې ته چې اپلای کوۍ په یوه ښکتنۍ درجه کې مو د نمرو فیصدي باید لوړه وي.
2. رضاکارانه فعالیتونه Voluntary Activities:
دا برخه هم د بریالیتوب په معیارونو کې مهمه ګڼل کیږي، پدې برخه کې تاسې د خپل رضاکارانه فعالیتونو باره کې معلومات لیکۍ، چې په ټولنه کې مو کوم د خیر کار په رضاکارانه ډول کړی، له کومې خیریه/دینی/اجتماعي/علمی/فرهنګي ادارې/ټولنې سره پاتي شوی یاستۍ، د څومره وخت لپاره، په کوم موقف کې، دغې رضاکاره ادارې کوم خدمات عرضه کول تاسې پکی څه مرسته کړې. داسې هم کیدای شی تاسې په یو پوهنتون/کورس کې وړیا درس ورکړی وی. په عامه پوهاوی کې مو برخه اخیستې وي.
دوهمه مرحله: کله چې ستاسې اپلیکیشن قبول شو پدې معنی چې ۵۰ سلنه یا زیات کار مو شوی، نو بیا تاسې انټرویو ته رابلي، په مخامخ لیدنه (انټرویو) کې ښه اجرا (پرفارمنس)، مرکه کوونکو ته درست معلومات ورکول، د هغوی پوښتنو ته ځوابونه ویل، هغوی ته قناعت ورکول او د ځاني وړتیا ثابتول تاسې بریالي کولی شي ان شالله.
مهمه یادونه: زه د ترکیې بورسونو ته په اپلای کولو کې د مصروفیتونو له کبله په شخصي ډول له هیچا سره مرسته نشم کولای، هیله ده ومې بښئ.
بریالیتوب او ښه چانس درته غواړم.
درنښت
عبادالرحمن مهربان